طالبان وایي په څه باندې دوو میاشتو کې ۷۵ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي وزارت وايي، د روان کال د وري میاشتې له پیل راهیسې تراوسه د هېواد په سیندونو او بندونو کې د لامبو پرمهال په اوبو کې د ډوبېدو له امله ۷۵ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
