• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: په افغانستان کې د خوړو ناامني د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاته شوې ده

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر استازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې افغانستان د نړۍ له “تر ټولو پېچلو بشري بحرانونو” څخه یو تجربه کوي او نږدې نیم نفوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. نوموړې وايي، د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه د خوړو ناامني زیاته شوې.

د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو استازې ایډم ورسن وايي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت د ناامنۍ، اقتصادي کمزورۍ، اقلیمي بدلونونو، پراخو بې‌ځایه کېدو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو له امله لا پسې خراب شوی دی.

هغې زیاته کړه، چې د ۲۰۲۶ کال د فېبرورۍ په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي او سلګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هغې په وینا، په نورستان کې شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ چې د خوړو د سخت بحران په نوملړ کې وې، نږدې دوه میاشتې له مرستو بې‌برخې پاتې شوې. همدارنګه د روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو زیان د لسګونو زرو کسانو خدمتونه اغېزمن کړي دي.

اوچا خبرداری ورکړ چې د افغانستان په کچه لوږه په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده، او اوس ۴.۷ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

استازې وویل چې سږ کال تر اوسه له ۷۳۶ زرو ډېر افغانان، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه، بېرته هېواد ته ستانه شوي چې دغه وضعیت پر ښارونو او کوربه ټولنو فشار زیات کړی دی.

د اوچا استازې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ښځې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي او د ښځینه سرپرستانو کورنۍ له سختې لوږې او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغې د ښځو پر وړاندې محدودیتونو ته په اشارې وویل چې ښځینه مرستندویانې له جدي خنډونو سره مخ دي، په هرات کې د ښځو د کار ځینې ساحې تړل شوې او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په نیویارک کې روانه ده.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

سارا اډمز: هر هغه څوک چې د فرشته عمادي د مړینې په اړه د طالبانو ادعا ومني «ډیر ناپوهه» دي

•
•
•

نور کیسې

میترا مهران: نړۍ دې له طالبانو سره له سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل نه ډډه وکړي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱
میترا مهران: نړۍ دې له طالبانو سره له سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل نه ډډه وکړي
100%

د ښځو حقونو فعالې او د جنسیتي اپارتاید پای ته رسولو کمپاین غړې میترا مهران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پر نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې له طالبانو سره له سیاسي او ډيپلوماتیک تعامل نه ډډه وکړي.

میترا په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان ښځې او مدني ټولنه باید د افغانستان د راتلونکي په تړاو په ټولو بهیرونو کې شامل وي او د ښځو د حقونو ملاتړ وشي او افغان کډوال دې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته نه استول کیږي.

نوموړې وویل، چې مرستې دې له خلکو سره ډېرې شي، چې د خلکو اړتیاوې پوره شي، خو دا دې د طالبانو په شرایطو او غوښتنو پورې نه تړل کیږي.

نوموړې وویل، چې څومره د طالبانو واک غځیږي، زیان به یې د افغان ښځو لپاره لا ډېر وي.

د یوناما مرستیاله: طالبان باید د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لرې کړي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۱
د یوناما مرستیاله: طالبان باید د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لرې کړي
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما مرستیالې د افغانستان په تړاو په خپل رپوټ کې وویل، چې د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیزونه د افغانستان د اقتصاد لپاره زیانناک تمام شوي او باید دغه بندیزونه لرې شي.

جورجیت ګانیون په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان شمالي او جنوبي سیمو ته یې سفر کړی، د هرې ېطبقې له خلکو سره یې ولیدل او ګڼ خلک له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړې وویل، چې افغانستان کې پاموړ وسله واله شخړې نشته، خو په اوږده مهال کې د طالبانو د جوړښت او پالیسیو په څرنګوالي پورې اړه لري.

د ښځو وضعیت په اړه نوموړې وویل، چې د طالبانو سخت محدودیتونه چې ښځې په سیستماتیک ډول محدودوي، د افغانستان د راتلونکي په زیان دي.

هغې په هرات کې د ۳۰ ښځو نیول کېدو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې طالبان باید د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لرې کړي او دا له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې نوی څپرکی پرانېستلی شي.

