• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امنیت شورا غونډه؛ ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه وکړه

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان او ترکمنستان استازو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ښه والي، اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د دوامدار ثبات د ټینګښت غوښتنه وکړه.

د دواړو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، د سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ییزه همغږي کولای شي د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.

د ازبکستان استازي وویل چې یوازې بشري مرستې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره بسنه نه کوي، بلکې د اقتصادي اصلاحاتو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د زیربناوو پراختیا ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې هېواد یې د یوناما د فعالیت ملاتړ کوي او د افغانستان له خلکو سره د دې ادارې مرستې ستایي. د هغه په وینا، ملګري ملتونه باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپل مرکزي او همغږي کوونکی رول وساتي.

دغه ډیپلومات همداراز د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ د نړیوالې ټولنې له مهمو مسؤلیتونو څخه وباله.

بلخوا د ترکمنستان استازي، وویل چې د دغه هېواد د وضعیت ژر ښه کېدل د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.

هغه زیاته کړه چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له طالبانو سره بېلابېل تعاملات شوي، خو پایلې یې محدودې پاتې شوې دي او د افغانستان عمومي وضعیت لا هم نازک او ناسم ډاډمن دی.

د ترکمنستان استازي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید عملي او پایله‌محورو تګلارو ته ډېر پام وکړي، څو د افغانستان خلکو ته محسوسې ګټې ورسېږي.

هغه همداراز وویل چې له طالبانو سره تعامل باید د اوسني وضعیت د عادي کېدو معنا ونه لري او نه باید د محدودیتونو دوام ته مشروعیت ورکړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

جرمني او فرانسه د ۱۰۰ میلیارد یورو په ارزښت د جنګي الوتکو ګډه پروژه لغوه کوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
100%

جرمني او فرانسې پرېکړه کړې چې د نوې نسل د جنګي الوتکې ګډه پروژه لغوه کړي، دا هغه پروګرام دی چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارد یورو ارزښت لري او د اروپا تر ټولو لویه دفاعي پروژه بلل کېده.

د جرمني او فرانسې مشرانو د یوې ګډې اعلامیې له مخې پرېکړه کړې چې د نوي نسل د جنګي جټ الوتکې د جوړولو له مهمې اروپايي پروژې لاس واخلي.

د جرمني چارواکو ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د جرمني لومړي وزیر فریدریښ میرڅ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په مونټینیګرو کې د اروپايي ټولنې او لوېدیځ بالکان د سرمشریزې په څنډه کې د دې پروژې پر ستونزو خبرې وکړې او دې نتیجې ته ورسېدل چې د صنعت د شریکو شرکتونو ترمنځ د څو میاشتو اختلافاتو حل امکان نه لري.

مرڅ له مکرون څخه غوښتي چې نور د ګډې جنګي الوتکې پروژه پر مخ نه وړي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دواړو مشرانو د دې پروژې په اړه اوږدې خبرې وکړې او د دې حقیقت له امله یې خواشیني څرګنده کړه چې د اروپا د هوافضا لوی شرکت «ایربس»، چې د جرمني او هسپانیا استازیتوب کوي، او د فرانسې «ډاسو اویېشن» ترمنځ هوکړه نه ده شوې.

دا پروژه چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارد یورو ارزښت لري او هسپانیا هم پکې شامله ده، د لوېدیځو هېوادونو د دفاعي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره د اروپا تر ټولو لویه هڅه بلل کېده. خو د هغې لغوه کېدل په داسې وخت کې شوي چې د لوېدیځو پوځي چارواکو په وینا له روسیې د ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او متحده ایالات پر اروپا فشار راوړي چې خپل دفاعي ظرفیتونه پیاوړي کړي.

راپور زیاتوي چې که څه هم د پروژې د اصلي جنګي الوتکې برخه لغوه شوې، خو د هغې ځینې نورې برخې لکه د ډرونونو او د جګړې د معلوماتي شبکې (Combat Cloud) پراختیا ښايي تر یوه بل نوم لاندې دوام وکړي.

دغه پروژه چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د فرانسې او جرمني د پخواني او اوسني مشرانو په ملاتړ پیل شوې وه، په وروستیو کلونو کې له سختو اختلافاتو او د تخنیکي او صنعتي کنټرول پر سر له شخړو سره مخ وه.

هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول؛ د بښنې نړیوال سازمان یې د سیستماتیکې ځپنې دوام بولي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې ویلي، چې په هرات ښار کې په وروستیو دوو ورځو کې د طالبانو له لوري د لسګونو ښځو او نجونو نیول په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د روانو محدودیتونو او ځپلو دوام څرګندوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) په ایکس خواله رسنۍ کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د «بدحجابۍ» په تور د ښځو نیول اندېښمنوونکي دي او د ښځو د اساسي حقونو خلاف عمل دی.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې هره ښځه حق لري د خپل لباس په اړه خپله پرېکړه وکړي، په ازاد ډول تګ راتګ وکړي، په ټولنیز ژوند کې برخه واخلي او له وېرې او ګواښ پرته ژوند وکړي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د نیول شویو ښځو د ساتلو ځایونه اعلان کړي، د هغوی خوندي خوشې کېدل تضمین کړي او د ښځو پر جامو او تګ راتګ محدودیتونه پای ته ورسوي.

همداراز د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو د ښځو پر وړاندې د «سیستماتیکي ځپنې» لړۍ ودرول شي.

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې د تېرې شنبې له ورځې راهیسې پر ښځو د تګ راتګ او لباس سخت محدودیتونه لګولي او له بېلابېلو سیمو یې لسګونه نجونې او ښځې نیولې او نامعلومو ځایونو ته لېږدولي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ ښځې او نجونې د «بدحجابۍ، ماسک نه لرلو او د وېښتانو ښکاره کېدو» په تور نیول شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه په ښار کې د ګزمې پر مهال لیدل کېږي، چې ښځې نیسي او له ځان سره یې وړي.

دغه اقدامات د بشري حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي او د هېوادوالو د قهر لامل شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی ماموریتیوناماهم ویلي چې په هرات کې د لسګونو ښځو او نجونو نیول د جدي بشري حقونو اندېښنې راپورته کوي.

ډونالډ ټرمپ: ایران له امریکا غوښتي چې اسراییل د بریدونو درولو ته وهڅوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له واشنګټن څخه غوښتي چې اسراییل ته د بریدونو د درولو پیغام ورسوي. نوموړي زیاته کړې چې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې په اړیکه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره خبرې کړې دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې چې له اسراییلي ټلوېزیوني چینل ۱۲ سره یې کړې، ویلي چې ایران له امریکا غوښتنه کړې وه څو اسراییل د بریدونو د درېدو ته وهڅوي.

نوموړي ویلي: «دوشنبه سهار ایرانیانو موږ ته وویل چې نور به پر اسراییل برید ونه کړي او غوښتنه یې وکړه چې موږ اسراییل ته ووایو چې بریدونه ودروي. ما له بنیامین نتانیاهو سره اړیکه ونیوله او هغه مې ودراوه.»

ټرمپ زیاته کړې چې هغه د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، که د اسراییلو بریدونه پراخ شي او له ایران سره په یوه بشپړ جګړه واوړي، نو ښایي اسراییل په پای کې «یوازې» پاتې شي.

هغه ویلي: «ما نوموړي ته وویل ډېر پام کوه چې څه کوې، ځکه ښایي ډېر ژر د ایران پر وړاندې یوازې پاتې شې.»

ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې د اسراییل د بریدونو د محدودولو په برخه کې بریالی شوی او ویلي یې دي چې د سیمې ځینو هېوادونو له هغه غوښتي چې د منځګړیتوب له لارې د جګړې د درېدو او د یوې هوکړې د رامنځته کېدو لپاره پر نتانیاهو فشار راوړي.

طالبان: تر دې مهاله له ۴۰ زره څخه زیاتو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ویلي، په تېره اوونۍ کې ۴۶۹۴ راستنېدونکو کورنیو ته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هستوګنې ځمکې وېشل شوې دي.

دغه کمېټې د تېرې اوونۍ د فعالیتونو معلومات خپاره کړي، چې له مخې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې نمرې ورکړل شوې دي.

د یادې کمېټې د راپور له مخې، د ولایتونو په کچه په ننګرهار کې ۱۶۵۹، هلمند کې ۹۳۴، فاریاب کې ۸۳۷، فراه کې ۶۹۷، غزني کې ۶۷، پکتیکا کې ۱۰۰ او نیمروز کې ۱۰۰ نمرې وېشل شوې دي.

د کمیټې د راپور له مخې په مجموع کې، د تېرې اوونۍ په موده کې ۴۶۹۴ راستنو شوو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوي دي.

