طالبانو په ۱۳ ادارو کې د اسنادو ډیجیټل مدیریتي سیسټم د پلي کېدا خبر ور کړی

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ، چې د هېواد په کچه په ۱۳ دولتي ادارو او وزارتونو کې د مکتوبونو او اسنادو ډیجیټل مدیریتي سیسټم پلي کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ، چې د هېواد په کچه په ۱۳ دولتي ادارو او وزارتونو کې د مکتوبونو او اسنادو ډیجیټل مدیریتي سیسټم پلي کوي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نن دوشبنه، د غبرګولي پر ۱۸مه وویل، چې د هېواد په کچه په ۱۳ دولتي ادارو او وزارتونو کې د مکتوبونو او اسنادو د ډیجیټل مدیریت سیسټم پلي کوي.
د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري ددې ډلې د ډیجیټل حکومتولۍ له عمومي رییس عبدالرحمن صافي او د اړوندو ادارو له مسوولینو سره په کابل کې د یاد سیسټم د تطبیقي پلان په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د سیسټم د لا پیاوړتیا لپاره د مخابراتو وزارت له لوري وخت په وخت لازم بدلونونه هم راوستل شي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس د یاد سیسټم د پلي کېدو په اړه ویلي چې د ټولو ادارو او وزارتونو د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې مسوولینو ته به ځانګړي ورکشاپونه پیل شي.
د هغه په وینا، د دغو ورکشاپونو موخه دا ده چې کارکوونکي له نوي سیسټم سره بلد شي او د پلي کېدو پړاوونه یې اسانه شي.
د طالب چارواکو په وینا، د اسنادو او مکتوبونو د ډیجیټل مدیریت دغه سیسټم یوه میاشت وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په اقتصادي کمیسیون کې تایید شوی و.
تر تایید وروسته، د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې دا سیسټم په تدریجي ډول په نښه شویو ادارو کې پلي کړي.