ما بهن؛ له ژونده ډکه ښځه او ناارامه ټولنه

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱
•
نویده خوشبو
ما بهن؛ له ژونده ډکه ښځه او ناارامه ټولنه
100%

د نېټفلېکس فلم «ما بهن» چې مرکزي لوبغاړې یې مادوري دیکشت ده، د طنزي کامیډۍ ژانر په قالب کې وړاندی شوی، خو زما په نظر دا فلم تر طنز ډېر د ټولنې د هغه واقعیت انځور دی چې موږ یې هره ورځ وینو، اما ډېر وخت یې عادي ګڼو.

دا فلم نصیحت نه کوي، مستقیم پیغام نه لېږدوي او نه موږ ته حل راښيي؛ بلکې یوازې یوه هینداره راته نیسي.

د فلم تر ټولو مهم اړخ دا دی چې دا ښيي ټولنه له هغې ښځې سره څومره ناارامه وي چې یوازې وي، په ژوند کې یې سړی نه وي، ښکلې وي، سینګار کوي، په ځان باور لري او په خپلو اصولو ژوند کوي.

داسې ښځه ډېر وخت د انسان په توګه نه، بلکې د بحث، شک او اټکل د موضوع په توګه کتل کېږي. که یوازې وي، خلک پوښتنه کوي: “ولې یوازې ده؟” که ښکلې، بشاشه او خوښه وي، شک پرې کېږي. که خپلواکه وي، خلک یې پر کردار، انتخابونو او ژوند خبرې جوړوي. د هغې سکون هم د خلکو لپاره پوښتنه ګرځي او د هغې ازادي هم د قضاوت سبب کېږي.

همدلته د فلم اصلي تریخوالی ښکاره کېږي: په خپله خوښه د ژوند کولو سزا. جرم یې دا نه وي چې چا ته یې زیان رسولی وي؛ جرم یې یوازې دا وي چې د خلکو له تمې، چوکاټ او عادت خلاف یې ژوند غوره کړی وي. ټولنه د هغې انتخاب د حق په توګه نه، بلکې د سرغړونې په توګه ویني.

فلم دا هم ښکاره کوي چې د ښځې پر وړاندې دا قضاوت یوازې د نارینه‌وو له لوري نه وي. کله ناکله ښځې هم پر نورو ښځو هماغه معیارونه تپي چې ټولنې پر دوی تپلي وي. د یوې ښځې خپلواکي، ښکلا او بااعتمادي د ملاتړ پر ځای د شک سبب ګرځي، ځکه ځینې ښځې د بلې ښځې ازادي ځان ته تهدید ګڼي. هغوی داسې احساس کوي لکه د یوې ښځې جرئت او خپلواک ژوند د دوی د منل شوي ژوند، چوکاټونو او زړو باورونو پر وړاندې پوښتنه راپورته کوي.

دا قضاوت تل د حسد خبره نه وي؛ ډېر وخت د هغه ټولنیز فکر پایله وي چې ښځو ته له کوچنیوالي ور زده کوي چې “ښه ښځه” باید خاموشه، محتاطه او د خلکو د خبرو تر وېرې لاندې ژوند وکړي. نو کله چې یوه ښځه له دې چوکاټ څخه بهر وځي، نورې ښځې هم کله ناکله د هغې پر ضد د هماغه نظام ژبه کاروي.

همدا ځای د فلم تریخ حقیقت نور هم ژوروي. «ما بهن» موږ ته ښيي چې ښځه یوازې د ټولنې له ښکاره فشار سره نه، بلکې د پټو قضاوتونو، ټوکو، ټکالو، ټاپې، اټکلونو او د خلکو له جوړو شویو توهمونو سره هم مخ ده. هغې ته مخکې له دې چې خپله کیسه وکړي، نوم ورکول کېږي داستانونه پرې جوړیږي. مخکې له دې چې حقیقت معلوم شي، ملامته کېږي. مخکې له دې چې وپوښتل شي، پرې قضاوت کېږي.

زما په نظر، د دې فلم قوت په همدې کې دی چې دا موږ ته نصیحتونه نه کوي. دا نه وايي چې ټولنه باید څنګه وي؛ بلکې دا ښيي چې ټولنه څنګه ده. کله کله هنر د حل لپاره نه وي، بلکې د حقیقت د ښکاره کولو لپاره وي.

