اسراییل یو وار بیا پر ایران برید وکړ

اسراییلي پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی هوايي ځواک په لوېدیځ او مرکزي ایران کې پر ځینو موخو بریدونه کړي دي. اسراییلي پوځ ویلي، چې د برید جزییات به وروسته اعلان شي.

اسراییلي پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی هوايي ځواک په لوېدیځ او مرکزي ایران کې پر ځینو موخو بریدونه کړي دي. اسراییلي پوځ ویلي، چې د برید جزییات به وروسته اعلان شي.
ورته مهال د ایران دولتي خبري اژانسونو په تهران او نورو ځایونو کې د زورورو چاودنو راپور ورکړی دی. سپاه پاسداران پورې اړوند تسنیم خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسراییل په تهران، اصفهان، تبرېز او د ایران په لوېدیځ کې ځینې ځایونه په نښه کړي دي.تسنیم دارنګه ویلي، چې د کارج په سیمه کې هم د چاودنې غږ اورېدل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ایران پر اسراییل توغندیز برید کړی و.د اسراییلي پوځ ویاند بیا ویلي، ایران په وروستي توغندیز برید یوه «لویه تېروتنه» کړې. هغه زیاته کړې، چې د اسراییل پوځ د ایران لهخوا د هر ډول احتمالي برید لپاره بشپړ چمتووالی لري.

