هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې اوسمهال د سیمې وضعیت تر کنټرول لاندې دی

د هرات د جبرییل سیمې د اوسېدونکو تر لاریونونو وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود حسیني افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وضعیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی او «د کړکېچ د لا پراخېدو مخه نیول شوې ده».
