• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سندرو د فرمایشونو بندیز ته د خلکو غبرګون؛ طالبان دې د فقر او بې‌کارۍ ستونزو ته پام وکړي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خلکو ته خبرداری ورکړی، چې له هېواده بهر مېشتو سندرغاړو ته دې د سندرو فرمایشونو نه ورکوي او نه دې هم په خواله رسنیو کې خپروي. د طالبانو یاد اقدام په خواله رسنیو کې د خلکو له غبرګون او نیوکې سره مخ شوی دی.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي ویلي، هېڅوک حق نه‌لري چې بهر مېشتو سندرغاړو ته په سندرو کې د خپلو نومونو د یادولو فرمایش ورکړي او وروسته یې خپرې کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې په دې برخه کې له ښکېلو کسانو سره به د نافذه قوانینو له مخې قانوني چلند وشي. خو د دغه څرګندونو له خپرېدو وروسته لسګونه د خواله رسنیو کاروونکو پر طالبانو نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې طالبان باید د خلکو د ژوند له بنسټیزو ستونزو سره مبارزه وکړي؛ نه دا چې د سندرو د فرمایشونو څارنه وکړي.

یو کاروونکي لیکلي: «خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي، ځوانان بې‌کاره دي او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي؛ خو چارواکي د سندرو د فرمایشونو په اړه اخطارونه ورکوي».

یوه بل کاروونکي ویلي: «که همدومره جديت د بې‌کارۍ، فساد او اقتصادي ستونزو په حل کې موجود وای؛ نو د خلکو ژوند به نن بل ډول وای». ځینو نورو بیا پوښتنه کړې، چې د هېواد له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره، سره ولې داسې موضوعات د طالب چارواکو په لومړیتوبونو کې ځای لري؟»

پر طالبانو نیوکه کوونکي وايي، چې ګڼې کورنۍ د فقر، لوږې او د کار د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي؛ د خلکو اصلي تمه د اقتصادي وضعیت ښه کېدل او د ژوند د اسانتیاوو برابرېدل دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرداري په اړه تراوسه کومه رسمي احصایه نه‌ده خپره شوې چې د دغه ډول قضیو شمېر وښيي؛ خو د یادې پرېکړې اعلان په خواله رسنیو کې د پراخو نیوکو او بحثونو لامل شوی دی.

طالبانو په کور دننه هم د موسیقۍ په اورېدو بندیز لګولی او په یوشمېر ولایتونو کې یې د موسیقۍ الې هم ماتې کړې او سوځولې دي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۳

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۴

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

۵

سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د «جهادي اثارو د ساتنې قانون» خپور کړ

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۰ GMT+۱
طالبانو د «جهادي اثارو د ساتنې قانون» خپور کړ
100%

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې د «جهادي اثارو د ساتنې قانون» د یادې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له توشیح وروسته نافذ او خپور شوی دی. دغه قانون دوه بابه او ۱۴ مادې لري او د تطبیق اصلي مرجع یې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د «جهادي اثارو د ساتنې ریاست» ټاکل شوی.

د جزییاتو له مخې؛ دغه قانون د یاد ریاست د جوړښت او دندو چوکاټ ټاکي؛ څو د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو پر وړاندې د ۲۰ کلنې جګړې اړوند اثار او اسناد راټولوي، تنظیموي او ثبتوي.

دغه ریاست مکلف شوی، چې ټول اړوند اسناد او شواهد ثبت کړي او د هغوی د خپرولو او معرفي کولو بهیر د خپل رسمي میراث د یوې برخې په توګه تنظیم کړي. همداراز په قانون کې راغلي، چې دغه اداره باید د ۲۰ کلنې جګړې ترڅنګ د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ دورې (د ۱۳۷۰ لسیزې) تاریخچه هم ولیکي او د پخواني شوروي اتحاد او برتانوي ځواکونو پر وړاندې د جګړو تاریخ هم مستند کړي.

