نوموړي وویل چې افغانستان د ثبات، بیارغونې او پراختیا لپاره د خپلې ټولنې له نیمایي ظرفیت څخه محروم شوی او دا چاره د هېواد پر راتلونکي منفي اغېز کوي.
د بحرین استازې ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې، کار او په عامه ژوند کې د خوندي او اغېزناک ګډون ملاتړ کوي او د دغو حقونو د تأمین غوښتونکی دی.
هغې همداراز وویل چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، له ۲۱ میلیونو څخه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، او د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو پلان لا هم د بودجې له جدي کمښت سره مخ دی.
دغه بحرینۍ ډیپلوماټې زیاته کړې چې هېواد ته د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم پر عامه خدمتونو او موجودو امکاناتو اضافي فشار وارد کړی دی.
هغې ټینګار وکړ چې باید ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې د افغانستان د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ وېشل کېږي او له هر ډول تبعیض پرته اړمنو کسانو ته رسېږي. د هغې په وینا، دا کار کولای شي د خلکو د ژوند د شرایطو د لا خرابېدو مخه ونیسي او د ښهوالي او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
د بحرین استازې د خپلو خبرو په بله برخه کې د دوحې بهیر پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه بهیر د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل لپاره یو څو اړخیز او منظم چوکاټ برابروي.
هغې وویل: «د دوحې بهیر د لومړیتوب لرونکو موضوعاتو په حل او د افغانستان د خلکو په ګټه د عملي پایلو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.» نوموړې د دغه بهیر د کاري ډلو، په ځانګړي ډول د مخدره موادو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ برخو د پیاوړتیا غوښتنه هم وکړه.
د بحرین استازې په پای کې وویل چې د افغانستان ثبات د سرحدونو هاخوا د ترهګریزو ګواښونو له مخنیوي سره مستقیم تړاو لري او باید ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناهځای یا د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د ګواښ په مرکز بدله نه شي.