• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونان وايي د طالبانو او پاکستان د ستونزو د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یونان استازې وايي، طالبان باید نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او نجونې او ښځې زده کړو او کار ته پریږدي. نوموړې وویل، چې دوی د طالبانو او پاکستان د ستونزو د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي.

د یونان استازې وویل، د طالبانو سیستماتیک محدودیتونه او د بیان ازادي ټول اندېښمنوونکي دې او طالبان باید دا سیاستونه پرېږدي او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ور کړي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

نوموړې وویل، چې د ازادو رسنیو شته والی مهم دی او د افغانستان قلمرو باید ترهګرو ډلو ته د خوندي پناه ځای په توګه ونه اوسي.

د یونان د استازې په وینا، پاکستان او طالبانو پر شخړو اندېښمن دي، چې ګڼ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.

هغې د چین د منځکړتوب ملاتړ وکړ او ډیپلوماسۍ یې د حل لاره وګڼله.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

سارا اډمز: هر هغه څوک چې د فرشته عمادي د مړینې په اړه د طالبانو ادعا ومني «ډیر ناپوهه» دي

•
•
•

نور کیسې

امریکا: طالبان د یرغمل نیونې سیاست کاروي او د افغانستان ښځې له سختو محدودیتونو سره مخ دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
امریکا: طالبان د یرغمل نیونې سیاست کاروي او د افغانستان ښځې له سختو محدودیتونو سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي وايي چې د دوی لومړیتوب په افغانستان کې د خپلو وګړو ساتنه او د ملي امنیت خوندي کول دي او ټینګار یې وکړ چې طالبان لا هم “یرغمل نیونه” د فشار د وسیلې په توګه کاروي. نوموړي د افغان مېرمنو پر وضعیت هم اندېښنه وښوده.

هغه له امنیت شورا وغوښتل چې د امریکايي اتباعو د “غیرقانوني توقیف” له امله د طالبانو غندنه وکړي او د ترهګرو ډلو د پناه ورکولو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.

د امریکا استازي وویل چې طالبان د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او دا وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.

هغه زیاته کړه چې طالبان د افغانستان له خلکو سره “سخت او ظالمانه چلند” کوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو له لارې د بشري حقونو جدي سرغړونې ترسره کوي.

د هغه په وینا، د ښځو پر زده‌کړې، کار او عامه ژوند بندیزونه د افغانستان بشري او اقتصادي بحران نور هم ژور کړی دی او د خلکو د ژوند شرایط یې سخت کړي دي.

په وینا کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت یا یوناما په اړه هم نیوکه وشوه او وویل شول چې دا ماموریت د ملګرو ملتونو په سیستم کې یو له “ډېرو لګښت لرونکو سیاسي ماموریتونو” څخه دی، چې باید د موثریت له پلوه و ارزول شي.

د امریکا استازي ټینګار وکړ چې د یوناما د ماموریت د نوي کولو په بهیر کې باید اصلاحات رامنځته شي او یو “ځواکمن او بشپړ صلاحیت لرونکی” ځانګړی استازی وټاکل شي.

هغه وویل چې د دوحې بهیر باید عملي پایلې ولري او له طالبانو سره تعامل یوازې هغه وخت ممکن دی چې هغوی مشخص پرمختګونه وکړي.

د امریکا په وینا، د طالبانو له خوا د نړیوالو ژمنو نه عملي کول، د بشري حقونو نقض او د ترهګرۍ ضد مبارزې کې پاتې راتلل د عادي اړیکو د پراخېدو مخه نیسي.

د امریکا استازي په پای کې وویل چې د افغانستان خلک د “تشو خبرو” نه بلکې د عملي اقداماتو مستحق دي او امنیت شورا باید د طالبانو څخه د مسوولیت منلو غوښتنه جاري وساتي.

چین له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
چین له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي
100%

د چین استازي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د افغانانو بنسټیز حقونه باید رعایت شي او طالبان باید له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کلني راپور کې راغلي چې افغانستان د پنځم پرله‌پسې کال لپاره د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره مخ دی.

د چین استازي زیاته کړه: «د افغانستان چارواکي باید جدي ګامونه پورته کړي څو نجونې زده‌کړو او د کار بازار ته لاسرسی ومومي».

هغه وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوڅه باثباته دی، خو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې لا هم ننګونې شته.

د چین استازي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو همغږی او منسجم دریځ غوره کړي او له طالبانو سره عملي او واقع‌بینانه تعامل ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، د نړیوالو مرستو کمېدل، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل او د منځني ختیځ کړکېچ کولی شي په افغانستان کې د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ لامل شي.

هغه وویل چې د افغانستان لپاره له اړتیا وړ مرستو څخه تر ۲۰ سلنې کمه برخه برابره شوې ده او همدې وضعیت ډېر افغانان له لوږې او ناروغیو سره مخ کړي دي.