کمېټې زیاته کړې چې تر دې مهاله ټولې ۴۰٬۴۱۳ هستوګنیزې نمرې وېشل شوې دي او دا بهیر په چټکۍ روان دی.

د راپور له مخې، د دې پروګرام موخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دایمي مېشتېدنې زمینه برابرول بلل شوي، څو هغوی وکولای شي په هېواد کې باثباته ژوند پیل کړي.

ملاله بنسټ: نړۍ باید د طالبانو له لوري «جنسیتي اپارتاید» د جرم په توګه په رسمیت وپېژني

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
100%

د نجونو د زده کړو ملاتړی بنسټ «ملاله بنسټ» ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د پراخېدو له پنځو کلونو وروسته، حکومتونه باید د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې روان «جنسیتي اپارتاید» د نړیوال قانون له مخې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

یاد بنسټ د ښځو د بهرنۍ پالیسۍ د وزیرانو غونډې د ګډې اعلامیې په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري رامنځته شوی نظام د جنسیت پر بنسټ د منظم، بنسټیز او سیستماتیک ظلم څرګند مثال دی او نړیواله ټولنه باید د «جنسیتي اپارتاید» د جرم د رسمي پېژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د راپور لیکوالې پارم‌پریت سنګ ویلي، د غونډې په اعلامیه کې د هغو نظامونو د حساب ورکولو یادونه شوې چې د جنسیت پر بنسټ د منظم ظلم او واکمنۍ لامل کېږي، او دا تعریف په مستقیم ډول د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جوړ شوي وضعیت ته اشاره کوي.

نوموړې ویلي: «طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د څه باندې ۲۰۰ فرمانونو، قوانینو او امرونو له لارې داسې نظام رامنځته کړی چې موخه یې د ښځو او نجونو له اساسي ازادیو محرومول او له عامه ژوند څخه د هغوی ایستل دي.»

د راپور له مخې، د یادې غونډې پر مهال افغان ښځو فعالانو د طالبانو تر واک لاندې د خپل ژوند تجربې شریکې کړې. ملالې فنډ ویلي چې د دغو ښځو شهادتونو یو ځل بیا وښوده چې د نړیوالو پرېکړو تر شا د هغو ښځو او نجونو ژوند پروت دی چې هره ورځ یې پایلې زغمي.

راپور ټینګار کوي چې اوسنی نړیوال قانون د نژادي اپارتاید لپاره ځانګړی تعریف لري، خو د جنسیت پر بنسټ د ورته سیسټماټیک ظلم لپاره جلا حقوقي چوکاټ نه لري. ملاله فنډ وایي، تر هغو چې جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت ونه پېژندل شي، نړیواله ټولنه به د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت پر وړاندې له مهمو حقوقي او سیاسي وسیلو بې‌برخې وي.

دغه بنسټ ویلي: «حکومتونه باید یو ګام نور هم وړاندې ولاړ شي او جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني.»

د راپور بله مهمه برخه د پورونو نړیوال بحران او د نجونو پر زده‌کړو د هغه اغېزو ته ځانګړې شوې ده. ملالې فنډ ویلي، ډېری بې‌وزله هېوادونه اوس د پورونو د بېرته ورکړې لپاره د روغتیا او زده‌کړو له ګډو لګښتونو هم زیاتې پیسې مصرفوي، چې تر ټولو ستر زیان یې نجونو ته رسېږي.

د راپور له مخې، کله چې حکومتونه د پورونو د ورکړې او د زده‌کړو د بودجې ترمنځ انتخاب ته اړ شي، نجونې لومړنۍ قربانیانې ګرځي. د ملالې فنډ په وینا، د نجونو د زده‌کړو نشتوالی هېوادونو ته د ژوندانه د عوایدو په برخه کې د ټریلیونونو ډالرو زیان اړوي.

ملالې فنډ له هغو هېوادونو غوښتي چې د نړیوال مالي نظام پر پرېکړو اغېز لري، د پورونو د اوسني نظام د اصلاح لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د نجونو زده‌کړې د مالي فشارونو قرباني نه کړي.

راپور په پای کې ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه سیاسي اعلامیې مهمې دي، خو یوازې اعلامیې بسنه نه کوي. د ملالې فنډ په وینا، حکومتونه باید خپلې ژمنې په عملي حقوقي، مالي او ډیپلوماتیکو اقداماتو بدلې کړي، څو د افغانستان د ښځو او نجونو او د نړۍ د میلیونونو نورو نجونو حقونه خوندي شي.