• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې طالبانو او پاکستان ته نږدې استازو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې غونډه پیل شوې ده.

د سرچینو په وینا، د دې دوه ورځنۍ غونډې مهم موضوعات په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیتونو مهارول او په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د ګواښونو محدودول دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو ادارې ته نږدې یو پلاوی د جعفر مهدوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کړی دی. سرچینې وایي چې د پاکستاني پلاوي مشري مشاهد حسین سعید پر غاړه لري.

سرچینو زیاته کړې چې پاکستاني استازو کابل ته د سفر او له طالبانو سره د مخامخ خبرو وړاندیز نه دی منلی، له همدې امله دغه مذاکرات د ترکیې په منځګړیتوب په استانبول کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غیررسمي خبرې وشوې، خو کومې هوکړې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.

تر دې وړاندې طالبانو د پاکستان هغه غوښتنې نه وې منلې چې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو د محدودولو په اړه په رسمي خبرو کې مطرح شوې وې. دغه خبرې د لوړپوړو چارواکو په کچه په ترکیه، سعودي عربستان اوقطر کې ترسره شوې وې.

همداراز، د دواړو لورو استازو په وروستیو تماسونو کې په اورومچي ښار کې هم لیدنه او خبرې کړې وې.

تر اوسه د دې غونډې په اړه د طالبانو، پاکستان او ترکیې له لوري رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۵

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ غیر رسمي ناسته شوې ده. د دوی په وینا، دغه ناسته د ازبکستان په منځګړیتوب او غوښتنه ترسره شوې ده.

سرچینو نن پنجشنبه د غبرګولي ۱۴مه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په دې کتنه کې د پاکستان له لوري ډاکټر امنه خان او په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور خان او د طالبانو له لوري ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی دی.

سرچینې وایي، چې دغه کتنه د ازبکستان په غوښتنه او د طالبانو او پاکستان په سلا ترسره شوې ده.

طالبانو او پاکستان لا تر اوسه د دغې غونډې په تړاو څه نه‌دي ویلي او همداراز په یاده غونډه کې د مطرح شویو مسایلو په تړاو هم څه جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو ښايي په دې ناسته کې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو ناندریو د حل لپاره، دا یوه هڅه وي.

د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغه سازمان په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یاد کسان د هوايي بریدونو، ډزو، د بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو او ځمکنیو نښتو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د راپور له مخې، د بې‌ځایه شویو په ډله کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ دي.

د «افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې» د معلوماتو پر بنسټ، په لسو اغېزمنو ولایتونو کې له درېیمې برخې څخه ډېرې ښځې د خپل عاید له سرچینو بې‌برخې شوې دي، او نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې خوړو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې وروستیو ناامنیو د ښځو پر رواني روغتیا او د ژوند پر شرایطو ژور منفي اغېز کړی او هغوی د نورو قشرونو په پرتله له زیات رواني فشار سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس په مالي ملاتړ او د یوه سیمه‌ییز شریک بنسټ په همکارۍ، د بې‌ځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د ښځو لپاره ځانګړي خوندي ځایونه جوړ شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغو مرکزونو کې ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، مشورې او نورو اړینو خدمتونو زمینه برابره شوې، څو هغوی وکولای شي په خوندي او شخصي چاپېریال کې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او له اړینو مرستو برخمنې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې که د بې‌ځایه شویو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیات ملاتړ ونه شي، د بشري او ټولنیزو ستونزو کچه به نوره هم پراخه شي.

سهيل اپريدی: واک ته د طالبانو په راتګ پاکستان خواږه وېشل خو اوس ورسره اړیکې خرابوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
سهيل اپريدی: واک ته د طالبانو په راتګ پاکستان خواږه وېشل خو اوس ورسره اړیکې خرابوي
100%

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو پر مهال په پاکستان کې خوشحالۍ وې او حتی خواږه پرې وېشل کېدل، خو اوس له هغوی سره هم اړیکې خرابې کړل شوې دي.

سهیل اپریدي د سه شنبې په شپه د پنجاب د راولپنډۍ ښار د اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو پر مهال په پاکستان کې دومره خوشحالي وه چې «مټايانې پرې وېشل کېدې او خوړل کېدې».

خو هغه پوښتنه وکړه: «اوس داسې څه وشول او د چا د خوښې لپاره زموږ اړیکې له هغوی سره خرابېږي؟ زموږ ګټه پاکستان ته پکار ده، که له کوم هېواد سره په اړیکو کې د پاکستان خیر وي، باید اړیکې ورسره جوړې وساتل شي».

هغه زیاته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان به ویل چې «افغانستان زموږ مسلمان ورور هېواد دی»، او د هغه د حکومت پر مهال چې په افغانستان کې کوم حکومت و پاکستان ته یې ښه نه کتل، خو بیا هم له کابل سره ښې اړیکې وساتل شوې.

سهیل اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، او وایي چې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري زیاته شوې ده.

خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ویلي، چې طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ نه دی پرېښی.

سهیل اپریدي د خېبر پښتونخوا د خراب امنیتي وضعیت په اړه بیا ټینګار وکړ، چې هلته ناامني د «تړلو دروازو تر شا د پرېکړو» نتیجه ده.

