ریچارډ بېنېټ په هرات کې د ښځو د خپلسرو نیونو د سملاسي درولو غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په هرات کې د طالبانو له خوا د لسګونو ښځو خپلسري نیول کېدل په کلکه غندلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په هرات کې د طالبانو له خوا د لسګونو ښځو خپلسري نیول کېدل په کلکه غندلي دي.
بینیټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په هرات کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره لسګونه ښځې او نجونې د طالبانو د خوښې حجاب یا د جامو اغوستلو د طرز د نه مراعاتولو په تور په خپلسري ډول نیول شوې او بندیانې شوې دي.
هغه د دغو نیونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د ښځو دا ډول نیول د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
تر اوسه په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د ریچارډ بینیټ د دغو څرګندونو او د ښځو د نیول کېدو د نویو پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د یوناما مرستیالې وویل، چې په هرات کې ۳۰ ښځې نیول شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د حجاب او نورو ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.