امریکایي رسنۍ «سيبياېس» نیوز راپور ورکړی، چې پر اسراییل د ایران له توغندیزو بریدونو څو ساعته وروسته، د نړیوالو بازارونو د اوونیزو معاملو له پیل سره سم د نفتو بیې لوړې شوې دي.
د راپور له مخې، د امریکا د خامو نفتو بیه درې سلنه لوړه شوې او هر بېرل یې په ۹۳،۳۰ ډالرو پلورل کېږي. همداراز د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د نفتو بیه ۲،۸ سلنه زیاته شوې او هر بېرل یې ۹۵،۷۸ ډالرو ته رسېدلې ده.
راپور زیاتوي چې په امریکا کې د عادي پټرولو د هر ګېلن (شاوخوا ۳،۸ لیټره) اوسطه بیه ۴،۰۹ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د کب له نهمې نېټې راهیسې، د جګړې له پیل وروسته، ۱،۱۶ډالره زیاتوالی ښيي.
سيبياېس نیوز همداراز ویلي چې د ونډو راتلونکې معاملې له کمښت سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، دډاو جونز شاخص ۱۹۹ واحده راټیټ شوی دی.
شنونکي باور لري چې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو زیاتوالی د انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز کوي او د نفتو د بیو د لا لوړېدو احتمال هم شته.
د ایټالیا ساحلي ګارد اعلان کړی، چې مالټا ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله یې د ۱۰ کسانو جسدونه له اوبو راایستلي دي. د چارواکو په وینا، ۴۸ نور کډوال د یوې کب نیوونکې کښتۍ له لوري ژغورل شوي دي.
د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي، چې د کښتۍ د نورو سپرلیو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د راپورونو له مخې، دا عملیات د مالټا د سویل ختیځ په شاوخوا ۸۴ کیلومترۍ کې ترسره کېږي؛ هغه سیمه چې د پېښې اصلي ځای بلل کېږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په یاده کښتۍ کې شاوخوا ۶۰ کسان سپاره وو او خپل سفر یې دلیبیا له ساحلونو پیل کړی و. ایټالوي چارواکو ویلي چې د مالټا د چارواکو په غوښتنه د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د ګزمې یوه بېړۍ هم د پېښې سیمې ته استول شوې ده.
د لیبیا ساحلونه د شمالي افریقا څخه اروپا ته د کډوالو د تګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. هر کال زرګونه کسان د کوچنیو او ناامنو کښتیو په وسیله هڅه کوي چې دمدیترانې سمندر له لارې اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو دا خطرناکه لار د زرګونو کډوالو ژوند اخیستی دی.
اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې د لیبیا له حکومت سره د همکارۍ پراخ پروګرامونه پلي کړي، څو له دې لارې اروپا ته د کډوالو د تګ مخه ونیسي.
د رسمي شمېرو له مخې، اروپايي ټولنې له ۲۰۱۵ کال راهیسې لیبیا ته شاوخوا ۷۰۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي چې د دې بودجې یوه لویه برخه د سرحدونو د کنټرول او د کډوالۍ د مدیریت لپاره لګول شوې ده.
همداراز، ایټالیا د مدیترانې په مرکزي مسیر کې د خپلې کډوالۍ پالیسۍ په چوکاټ کې د لیبیا د ساحلي ګارد د روزنې، ملاتړ او تجهیز له لارې هڅه کړې چې اروپا ته د کډوالو د کښتیو د تګ مخه ونیسي.
سره له دې، په دې سمندري مسیر کې مرګونې پېښې لا هم دوام لري او مدیترانه د نړۍ له تر ټولو خونړیو او خطرناکو کډوالۍ لارو څخه ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران په اړه هر هغه هوکړه چې متحده ایالات یې وکړي، د اسراییل لومړی وزیر به یې منلو ته اړ وي، ځکه وروستۍ پرېکړه د ده په وینا د امریکا له لوري کېږي.
ټرمپ له فایننشل ټایمز سره په هغې مرکې کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې،ویلي چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو «له منلو پرته بله لاره نه لري» که واشنګټن له ایران سره کومه هوکړه وکړي.
هغه زیاته کړه: «هغه (نتنیاهو) به هېڅ بله چاره ونه لري.»
د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او احتمالي مذاکراتو په اړه بحثونه دوام لري او د سیمې وضعیت د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.
تر اوسه د اسراییل حکومت د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دوهګونی چلند د بشري حقونو د ملاتړ د ادعاوو باور تر پوښتنې لاندې راولي.
دغه سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه د ښځو د حقونو، بشري ارزښتونو او د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم د ملاتړ شعارونه ورکوي، خو په عمل کې یې د طالبانو پر وړاندې یا چوپتیا غوره کړې او یا یې خپلې اړیکې ورسره دوامدارې ساتلې دي.
د افغانستان سفارت او استازولۍ په روم کې له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو بنسټونو او مدني ټولنې غوښتي چې په هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال بنسټونه باید د حقوقي او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې طالبان د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.
سفارت ویلي چې د قانون او بشري حقونو پر بنسټ د نړیوال نظم عادي او ډیپلوماټیک ښودل، په داسې حال کې چې د طالبانو کړنې له چوپتیا سره مخ کوي، د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتونکو هیلو سره خیانت ګڼل کېږي.
په روم کې د افغانستان سفارت همداراز ټینګار کړی چې طالبانو او د هغوی اړوندو دولتي او غیردولتي ملاتړو د جمهوري نظام پر مهال هم په نړیوالو ارزښتونو، ډیموکراسۍ، حقونو او عدالت باور نه درلود.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په هرات کې د ښځو او نجونو وروستۍ خپلسرې او له تاوتریخوالي ډکې نیونې، چې د جامو او پوښاک په پلمه ترسره کېږي، د بشري حقونو او د افغانستان د دیني، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو ښکاره نقض دی.
سفارت د هرات له خلکو، نیول شویو ښځو او نجونو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی او دغه نیونې یې «خپلسرې او د اخلاقو خلاف» بللې دي.
اعلامیه زیاتوي چې دا ډول چلند د افغانستان د پوهې او فرهنګ پالې ټولنې، په ځانګړي ډول د لرغوني هرات ولایت، د کرامت سپکاوی دی او د وېرې او ترهې فضا رامنځته کوي.
د سفارت په وینا، د داسې کړنو دوام نه یوازې د هېواد رواني، امنیتي او بشري وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولنیز، اخلاقي او روزنیز زوال زمینه هم برابروي.
د افغانستان سفارت په روم کې په پای کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او «سپکوونکو» چلندونو پراخېدل د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د سیستماتیکې کرکې او تبعیضي تګلارې څرګندونه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر څو چې له ایران سره یوې هوکړې ته ونه رسیږي، تر هغه به د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې نه کړي او نه به هم پر تهران لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
ډونالډ ټرمپ د اېنبيسي نیوز په یوه خپرونه کې وویل چې د ایران د شتمنیو د ازادولو او د بندیزونو لرې کولو په اړه به له تهران سره تر هوکړې رسېدو وروسته غور وکړي.
ټرمپ وویل:«دا به له هوکړې وروسته وي. که هغوی مناسب چلند وکړي او ښه همکاري وکړي، نو بیا به خبرې پیل کړو».
ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي، چې دی له تهران سره په لنډمهاله هوکړه کې د لبنان د شاملولو په تړاو کومه غوښتنه نه لري او دا موضوع د دې معاملې شرط نه دی.