• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د هرات یوه اوسېدونکې: طالبانو له هرې نیول شوې مېرمنې د ۱۳زره افغانیو د ورکړې غوښتنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۱

د هرات یوې اوسېدونکې د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان په دغه ولایت کې د «بې‌حجابۍ» په تور د نیول شویو ښځو د خلاصون په بدل کې له هرې کورنۍ ۱۳زره افغانۍ غواړي.

هغه وایي، طالبان له کورنيو غواړي چې د یادې سیمې وکیل حاضر شي او د نیول شويو کسانو ضمانت ورکړي. د هغې په ​​وینا؛ د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو لړۍ د پیسو راټولولو په یوه وسیله بدله شوې ده. نوموړې وایي، طالبان ان هغه ښځې نیسي او سپکوي چې حجاب یې مراعت کړی وي.
هغه چې په یوې کلینیک کې ډاکټره ده وایي: «تېره ورځ کله چې کلینیک ته په لاره وم، د ښار په یوې څنده کې مې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محسبین ولیدل، چې ښځې یې په ټوپکونو وهلې او په زور یې موټر ته پورته کولې او محبس ته یې لېږدولې».
نوموړې په یوه لېږلي غږیز پیغام کې په ژړغوني غږ ویلي: « ترکله به دغه وضعیت زغمو. موږ نور ډېر ستړي شوي یو». هغې زیاته کړې، چې د طالبانو له‌خوا د ګواښونو له امله ان خپل غږ نه‌شي اوچتولی.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

د هرات اوسېدونکي: د طالبانو له‌خوا د ښځو نیولو لړۍ هرات ښار له وېرې او اندېښنې سره مخ کړی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
د هرات اوسېدونکي: د طالبانو له‌خوا د ښځو نیولو لړۍ هرات ښار له وېرې او اندېښنې سره مخ کړی
100%

د هرات ځینو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د هرات ښار پر ۶۴ متره سړک د الماس شرق سوداګریز مارکېټ مخې ته شاوخوا ۲۰ ښځې نیولې چې په هغوی کې یوه مېندواره ښځه هم شامله ده.

یو بل هرات مېشتي ویلي، طالبانو د هرات حوزوي روغتون یوه روغتیاپاله د یادې ډلې د خوښې حجاب د نه مراعتولو په تور د هغې د مېړه په وړاندې نیولې ده. د راپورونو له مخې؛ د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې د ښځو د نیولو د پېښو له زیاتېدو سره د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې او وېره هم زیاته شوې ده.
د هرات یوه اوسېدونکي ویلي، چې د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ له پراخېدو سره «پر ښار د وېرې او اندېښنې فضا خپره شوې ده». د هرات بل اوسېدونکي بیا ویلي: «ښځې او نجونې نور دا جرات نه‌لري، چې کوڅو او بازارونو ته ووځي؛ ځکه د نیولو وېره لري او بیا به یې د اوږدې مودې لپاره د برخلیک په اړه معلومات نه‌وي».

هغه له خلکو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره سره یو شي. د هرات یو بل اوسېدونکي هم ویلي، کله چې له خپلې خور سره بازار ته روان و سره له دې چې خور یې بشپړ حجاب لاره؛ خو د طالبانو د امر بالمعروف مامورانو ورسره ناسم چلند کړی دی.

د راپور له مخې؛ طالبانو په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړي ډول هرات کې ګڼې ښځې او نجونې د هغه څه له امله نیولې، چې دوی یې «د حجاب نه مراعتول» بولي. همدارنګه د طالبانو د امر بالمعروف د مامورانو له‌خوا د ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي ډک چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. طالبانو لاتراوسه د دغه نیونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د هرات اوسېدونکی: طالبانو حجاب لرونکې ښځې هم نیولې دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
د هرات اوسېدونکی: طالبانو حجاب لرونکې ښځې هم نیولې دي
100%

د هرات یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له‌خوا د ښځو د نیولو شاهد دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو داسې ښځې هم نیولې چې د دوی د خوښې حجاب یې اغوستی و.

د نوموړي په وینا؛ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د هرات په څلورلاري کې طالبانو داسې ښځه موټر ته پورته کړه، چې بشپړ حجاب یې کړی و. هغه وایي، دغه ښځې عربي حجاب لاره، تور پړونی یې په سر و او ماسک یې هم لاره؛ خو بیاهم طالبانو د «بې‌حجابۍ » په تور ونیوله.

د هرات یوې اوسېدونکې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو یې یوه ملګرې چې پړونی او بشپړ حجاب یې لاره ونیوله. هغه ادعا کوي، چې نوموړې د سینګار او د اغوستلو ډول له امله نیول شوې ده.

طالبانو له دوو اونیو راهیسې لسګونه ښځې نیولې دي. د راپورونو له مخې؛ د دغه اقدام له امله په هرات کې د وېرې فضا خپره شوې او د ښځو تګ‌راتګ خورا کم شوی دی.
یوې ښځې په یوه پیغام کې ویلي: «هرات کې د ښځو وضعیت ډېر بد دی، هغه څه چې ویډیوګانو کې لېدل کېږي د هغې نیمایي برخه هم نه‌دي کوم چې په هرات کې پر ښځو تېرېږي».

