• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امنیت شورا غونډه؛ ایران د طالبانو له ادارې سره د تعامل ملاتړ کړی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي، د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام د ثبات د ټینګښت او د دغه هېواد د ننګونو د حل لپاره اړین دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې رغنده خبرې اترې او یو اصولي او عمل‌محوره چلند لا هم په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره تر ټولو غوره لاره بلل کېږي.

د ایران استازي وویل، د افغانستان اړوند مسایل باید د همکارۍ او دوامدار تعامل له لارې تعقیب شي، څو د بشري مرستو، اقتصادي وضعیت، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې او د حکومتولۍ اړوند ستونزو ته اغېزناک ځواب وموندل شي.

هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو د اړتیاوو او د هېواد د ثبات د پیاوړتیا لپاره له عملي او واقع‌بینانه تګلارو کار واخلي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډو کې د نړیوال تعامل، بشري وضعیت او د طالبانو له حکومت سره د اړیکو څرنګوالی د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د خوړو او درملو د قاچاق د مخنیوي قانون د پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار کړی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۱
طالبانو د خوړو او درملو د قاچاق د مخنیوي قانون د پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار کړی
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین‌الوزارتي کمېټې په غونډه کې د دغه قانون د پلي کېدو لپاره ۱۱ موارد تایید شوي او اړوندو ادارو ته د عملي اقداماتو سپارښتنه شوې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه غونډه د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون پلي کېدل د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو د مخنیوي لپاره مهم او اغېزناک ګام وباله.

هغه د کمېټې له غړو وغوښتل چې د یاد قانون د اغېزمن تطبیق لپاره له عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو د قانون د عملي کېدو په موخه ۱۱ موارد تایید کړل او پرېکړه وشوه چې اړوندې ادارې به خپلې سپارل شوې دندې او مسوولیتونه ترسره کوي او د راتلونکې غونډې پر مهال به د ترسره شویو اقداماتو او پرمختګونو راپور کمېټې ته وړاندې کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دغه قانون پلي کېدل به هېواد ته د قاچاقي او بې‌کیفیته درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د داخلېدو د مخنیوي او د عامې روغتیا د خوندیتوب په برخه کې مرسته وکړي.

د امنیت شورا غونډه؛ بحرین د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین غوښتنه وکړه

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱
د امنیت شورا غونډه؛ بحرین د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین غوښتنه وکړه
100%

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بحرین استازې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان د امنیت شورا د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون پر بندیزونو اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي وویل چې افغانستان د ثبات، بیارغونې او پراختیا لپاره د خپلې ټولنې له نیمایي ظرفیت څخه محروم شوی او دا چاره د هېواد پر راتلونکي منفي اغېز کوي.

د بحرین استازې ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړې، کار او په عامه ژوند کې د خوندي او اغېزناک ګډون ملاتړ کوي او د دغو حقونو د تأمین غوښتونکی دی.

هغې همداراز وویل چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، له ۲۱ میلیونو څخه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، او د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو پلان لا هم د بودجې له جدي کمښت سره مخ دی.

دغه بحرینۍ ډیپلوماټې زیاته کړې چې هېواد ته د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم پر عامه خدمتونو او موجودو امکاناتو اضافي فشار وارد کړی دی.

هغې ټینګار وکړ چې باید ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې د افغانستان د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ وېشل کېږي او له هر ډول تبعیض پرته اړمنو کسانو ته رسېږي. د هغې په وینا، دا کار کولای شي د خلکو د ژوند د شرایطو د لا خرابېدو مخه ونیسي او د ښه‌والي او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

د بحرین استازې د خپلو خبرو په بله برخه کې د دوحې بهیر پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه بهیر د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل لپاره یو څو اړخیز او منظم چوکاټ برابروي.

هغې وویل: «د دوحې بهیر د لومړیتوب لرونکو موضوعاتو په حل او د افغانستان د خلکو په ګټه د عملي پایلو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.» نوموړې د دغه بهیر د کاري ډلو، په ځانګړي ډول د مخدره موادو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ برخو د پیاوړتیا غوښتنه هم وکړه.