د چین استازي همداراز وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو د چارواکو د سفرونو او نړیوالو لیدنو اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان: طالبان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او افغانستان د ترهګرۍ مرکز ګرځېدلی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
پاکستان: طالبان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او افغانستان د ترهګرۍ مرکز ګرځېدلی
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازی وايي، چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شوی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سیمه‌ییز امنیت وضعیت لا خراب شوی دی.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د پاکستان استازي وویل چې اسلام‌اباد له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته تمه لرله چې افغانستان به د سولې او ثبات لور ته ولاړ شي، خو د هغه په وینا، دا تمې نه دي پوره شوي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د ملاتړ لپاره ګڼ ګامونه اخیستي، لکه بشري مرستې، سوداګریزې اسانتیاوې، د ټرانزیټ امتیازات، د ویزو ورکړه او د لوړې کچې ډیپلوماټیکې لیدنې، خو د هغه په وینا، د طالبانو له لوري متوقع مثبت بدلونونه رامنځته نه شول.

د پاکستان استازي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان او نورو ډلو شتون د پاکستان پر ضد د بریدونو لامل ګرځېدلی او دغه ډلې له افغان خاورې څخه فعالیت کوي.

هغه وویل چې د دغو ډلو له امله پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۵ زرو څخه زیات ترهګریز بریدونه تجربه کړي او تر ۱۲۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

په وینا کې د خېبر پښتونخوا یوې پېښې ته هم اشاره وشوه، چې پکې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو مسوولیت د ټي‌ټي‌پي پر غاړه واچول شو او ادعا یې وکړه چې برید له افغانستان څخه پلان شوی و.

پاکستاني استازي همدارنګه وویل چې د ترهګرۍ لپاره د پرمختللو وسلو کارول، په ځانګړي ډول هغه وسلې چې د پخوانیو نړیوالو ځواکونو پاتې دي، وضعیت لا خطرناک کړی دی.

هغه تور پورې کړ چې طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام نه کوي او د دغو ډلو له فعالیتونو سره “چوپ ملاتړ یا همکاري” لري، چې دا د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.

د پاکستان استازي وویل چې اسلام‌اباد څو ځله د طالبانو د قانع کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي او قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین هم د منځګړیتوب رول لوبولی، خو د هغه په وینا، طالبان لا هم له سخت دریځۍ نه دي اوښتي دي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان به د خپل حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره “له هر ډول اړتیا سره سم ځواب ورکړي”، خو ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي.

په وینا کې د ملګرو ملتونو پر راپور هم نیوکه وشوه او ادعا وشوه چې په راپور کې د افغانستان وضعیت یو اړخیز بیان شوی او د ترهګرۍ له ګواښونو سره کافي حساب نه دی شوی.

د پاکستان استازي وویل چې په افغانستان کې د وسلو خپرېدل، غیرقانوني مالي شبکې او د پیسو مینځلو سیستمونه د وضعیت د خرابېدو مهم عوامل دي.

هغه همدارنګه وویل چې د بشري مرستو لپاره د ۲۰۲۶ پلان یوازې ۱۴ سلنه تمویل شوی، چې دا د طالبانو د ناسم مدیریت نتیجه ده.

پاکستان ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر ضد واضح او عملي اقدامات وکړي او د سیمې د ثبات لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

ریچارډ بېنېټ په هرات کې د ښځو د خپلسرو نیونو د سملاسي درولو غوښتنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
 ریچارډ بېنېټ په هرات کې د ښځو د خپلسرو نیونو د سملاسي درولو غوښتنه کړې
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په هرات کې د طالبانو له خوا د لسګونو ښځو خپلسري نیول کېدل په کلکه غندلي دي.

بینیټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په هرات کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره لسګونه ښځې او نجونې د طالبانو د خوښې حجاب یا د جامو اغوستلو د طرز د نه مراعاتولو په تور په خپلسري ډول نیول شوې او بندیانې شوې دي.

هغه د دغو نیونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د ښځو دا ډول نیول د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

تر اوسه په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د ریچارډ بینیټ د دغو څرګندونو او د ښځو د نیول کېدو د نویو پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د یوناما مرستیالې وویل، چې په هرات کې ۳۰ ښځې نیول شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د حجاب او نورو ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

بریتانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۲ GMT+۱
بریتانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا استازي د افغان ښځو او مذهبي لږه کیو پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د طالبانو اقدامات او قوانین د افغانستان نړیوالې ژمنې ماتوي. نوموړي د طالبانو وروستی اقدامات سخت دریځه وبلل او ویې غندل.

د بریتانیا استازي وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د ښځو او لږکیو د حقونو د پرله‌پسې محدودېدو او زوال په اړه اندېښنه لري.هغه زیاته کړه چې بریتانیا دا تبعیضي بولي او د ده په وینا، «منځنیو پېړیو ته ورته» اقدامات په کلکه غندي.

د بریتانیا استازي همداراز یادونه وکړه چې هېواد یې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

بریتانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.