پېښه د سوات په شکردره سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، په بريد کې افضل خان ګجر ټپي شوی، د هغه زوی، وراره او يو ساتونکی وژل شوي دي.
افضل خان ګجر چې د موټرو کاروبار کوي، د دوشنبې په ورځ په خپله د پېښې په اړه وويل، «د شپې خواوشا نهه نيمې بجې وې چې کور ته روان و، وسله وال بريد راباندې وشو د ۳۵ نه تر ۴۰ پورې کسانو راباندې بريد وکړو، پرضد مې درنې او سپکې وسلې وکارول شوې».
هغه درې واړه جنازې هم د اعتراض په توګه لویې لارې ته راویستلې وې او تور یې پورې کړی چې څه وخت په دوی بريد وشو، پوليس یې هم هغه وخت خبر کړل خو پوليس پر وخت ورته ونه رسېدل او وسله وال دغلته تر سهاره پورې موجود وو، د دوی يو موټر یې سوځولی او بل یې په ډزو سوری سوری کړی دی.
هغه د ټي ټي پي په اړه هم وويل، کومه صلح یې ورسره نه ده کړې، دی به یې يوازې ويشتی و، زوی او وراره او ساتونکی به یې نه وژل.
خو د سوات پوليسو مشر محمدعمر وويل، دوی به د افضل ګجر لخوا د پولیسو د نه ورتلو په اړه معلومات کوي او که کومو پوليسو لا پروايي کړي وي، پر ضد به یې قانوني چلند کیږي.
هغه زیاته کړه، پوليسو علاقه کلابنده کړې او د بريدګرو وسله والو لټون یې پيل کړی دی.
د سوات قومي جرګې دغه بريد غندلی دی.
ټي ټي پي په افضل ګجر د برید د پړې اخېستو په بيان کې وويل، افضل ګجر د استخباراتي ادارو او پوليسو سړی و، د ماين چاودنې له لارې د هغه موټر په نښه کړل شوی، دوه نورې موټرې یې ورله تباه کړي، یو ټوپک یې هم ترې وړی دی.
د بيان له مخې، افضل ګجر د ۲۰۰۹م کال راهيسې د ټي ټي پي او ولس پر ضد هلوځلو کې ککړ و، د ټي ټي پي د څو غړو په وژنه کې یې هم لاس درلودلو.