طالبانو ویلي، چې دغه اقدام د افغانستان د معاصر تاریخ د ثبت او د راتلونکو نسلونو د پوهاوي لپاره اړین دی. د یادې ډلې مشر تر دې وړاندې هم د جهادي اثارو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی و او هغه یې د راتلونکو نسلونو لپاره مهم بللی و.

خو یوشمېر شنونکي دغه قانون د یو اړخیز تاریخ لیکنې او د طالبانو د اېډیالوژۍ د پیاوړتیا هڅه بولي، چې تر ډېره د همدې ډلې پر روایتونو تمرکز لري.

۷۳ مدني بنسټونو له اروپايي ټولنې بروکسل ته د طالب استازو د سفر لغوه کولو غوښتنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۵ GMT+۱
۷۳ مدني بنسټونو له اروپايي ټولنې بروکسل ته د طالب استازو د سفر لغوه کولو غوښتنه کړې
100%

د مدني ټولنو، بشري حقونو، د ښځو او کډوالو ملاتړو سازمانونو او د افغانستان د ډیاسپورا ۷۳ بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې بروکسل ته د طالبانو د بللو پرېکړه سملاسي لغوه کړي.

په اعلامیه کې راغلي، د داسې غونډو ترسره کېدل کولی شي د طالبانو واکمنۍ ته مشروعیت ورکړي او د یادې ډلې حاکمیت عادي وښيي. د دغه بنسټونو په وینا؛ طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو له پراخو سرغړونو، پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو او د بنسټیزو ازادیو پر ځپلو تورن دي.

د اعلامیې لاسلیک کوونکو ټینګار کړی، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره خوندي هېواد نه‌دی. هغوی له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو تګلارې ودروي.

یادو بنسټونو له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه کړې، چې له طالبانو سره په تعامل کې دې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او عدالت اصول د سیاسي ملاحظاتو قرباني نه‌کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له طالبانو سره هر ډول رسمي خبرې باید د افغانستان د وګړو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د رعایت له شرط سره تړلې وي او دغه ډول تعامل باید د طالبانو د تګلارو د منلو یا عادي کولو په معنا ونه ګڼل شي.

دغه بنسټونو د «افغانستان خوندي نه‌دی»، «جبري اېستلو ته نه»، «د طالبانو عادي کولو ته نه» او «د بشري حقونو پر سر معاملې ته نه» تر شعارونو لاندې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د خپلو پرېکړو پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت او د مېلیونونه افغانانو اندېښنې په پام کې ونیسي.

مدني او د بشري حقونو فعالان باور لري، چې د افغانستان د خلکو غوښتنو او د بشري حقونو وضعیت ته له پاملرنې پرته له طالبانو سره هر ډول تعامل به د هېواد پر راتلونکي او د ښځو د حقونو، مدني ازادیو او د کډوالو د خوندیتوب لپاره پر نړۍوالو هڅو منفي اغېزې ولري.

طالبانو له کډوالۍ نړۍوال سازمان سره د راستنېدونکو لپاره د سرپناه جوړولو په اړه خبرې کړې دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱
طالبانو له کډوالۍ نړۍوال سازمان سره د راستنېدونکو لپاره د سرپناه جوړولو په اړه خبرې کړې دي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د دفتر رییس سعید احمد بنوري د کډوالۍ نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بې‌ځایه شویو د وضعیت، ستونزو ته د رسېدنې او ګډو همکاریو د پياوړتیا په اړه ناسته کړې ده.

طالبانو ویلي، په یاده ناسته کې دغه کورنیو ته د سرپناه جوړولو په اړه هم خبرې شوې دي. یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ناسته کې د دواړه خواوو ترمنځ د ستونزو، بشري مرستو وړاندې کولو پر څرنګوالي، ملاتړ، سرپناه جوړولو، لازمو اسانتیاوو او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګډو برنامو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي بحث شوی.