د کندوز یو اوسېدونکی: د طالبانو قضايي چارواکو راته وویل چې په ښاروال یې زور نه رسیږي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱
د کندوز یو اوسېدونکی: د طالبانو قضايي چارواکو راته وویل چې په ښاروال یې زور نه رسیږي
100%

د کندز یو اوسېدونکی وايي چې د طالبانو په محکمو کې د عدالت ترلاسه کولو لپاره یې یو کال او درې میاشتې هڅې بې پایلې پاتې شوې دي. هغه وايي، تېر کال د طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د ښاروال موټر هغه لاندې کړی و، خو نه یې پوښتنې ته ورغلی او نه یې تراوسه ددرملنې لګښت ور کړی.

احسان‌الله فاروقي په یوه ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې پېښه کې سخت ټپي شوی او تر اوسه یې د درملنې لړۍ روانه ده.

هغه زیاتوي چې له هغه وخت راهیسې یې څو ځله د طالبانو نظامي او ملکي محکمو ته مراجعه کړې، خو په وینا یې هېڅ نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې.

فاروقي وايي، شکایت یې لا هم نه دی څېړل شوی او د رسیدګي بهیر درېدلی دی.

هغه همدارنګه ادعا کوي چې ځینو عدلي او قضایي چارواکو ورته ویلي: «پر ښاروال زموږ زور نه رسېږي».

د فاروقي په وینا، په دې موده کې یې د درملنې لګښتونه سلګونه زره افغانۍ ته رسېدلي، خو هېڅ مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

نوموړی وايي، د طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ ښاروال قاري نبي یې نه پوښتنې ته ورغلی او نه یې د تاوان د جبران لپاره کوم اقدام کړی دی. هغه پوښتنه کوي: «ایا د طالبانو چارواکي له قانون پورته دي؟».

افغانستان انټرنشنل د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد څخه وضاحت غوښتی، خو د راپور تر خپرېدو پورې کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.

سرچینه: طالبان په هرات کې د حجاب د سرغړونې په تور ښځې نیسي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۱
سرچینه: طالبان په هرات کې د حجاب د سرغړونې په تور ښځې نیسي
100%

په هرات کې یو طالب سرچینې ادعا کړې چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست به هغه ښځې چې له چادرۍ پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمو ډلو له خوا به ونیول شي.

یو طالب سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوې غونډه کې ګډونوالو ته داسې لارښوونې او مکتوبونه وېشلي چې له مخې به یې د ښځو د حجاب د څار او کنټرول لپاره نوي اقدامات عملي کېږي.

د سرچینې په وینا، په یاده غونډه کې د هرات ولایت د یوې پرېکړې جزییات هم ګډونوالو ته رسېدلي دي. نوموړی ادعا کوي چې دا پرېکړه د ولایت د والي او د امر بالمعروف ریاست د چارواکو په ګډون په یوه غونډه کې شوې او ټاکل شوې چې د شوراګانو د رییسانو، د ګذر د وکیلانو او د جوماتونو د امامانو له لارې خلکو ته ورسول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پرېکړه کې راغلي چې د بې‌حجابۍ د مخنیوي او د حجاب اړوند د «شرعي احکامو» د پلي کېدو په موخه به هغه ښځې چې له چادرۍ پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمويي ډلو له خوا ونیول شي.

سرچینه زیاتوي چې دغه ډلې به د امر بالمعروف د استازو ترڅنګ له ښځینه او نارینه پولیسو څخه جوړې وي او سرغړونکي ښځې به د هرات ښځینه زندان ته ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې د دې پرېکړې عملي کېدل د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي له ۱۶مې نېټې، چې د شنبې له ورځې سره برابره ده، پیل شي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د هرات ولایت د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

پېښور کې د طالبانو کونسلګري د توکو انتقال د اسنادو په بدل کې پیسې اخلي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
پېښور کې د طالبانو کونسلګري د توکو انتقال د اسنادو په بدل کې پیسې اخلي
100%

یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلو پیغامونو کې ادعا کړې چې په پېښور کې د طالبانو د سوداګرۍ اتشه د سوداګریزو توکو د انتقال اسناد د کمېشن‌کارانو له لارې د اووه سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې پلوري.

دوی د هغو اسنادو انځورونه هم استولي چې په وینا یې د افغان سوداګرو او کډوالو د توکو د انتقال لپاره کارول کېږي. دوی ادعا کوي چې دغه سندونه پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ د سوداګرو د اتشه مفتي محمد ګل سعید له لوري د کمېشن‌کارانو په وسیله پلورل کېږي.

د دغو کډوالو په وینا، هر سند د شاوخوا اووه سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې ترلاسه کېدای شي او هغه کسان چې غواړي خپل توکي او د هټیو سامانونه افغانستان ته انتقال کړي، اړ کېږي د کمېشن‌کارانو له لارې دغه پیسې ورکړي.

دوی زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د محدودیتونو او د افغان کډوالو د اېستلو له روان بهیر سره هممهاله، ګڼ شمېر افغان سوداګر هڅه کوي خپل سوداګریز توکي افغانستان ته انتقال کړي، خو د انتقال د اسنادو ترلاسه کول کې له ستونزو او اضافي لګښتونو سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، سوداګر دغه اسناد ځکه اخلي چې د توکو د انتقال پر مهال، په ځانګړي ډول د پېښور د عمري کمپ او نورو اړوندو ادارو کې، له احتمالي خنډونو او ستونزو سره مخ نه شي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې پېښور کې د یو شمېر افغان کډوالو روایت دی، افغانستان اڼترنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.