طالبان وایي کندهار کې د ملي بس شرکت یو وار بیا فعالیت پیلوي

په کندهار کې د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس ظاهرشاه اغا مختار ویلي، چې د ملي بس دولتي شرکت به ډېر ژر خپل فعالیتونه په دغه ولایت کې پیل کړي. د هغه په وینا؛ په لومړي پړاو کې به لس ملي بسونه د کندهار ښار دننه او یوشمېر نږدې ولسوالیو کې د مساپرو د لېږد رالېږد خدمتونه وړاندې کړي.
