• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له کډوالۍ نړۍوال سازمان سره د راستنېدونکو لپاره د سرپناه جوړولو په اړه خبرې کړې دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د دفتر رییس سعید احمد بنوري د کډوالۍ نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بې‌ځایه شویو د وضعیت، ستونزو ته د رسېدنې او ګډو همکاریو د پياوړتیا په اړه ناسته کړې ده.

طالبانو ویلي، په یاده ناسته کې دغه کورنیو ته د سرپناه جوړولو په اړه هم خبرې شوې دي. یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ناسته کې د دواړه خواوو ترمنځ د ستونزو، بشري مرستو وړاندې کولو پر څرنګوالي، ملاتړ، سرپناه جوړولو، لازمو اسانتیاوو او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګډو برنامو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي بحث شوی.

طالب استازي بنوري له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو پراخې څپې ته په اشارې، په هغه ولایتونو کې چې ډېر راستانه شوي او بې‌ځایه شوي لري؛ د سرپناه او نورو برخو کې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

نوموړي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ. طالبانو ویلي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان استازو له یاد وزارت سره د همکارۍ د دوام ژمنه کړې ده.

افغانستان ته له ایران، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو راغلې کورنۍ دامهال د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دي؛ خو طالبانو بیا په وار، وار په خپلو خبرپاڼو کې له دغه کورنیو سره د یادې ستونزې د حل ژمنې کړې دي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۳

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۴

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

۵

سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي

•
•
•

نور کیسې

د معترضو ښځو یو غورځنګ: هرات کې د «بې‌حجابۍ» په نوم د ښځو نیول د انساني کرامت خلاف کړنه ده

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱
د معترضو ښځو یو غورځنګ: هرات کې د «بې‌حجابۍ» په نوم د ښځو نیول د انساني کرامت خلاف کړنه ده
100%

د ارغواني شنبو په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول غندلي او د ټولو نیول شویو ښځو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه غورځنګ ویلي، چې په هرات کې وروستۍ نیونې لکه د لوېدیځ کابل او یوشمېر نورو سیمو پخوانۍ پېښې د طالبانو د یوې «پلان شوې، تبعیضي او ځپونکې» پالیسۍ برخه دي او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان د ښځو له حقونو او ازادیو د نړۍوالې ټولنې سره په خپلو سیاسي تعاملاتو کې د فشار او امتیاز اخیستنې د وسیلې په توګه کار اخلي. یاد غورځنګ د «بې‌حجابۍ» په نوم د ښځو نیول د انساني کرامت خلاف کړنه بللې او ټینګار یې کړی چې دغه ډول چلند هېڅ قانوني، اخلاقي او اسلامي توجیه نه‌لري.

دغه غورځنګ همداراز په افغانستان کې د ښځو د «مرموزو» وژنو په اړه هم اندېښنه ښودلې. د ارغواني شنبو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو، دولتونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ (یوناما) غوښتي، چې د افغانستان د ښځو د وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د ښځو د خپل‌سرو نیونو د درولو لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځو او نارینه‌و د جنسي ځورونې او ناوړه چلند په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او په دې برخه کې یې د افغانستان د دیني عالمانو چوپتیا غندلې ده.

د افغانستان د حقونو څار بنسټ: د طالبانو له لوري په هرات کې د ښځو نیول د بشریت ضد جرم دی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱
د افغانستان د حقونو څار بنسټ: د طالبانو له لوري په هرات کې د ښځو نیول د بشریت ضد جرم دی
100%

د افغانستان د حقونو څار بنسټ وایي، د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د «بدحجابۍ» په تور د نجونو او ښځو خپل‌سري نیول د بشریت ضد جرم او د جنسیتي اپارتاید د پیاوړتیا څرګنده بېلګه ده.

دغه بنسټ د یکشنبې په ماښام (د غبرګولي۱۷مه) په خپره کړې اعلامیه کې، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف له لوري د ښځو د نیولو په غبرګون ویلي چې دا ډول چلند له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د توجیه لپاره ترسره کېږي.

د افغانستان د حقونو څار بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په هرات کې د نیول شویو ښځو او نجونو د سمدستي او بې‌قیدوشرطه خوشې کېدو لپاره عملي همکاري وکړي.

یاد بنسټ همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د جنسیتي اپارتاید د پلي کولو له امله د طالبانو چارواکي تر نړیوال تعقیب او بندیزونو لاندې راولي او له ښځو د حقونو له تضمین پرته له طالبانو سره هر ډول تعامل ژر تر ژره ودروي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیک حذف او څنډې ته کولو پر وړاندې چوپتیا د یوه «تاریخي جرم» سره د همکارۍ په معنا ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي او د بشري حقونو بنسټونو او فعالانو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

مالټا ته نږدې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ ۱۰ تنه مړه او ۴۸ ژغورل شوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
مالټا ته نږدې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ ۱۰ تنه مړه او ۴۸ ژغورل شوي
100%

د ایټالیا ساحلي ګارد اعلان کړی، چې مالټا ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله یې د ۱۰ کسانو جسدونه له اوبو راایستلي دي. د چارواکو په وینا، ۴۸ نور کډوال د یوې کب نیوونکې کښتۍ له لوري ژغورل شوي دي.