د بحرین استازې په پای کې وویل چې د افغانستان ثبات د سرحدونو هاخوا د ترهګریزو ګواښونو له مخنیوي سره مستقیم تړاو لري او باید ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناهځای یا د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د ګواښ په مرکز بدله نه شي.

هند وايي چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ کوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۱
هند وايي چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ کوي
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي وویل، چې نوی ډیلی په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ جاري ساتي. هغه له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرو لارو بندول له تجارت نه د حربې په توګه کار اخېستل وبلل.

نوموړي وویل، چې نوي ډیلي د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د بیا رغونې پروژې پلې کړې دي او له نورو ادارو سره یې د افغانانو د ژوند ښه والي لپاره ګډ کار کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې هند په طبي برخه کې د واکسینونو او درملو مرسته کړې او د افغان ماشومانو د روغتیايي وضعیت ښه والي په برخه کې یې په کابل، هرات، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو طبي مرکزونه او روغتونونه حمایه کړي دي.

د هند استازي په وینا، دوی ګڼو افغان سوداګرو ته ویزې ور کړې دي.

د هند استازي پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او ویې ویل چې دغه بریدونه د ملکي وګړو د پراخو تلفاتو او د افغانانو د کړاو لامل شوي دي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې نړیوال قانون، په ځانګړي ډول نړیوال بشري قانون رعایت کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي.

په تخار کې د طالبانو د کانونو ساتنې کمېټې د سرو زرو ناقانونه استخراج پر مخنیوي ټینګار کړی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۱
په تخار کې د طالبانو د کانونو ساتنې کمېټې د سرو زرو ناقانونه استخراج پر مخنیوي ټینګار کړی
100%

د طالبانو د تخار ولایت والي رسنیز دفتر ویلي، چې د کانونو د ساتنې کمېټې د دغه ولایت په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په سیمه کې د کانونو د ناقانونه استخراج او په ځانګړي ډول د بې‌جوازه او له نقشې څخه بهر د زروینځلو د فعالیتونو مخنیوی کوي.

د طالبانو د تخار ولایت مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد په مشرۍ د کانونو د ساتنې کمېټې ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ددې ډلې د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ به خپل عملي فعالیتونه ژر پیل کړي.

هغه ټینګار کړی چې دا کمېټه باید په هر ډول ممکنو لارو د ناقانونه او بې‌جوازه زروینځلو د فعالیتونو مخه ونیسي او سرغړوونکي وپېژني.

حمیدالله ارشاد دغې کمېټې ته امر کړی چې د مرکز له سیمو څخه خپلې عملي څارنې پیل کړي او د کانونو د ناقانونه استخراج د څرنګوالي د جدي څارنې ترڅنګ په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د کانونو د ساتنې کمېټه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د حکم پر اساس په ټول هېواد کې فعاله ده او په بېلابېلو ولایتونو کې د واليانو تر مستقیم نظر لاندې پر بېلابېلو اهدافو کار کوي څو د کانونو د خپلسري استخراج مخه ونیول شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان انټرنشنل د ترلاسه کړیو اسنادو له مخې، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۵ کال د غويي په ۲۸مه د زروینځلو د فعالیتونو د تنظیم په اړه یو نوی فرمان صادر کړی دی.

دغه فرمان په هېواد کې د سرو زرو د استخراج او د دغو فعالیتونو د قانوني کولو په موخه صادر شوی دی.

یونان وايي د طالبانو او پاکستان د ستونزو د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۱
یونان وايي د طالبانو او پاکستان د ستونزو د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یونان استازې وايي، طالبان باید نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او نجونې او ښځې زده کړو او کار ته پریږدي. نوموړې وویل، چې دوی د طالبانو او پاکستان د ستونزو د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي.

د یونان استازې وویل، د طالبانو سیستماتیک محدودیتونه او د بیان ازادي ټول اندېښمنوونکي دې او طالبان باید دا سیاستونه پرېږدي او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ور کړي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

نوموړې وویل، چې د ازادو رسنیو شته والی مهم دی او د افغانستان قلمرو باید ترهګرو ډلو ته د خوندي پناه ځای په توګه ونه اوسي.

د یونان د استازې په وینا، پاکستان او طالبانو پر شخړو اندېښمن دي، چې ګڼ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.

هغې د چین د منځکړتوب ملاتړ وکړ او ډیپلوماسۍ یې د حل لاره وګڼله.