فایق د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د افغانستان کړکېچ ته یو نوی او خطرناک اړخ ورکړی او د ملکي وګړو د درنو تلفاتو لامل شوی دی.
هغه په کابل کې پر یوه ملکي روغتیايي مرکز د برید یادونه وکړه، چې د یوناما د راپور له مخې لسګونه کسان پهکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. فایق زیاته کړه: «موږ هغه ټول بریدونه په کلکه غندو، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي بنسټونه ویجاړوي او د افغانستان حاکمیت تر پښو لاندې کوي. له یادې شورا غواړو، چې دغه بریدونه وغندي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي».
فایق ټینګار وکړ: «هیڅ امنیتي ملاحظه که هر څومره مشروع هم وي، داسې کړنې نهشي توجیه کولی چې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا د ملګرو ملتونو د منشور او د نړۍوالو بشري قوانینو اصول نقض کړي».
د دغه څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان استازي وویل، چې «د پاکستان اقدامات یوازې د هغو ترهګرو ډلو زېربناوې، پوځي او ملاتړي مرکزونه په نښه کړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او هېڅکله د افغانستان عادي خلک موخه نه وو».
هغه دا ادعا هم رد کړه، چې ګواکې په کابل کې د نشهیي توکو د درملنې یو مرکز په نښه شوی دی او ویې ویل چې د دې خلاف هره ادعا: «درواغ او د تبلیغاتو یوه برخه ده».
د پاکستان استازي زیاته کړه، چې په یاد مرکز کې چاودنه د پاکستاني برید د ثانوي اغېزو او په هغه ځای کې د وسلو د شتهوالي له امله رامنځته شوې وه. د پاکستان استازي د خپلو خبرو په بله برخه کې یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په افغانستان کې له «ترهګرو» ډلو ملاتړ کوي.
هغه وویل: «د هند اصلي موخې په افغانستان کې حتی که د بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تر پوښښ لاندې هم وي، د پاکستان بېثباته کول دي او د دې لپاره یو له وسیلو څخه په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو کارول دي».
هغه زیاته کړه: «له څه مودې راهیسې موږ له طالبانو سره د هند نوې لېوالتیا وینو او دغه موضوع زموږ لپاره د پام وړ ده». د هغه په وینا؛ د هند په چلند کې دغه بدلون وروسته له هغه راغلی، چې پاکستان د افغانستان دننه د وسلهوالو پر پټنځایونو او روزنیزو کمپونو د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.
د پاکستان استازي همداراز نصیراحمد فایق تورن کړ، چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان څوکۍ «نیولې» ده او ویې ویل: «هغه د افغانستان د خلکو د هېچا استازی نهدی». فایق په ځواب کې وویل، چې دی د افغانستان د منتخب او دیموکرات حکومت استازی دی؛ هغه حکومت چې د ده په وینا شاوخوا پنځه کاله مخکې د طالبانو لهخوا د پاکستان له ملاتړه برخمن وو؛ نسکور شو.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو څو ځله پاکستان ته د طالبانو او نورو نیابتي ډلو د ملاتړ او پناه ورکولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو: «دغه خبرداري له پامه وغورځول شول».
فایق وویل: «نن پاکستان په خپله له هغو ډېرو ستونزو سره مخ دی، چې افغانستان کلونه مخکې د هغو په اړه خبرداری ورکړی و». هغه ټینګار وکړ: «د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکامو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نهکړي او باید د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي او سیمهییزو سیالیو قرباني نهشي».
د افغانستان استازي په پای کې له پاکستان نه وغوښتل، چې د افغانستان د ګاونډي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه د یوه ټولګډونه، دوامداره او سیاسي بهیر ملاتړ وکړي؛ داسې بهیر چې د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد د راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.