د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي، چې د کښتۍ د نورو سپرلیو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د راپورونو له مخې، دا عملیات د مالټا د سویل ختیځ په شاوخوا ۸۴ کیلومترۍ کې ترسره کېږي؛ هغه سیمه چې د پېښې اصلي ځای بلل کېږي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په یاده کښتۍ کې شاوخوا ۶۰ کسان سپاره وو او خپل سفر یې دلیبیا له ساحلونو پیل کړی و. ایټالوي چارواکو ویلي چې د مالټا د چارواکو په غوښتنه د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د ګزمې یوه بېړۍ هم د پېښې سیمې ته استول شوې ده.

د لیبیا ساحلونه د شمالي افریقا څخه اروپا ته د کډوالو د تګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. هر کال زرګونه کسان د کوچنیو او ناامنو کښتیو په وسیله هڅه کوي چې دمدیترانې سمندر له لارې اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو دا خطرناکه لار د زرګونو کډوالو ژوند اخیستی دی.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې د لیبیا له حکومت سره د همکارۍ پراخ پروګرامونه پلي کړي، څو له دې لارې اروپا ته د کډوالو د تګ مخه ونیسي.

د رسمي شمېرو له مخې، اروپايي ټولنې له ۲۰۱۵ کال راهیسې لیبیا ته شاوخوا ۷۰۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي چې د دې بودجې یوه لویه برخه د سرحدونو د کنټرول او د کډوالۍ د مدیریت لپاره لګول شوې ده.

همداراز، ایټالیا د مدیترانې په مرکزي مسیر کې د خپلې کډوالۍ پالیسۍ په چوکاټ کې د لیبیا د ساحلي ګارد د روزنې، ملاتړ او تجهیز له لارې هڅه کړې چې اروپا ته د کډوالو د کښتیو د تګ مخه ونیسي.

سره له دې، په دې سمندري مسیر کې مرګونې پېښې لا هم دوام لري او مدیترانه د نړۍ له تر ټولو خونړیو او خطرناکو کډوالۍ لارو څخه ګڼل کېږي.

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی
100%

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو د موبي ګروپ (طلوع‌نیوز) د بنسټګر سعد مُحسني څرګندونو د ګڼو «منفي» غبرګونونو په درشل کې د بشري حقونو فعاله ډیوه پتنګ وايي، سعد مُحسني «حقیقت» ویلی دی. سعد مُحسني بیا ویلي، په یاده مرکه کې یې پر طالبانو ډېرې نیوکې هم کړې دي.

سعد مُحسني په دې رووستیو ورځو کې د برېتانیا ملي کتابتون کې په یوې غونډه کې ویلي، چې په افغانستان او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د ښځو وضعیت د جمهوریت له دورې سره چندانې توپیر نه‌لري.

د طلوع‌نیوز خبري شبکې د مالک سعد محسني څرګندونو «په افغانستان کې د ښځو د عادي حالت» په اړه، د ښځینه فعالانو او افغان سیاستوالو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

ملګرو ملتونو په هرات کې د ښځو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده | افغانستان انټرنشنل پښتو

نیوکه کوونکي وايي، چې په افغانسنتان کې د ښځو له «ناوړه» وضعیت څخه انکار کول، لکه په هرات کې د حجاب د څرنګوالي له امله پراخې نیونې، په افغانستان کې «د وحشت عادي کول» دي.

د هرات خلکو پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی «له کرکې ډک چلند» وباله | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو د بشري حقونو فعاله ډیوه پتنګ وايي، سعد مُحسني «حقیقت» ویلی دی او زیاتوي: «زه له سعد محسني سره په بشپړ ډول موافقه یم. مننه له دې چې د حقیقت په ویلو سره دې زړورتیا وښودله».

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په هرات کې ګڼو سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو له‌خوا د خوښې وړ حجاب د نه‌مراعاتولو له امله د ښځو د نیولو لړۍ لا هم دوام لري. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو د یکشنبې په ورځ د هرات په جبرئیل سیمه کې اته ښځې نیولې دي.

طالبانو د هرات په جبرئیل سیمه کې ۸ ښځې نیولې دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي، دغو نیونو ته په اشارې سره ولیکل: «طالبانو د هرات له ۴۰ متره سړک څخه نږدې اویا ښځې له ځان سره وړي او زنداني کړې دي، خو سعد محسني وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ښځې ازادي لري».

نوموړي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دې وحشت عادي کول به د افغانستان د خلکو له یاده ونه وځي».

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، که چیرې طلوع ټلوېزیون په هرات کې د لسګونو ښځو له نیول کېدو سره خواخوږي نه‌ښيي، لږ تر لږه کولای یې شي د خپلو دوو خبریالانو ملاتړ وکړي چې د هغې په وینا د طالبانو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي دي.

فوزیه کوفي: طالبانو په دوو ورځو کې په هرات کې ۶۰ ښځې د «نامناسب حجاب» په تور نیولي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونې چلوونکی منصور نیازی د غويي په ۱۷مه او د همدې شبکې د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش بیا د غويي په ۱۹مه په کابل کې نیول شوي دي. طالبانو بیا د طلوع د دوو خبریالانو نیول او محکمه کول تایید کړل.

