د هرات اوسېدونکي: د طالبانو لهخوا د ښځو نیولو لړۍ هرات ښار له وېرې او اندېښنې سره مخ کړی

د هرات ځینو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د هرات ښار پر ۶۴ متره سړک د الماس شرق سوداګریز مارکېټ مخې ته شاوخوا ۲۰ ښځې نیولې چې په هغوی کې یوه مېندواره ښځه هم شامله ده.
