طالبانو د «جهادي اثارو د ساتنې قانون» خپور کړ

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې د «جهادي اثارو د ساتنې قانون» د یادې ډلې د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له توشیح وروسته نافذ او خپور شوی دی. دغه قانون دوه بابه او ۱۴ مادې لري او د تطبیق اصلي مرجع یې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د «جهادي اثارو د ساتنې ریاست» ټاکل شوی.