د فلم پای لیدونکي له دې پوښتنې سره پریږدي چې ایا موږ د یوې خپلواکې ښځې حقیقت وینو، که یوازې د خپلو اټکلونو له مخې پرې قضاوت کوو؟

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۱
په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي
100%

د کردستان د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې په سرپل ولایت کې د طالبانو یوه محلي چارواکي مفتي محمدالله یوه کرده مېرمن او د هغې لور وژلې دي. سازمان ادعا کړې، چې یاد قوماندان د سارا یوسفي په نامه ۱۵ کلنه نجلۍ د ځان لپاره غوښته، خو کله یې چې مقاومت کړی، ډزې یې پرې کړې دي.

د کردستان د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې چیمن حسین‌زاده، چې د ایران د بوکان ښار یوه کردۍ ښځه وه او په افغانستان کې اوسېده او د هغې لور سارا یوسفي، د مې پر۸مه نېټه یوه محلي طالب چارواکي وژلې دي. دغه چارواکي هڅه کوله چې له سارا سره واده وکړي.

یاد سازمان د یوې باخبره سرچینې له خولې ویلي، چې «چیمن حسین‌زاده شاوخوا ۲۰ کاله مخکې له یوه افغان سره واده کړی و او د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په غلدوري کلي کې اوسېده. نوموړې په سیمه کې د بي ‌بي چمن ګل په نامه پېژندل کېده او د یوې سیمه‌ییزې قابلې په توګه یې کار کاوه».

د سرچینې په وینا، مفتي محمدالله چې د کوهستانات ولسوالۍ د حج او اوقافو د ادارې مشر و، غوښتل د حسین‌زاده له ۱۵ کلنې لور سارا یوسفي سره واده وکړي.

ویل کېږي چې د مې په ۸مه هغه د یادې کورنۍ کور ته ورغلی او هڅه یې کړې چې سارا په زور له ځان سره بوځي، خو مور یې مقاومت کړی دی. وروسته طالب چارواکي ډزې کړې او مور او لور دواړې یې وژلې دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو ځواکونو وروسته بریدګر نیولی دی.

د حسین‌زاده کورنۍ د مې په ۳۱مه د دغې پېښې خبر ترلاسه کړی او د جون په ۲مه یې د ایران د بوکان ښار په کهریز سردار کلي کې د جنازې مراسم کړي دي.

طالبانو تر اوسه ددې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو پلاوي له ایراني چارواکو سره د هرات- مزارشریف رېل پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱
د طالبانو پلاوي له ایراني چارواکو سره د هرات- مزارشریف رېل پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د ددې ډلې د اورګاډي پټلۍ ادارې یوه پلاوي د د اورګاډي پټلۍ همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی. د وزارت په وینا، دواړو لوریو د هرات - مزارشریف پټلۍ پروژې د جوړولو، تخنیکي معیارونو او مالي تمویل په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د غبرګولي پر ۱۸مه ویلي، چې د رېل پټلۍ ادارې مرستیال محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه پلاوي د رېلي همکاریو د پراختیا او د زیربنایي پروژو په اړه د خبرو اترو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

د وزارت په وینا، د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د هرات – مزارشریف د ۶۵۷ کیلومتره رېل پټلۍ پروژې د جوړولو، تخنیکي مشخصاتو، معیارونو، د پروژې د بېلابېلو پړاوونو او د مالي تمویل د جوړښت او لګښتونو په اړه بحثونه شوي دي.

د دواړو هېوادونو استازو په دې ناسته کې د افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون د څرنګوالي په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دواړو اړخونو د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ او ترانسپورتي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د ګډو پروژو د پرمختګ، تخنیکي همغږۍ او د یادو موضوعاتو د تعقیب په موخه به په راتلونکي کې هم ورته تخنیکي او تخصصي ناستې دوام ولري.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان میلیاردونه افغانۍ د ترانزیت عواید ترلاسه کړي او دوی هڅه کوي د یادې پروژې مالي لګښتونه له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه برابر کړي.
طالبانو ددغو سرچینو د څرنګتیا په اړه جزئیات نه دي ور کړي.