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو | افغانستان انټرنشنل پښتو

سعد محسني دغو نیوکو ته په غبرګون کې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما بشپړه مرکه نه ده خپره شوې او په هغو څرګندونو کې مې ډېرې نیوکې کړې دي».

نوموړي دغه راز بي‌بي‌سي ته ویلي، چې نیوکه کوونکو د هغه له خبرو ناسمه اخیستنه کړې او په ټينګار سره یې ویلي، چې «د افغانستان وضعیت تور او سپین نه‌دي».

هغه وویل؛ خلکو په افغانستان کې د بېلابېلو رژیمونو پر وړاندې پاڅونونه کړي او «احتمالاً دا رژیم [طالبان] به هم ناکام شي».

د سعد مُحسني مرکه
100%
د سعد مُحسني مرکه

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو د واکمنۍ په اړه د سعد محسني څرګندونې غبرګونونه راپاروي. هغه تېر کال د هند له «ویک» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو، چې طالبان د خپلې واکمنۍ په نوې دوره کې احکام او قوانین د تېر پرتله په «لږ شدت» سره پلي کوي.

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

نیوکه کوونکي وايي، د افغانستان د وضعیت په اړه د یو «عادي» انځور وړاندې کول د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو او سزاګانو له واقعیت سره مطابقت نه‌لري.

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱
نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ
100%

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو د موبي ګروپ (طلوع‌نیوز) د مالک سعد مُحسني څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. په دې لړ کې د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل هغه ته په خطاب کې ویلي، په جمهوريت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ.

سعد مُحسني په دې رووستیو ورځو کې د برېتانیا ملي کتابتون کې په یوې غونډه کې ویلي، چې په افغانستان او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د ښځو وضعیت د جمهوریت له دورې سره چندانې توپیر نه‌لري.

هغه ویلي:«که کابل ته لاړې شئ، هر څه عادي په نظر راځي. ښځې کولای شي په یوازې سر له کوره بهر ووځي، اړې نه‌دي، چې خپل مخونه پټ کړي. هغوی کولی شي موټر وچلوي».

هغه همداراز زیاته کړې: «په ځينو سیمو کې فضا یو څه محدوده ده، خو په لویو ښارونو کې احتمالاً وضعیت له جمهوریت سره چندانې توپیر نه‌لري».

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۱۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه تلویحاً د طلوع‌نیوز مالک سعد محسني ته ویلي، چې تا د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو رسنۍ جوړه کړه او په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال له باج اخیستنې سربېره ځواکمن شوئ او پیسې مو پیدا کړې، خو نن په ډېر «وقاحت» او «بې‌پروایۍ» د داسې یوې ډلې سپيناوی کوئ چې د جمهوریت مهال ټول ارزښتونه یې له‌منځه وړي دي.

نبیل زیاته کړې، هېڅ روایت او تبلیغات نه‌شي کولی چې په افغانستان کې «شرموونکی» وضعیت چې پر بنسټ یې میلیونونه ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له ازادانه حضور څخه محرومې دي، پټ کړي.

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه پخواني استخباراتي چارواکي د پوښتنې په توګه مطرح کړې، که چېرې په افغانستان کې واقعاً وضعیت عادي وي، نو ولې نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې دي؟ ولې ښځې د کار او خپلواکه ژوند حق نه‌لري؟ ولې زرګونه ځوانان د هېواد په پرېښودو کې خپله راتلونکې لټوي؟ ولې ازادې رسنۍ چوپ شوي؟ او ولې کوچنۍ نیوکه په ګواښلو سره ځوابېږي؟

هغه د همدې په دوام سره په ډاګه کړې: «په څو سپارښتي مرکو، څو جهت لرونکي راپورونه او څو تبلیغاتي روایتونو واقعیت نه‌شئ بدلولئ».

نبیل څرګنده کړې: «تر دې ټولو د تاسف ځای دا دی، چې ځینې هغه کسان چې یو وخت یې د جمهوریت اود بیان ازادۍ له نوم او د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه ډوډۍ، اعتبار او شتمني ترلاسه کوله، نن د استبداد د مدافعانو په لیکه کې ولاړ دي. هغوی د قربانیانو تر څنګ د درېدو، د حقیقت د دفاع او له خلکو سره د همغږۍ پر ځای غوره ګڼلې ده، چې واقعیت د خپلو شخصي ګټو، مصلحت او واک ته د نږدې کېدو قرباني کړي».

د نوموړي په وینا، افغان ولس به هغه کسان هېڅکله هم هېر نه‌کړي، چې په سختو ورځو کې څوک د خلکو او څوک د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د ظالمانو تر څنګ ودرېدل او په باور یې، تاریخ به هم په پای کې د هغو کسانو ترمنځ چې حقیقت یې ووایه او د هغو چې حقیقت یې وپلوره، قضاوت وکړي.

د موبي ګروپ او طلوع‌نیوز مالک سعد مُحسني لاتر اوسه د دغو غبرګونونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.