طالب استازي بنوري له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو پراخې څپې ته په اشارې، په هغه ولایتونو کې چې ډېر راستانه شوي او بې‌ځایه شوي لري؛ د سرپناه او نورو برخو کې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

نوموړي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ. طالبانو ویلي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان استازو له یاد وزارت سره د همکارۍ د دوام ژمنه کړې ده.

افغانستان ته له ایران، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو راغلې کورنۍ دامهال د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دي؛ خو طالبانو بیا په وار، وار په خپلو خبرپاڼو کې له دغه کورنیو سره د یادې ستونزې د حل ژمنې کړې دي.

د معترضو ښځو یو غورځنګ: هرات کې د «بې‌حجابۍ» په نوم د ښځو نیول د انساني کرامت خلاف کړنه ده

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱
د معترضو ښځو یو غورځنګ: هرات کې د «بې‌حجابۍ» په نوم د ښځو نیول د انساني کرامت خلاف کړنه ده
100%

د ارغواني شنبو په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول غندلي او د ټولو نیول شویو ښځو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه غورځنګ ویلي، چې په هرات کې وروستۍ نیونې لکه د لوېدیځ کابل او یوشمېر نورو سیمو پخوانۍ پېښې د طالبانو د یوې «پلان شوې، تبعیضي او ځپونکې» پالیسۍ برخه دي او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان د ښځو له حقونو او ازادیو د نړۍوالې ټولنې سره په خپلو سیاسي تعاملاتو کې د فشار او امتیاز اخیستنې د وسیلې په توګه کار اخلي. یاد غورځنګ د «بې‌حجابۍ» په نوم د ښځو نیول د انساني کرامت خلاف کړنه بللې او ټینګار یې کړی چې دغه ډول چلند هېڅ قانوني، اخلاقي او اسلامي توجیه نه‌لري.

دغه غورځنګ همداراز په افغانستان کې د ښځو د «مرموزو» وژنو په اړه هم اندېښنه ښودلې. د ارغواني شنبو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو، دولتونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ (یوناما) غوښتي، چې د افغانستان د ښځو د وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د ښځو د خپل‌سرو نیونو د درولو لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځو او نارینه‌و د جنسي ځورونې او ناوړه چلند په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او په دې برخه کې یې د افغانستان د دیني عالمانو چوپتیا غندلې ده.

د افغانستان د حقونو څار بنسټ: د طالبانو له لوري په هرات کې د ښځو نیول د بشریت ضد جرم دی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱
د افغانستان د حقونو څار بنسټ: د طالبانو له لوري په هرات کې د ښځو نیول د بشریت ضد جرم دی
100%

د افغانستان د حقونو څار بنسټ وایي، د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د «بدحجابۍ» په تور د نجونو او ښځو خپل‌سري نیول د بشریت ضد جرم او د جنسیتي اپارتاید د پیاوړتیا څرګنده بېلګه ده.

دغه بنسټ د یکشنبې په ماښام (د غبرګولي۱۷مه) په خپره کړې اعلامیه کې، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف له لوري د ښځو د نیولو په غبرګون ویلي چې دا ډول چلند له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د توجیه لپاره ترسره کېږي.

د افغانستان د حقونو څار بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په هرات کې د نیول شویو ښځو او نجونو د سمدستي او بې‌قیدوشرطه خوشې کېدو لپاره عملي همکاري وکړي.

یاد بنسټ همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د جنسیتي اپارتاید د پلي کولو له امله د طالبانو چارواکي تر نړیوال تعقیب او بندیزونو لاندې راولي او له ښځو د حقونو له تضمین پرته له طالبانو سره هر ډول تعامل ژر تر ژره ودروي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیک حذف او څنډې ته کولو پر وړاندې چوپتیا د یوه «تاریخي جرم» سره د همکارۍ په معنا ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي او د بشري حقونو بنسټونو او فعالانو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.