هغه همدارنګه د عمران خان له خوېندو سره یو ځای رسنیو ته وویل، چې حکومت یې کلنۍ بودجه وړاندې کوي او دوی غواړي له عمران خان سره وویني، د بودجې په اړه ورسره خبرې وکړي او منظوري ترې واخلي، خو ورته د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دوی په دغه اړوند د اسلام اباد سترې محکمې ته عريضه کوي خو که غوښتنې یې بيا هم ونه منل شي، نو د جون په لسمه به په اسلام اباد کې د ملي پارلمان مخې ته پرلت ووهي او د مرکزي بودجې د منظورېدو مخه به ونیسي.

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱
د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ لا هم دوام لري او د دې ډلې د بریدونو د درولو په اړه د طالبانو پر «متضادو پیغامونو» باور نه شي کېدای.

خواجه اصف دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده له ټي‌ټي‌پي غوښتي چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.

د پاکستان د دفاع وزیر وویل: «دا دریځ یوازې په رسنیو کې مطرح شوی او په عملي ډګر کې یې هېڅ بدلون نه دی راوستی.» هغه زیاته کړه چې له ټي‌ټي‌پي څخه د طالبانو ملاتړ لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د وسله‌والو ډلو په اړه د طالبانو د ادارې پر متضادو څرګندونو باور کول «ډېر خطرناک کار» دی او تر اوسه په عملي ډول هېڅ نوی اقدام نه تر سترګو کېږي.

د پاکستان پوځ ته نږدې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې طالبانو په غیر رسمي ډول اسلام‌اباد ته خبر ورکړی چې هبت‌الله اخندزاده ټي‌ټي‌پي ته خبرداری ورکړی څو په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي. خو د راپور له مخې، پاکستان دغه پیغام ناکافي بللی او ویلي یې دي چې یوازې خبرداری بسنه نه کوي، بلکې عملي اقدامات اړین دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا پیغام د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام‌اباد قانع کړي څو باور وکړي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو د مهارولو لپاره اقدام کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي او د دواړو لورو ترمنځ نښتو او تاوتریخوالي مرګ‌ژوبله هم اړولې ده. د سیمې یو شمېر هېوادونو، لکه سعودي عربستان، ترکیې، قطر او چین هڅه کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي، خو تر اوسه دغو هڅو د پام وړ پایله نه ده لرلې.

پاکستان له طالبانو غواړي چې په لیکلي ډول ډاډ ورکړي چې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ نه کوي او د دې ډلې غړي به له افغانستان وباسي. خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله فعالیت نه لري او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

اسحاق ډار له مارکو روبيو سره له افغانستانه د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ اندېښنې شریکې کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۱
اسحاق ډار له مارکو روبيو سره له افغانستانه د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ اندېښنې شریکې کړې
100%

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، اسلام‌اباد له واشنګټن سره د افغانستان له خاورې پاکستان کې د ترهګرۍ په تړاو اندېښنې شريکې کړي او د امنيتي ننګونو او د ترهګرۍ پرضد پر همکاریو یې ټينګار کړی دی. طالبانو بیا په وار وار په ډاګه کړې، چې افغانستان به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا له بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سره وکتل.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې ليدنه کې اسحاق ډار له مارکو روبيو سره «د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو ډلو له‌خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستان اندېښنې شریکې کړې او د امنیتي ننګونو د هوارولو لپاره یې د ترهګرۍ پرضد د همکاریو» پر زیاتېدو هم ټينګار کړی دی.

پاکستان له اوږدې مودې څخه ادعا لري، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه ادعا او تور ردوي او وايي، چې ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د اسحاق ډار او مارکو روبيو ترمنځ د ليدنې په اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړه: «د دوه اړخیزو ملګرتیاوو په ترڅ کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د پاکستان او امریکا د ملګرتیا د لا پیاوړتیا لپاره په ګډه کار ته دوام ورکوي، کوم چې د لوړ پوړي تعامل او سیمه‌ییزې سولې، امنیت او اقتصادي سوکالۍ کې د ګډو ګټو پر بنسټ مشخص شوي دي».

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ليدنه کې دواړو لورو «د دوه اړخیزو ګټو پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه، چې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې، کلتوري همکارۍ او همدارنګه د ترهګرۍ پرضد او امنیتي برخو کې ملګرتیا پیاوړې او پراخه کړي».

د يادې ليدنې په اړه مارکو روبيو هم په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «په منځني ختیځ کې د سولې د پرمختګ په برخه کې د پاکستان د پرله‌پسې رول لوبولو له امله مې له اسحاق ډار څخه مننه وکړه».

هغه زياته کړې: «موږ د دواړو ملتونو د غوره امنیت او سوکالۍ لپاره د یوې معنا لرونکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا په موخه د ګډ کار پر ارزښت هوکړه وکړه».

د طالبانو دفاع وزیر: داسې مسلکي دفاعي سیستم جوړول غواړو چې د افغانستان امنیت تضمین کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربه‌توب د امنیت شورا نړۍوال فورم په لومړۍ غونډه کې ویلي: «موږ هېڅکله چا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د بل هېواد په ضرر وکاروي».