• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پروان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱

په پروان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د شېخ علي ولسوالۍ په بیدقول سیمه کې د فلانکوچ ډوله مساپر وړونکي او بار وړونکي موټرونو د ټکر له امله ۵ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي‌ دي. طالبانو ویلي، چې ټپیان یې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

د یادې قوماندانۍ په وینا؛ د بار وړونکي موټر چلوونکی نیول شوی او د پېښې د لامل روښانه کېدو په موخه پلټنې ترې روانې دي. طالبانو د پېښې لامل بې‌احتیاطي یاده کړې او له موټر چلوونکو یې غوښتنه کړې، چې پر لویو لارو د تګ پرمهال له احتیاطه کار واخلي.

ترویج لرونکی

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي
۱

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۲

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

۵

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

•
•
•

نور کیسې

۳۰هېوادونو ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات؛ سوداګر د لازیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۱ GMT+۱
۳۰هېوادونو ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات؛ سوداګر د لازیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي
100%

د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکې ټولنې مشر عبدالقاسم امرخېل وایي، اوس‌مهال د افغانستان وچه مېوه ۳۰ هېوادونو ته صادرېږي. نوموړي‌ زیاته کړې، چې په نړۍوال بازار کې د وچې مېوې تقاضا زیاته شوې او د افغانستان مېوه د طبیعي خاصیت له مخې خاص ځای لري.

امرخېل زیاتوي، چې د افغانستان وچه مېوه اروپا، امریکا، کاناډا او ډېره برخه یې هندوستان هېواد ته صادرېږي. نوموړي پر واکمنو د اسانتیاوو د پراخېدو غږ کړی.

هغه زیاته کړې: «۳۰ هېوادونو ته صادرات لرو، زیاتره زموږ صادرات هند ته وي. زموږ صادارت د چابهار او بندر عباس له لارو وو؛ خو اوس د امریکا، اسراییل او ایران جګړې له کبله لاره اوږده شوې».

د نوموړي‌ په خبره؛ په نړۍوال بازار کې هر کال د وچې مېوې غوښتنه زیاتېږي او د افغانستان وچه مېوه ځکه خاص ځای او ګرم بازار لري چې طبیعي ده. افغانستان د وچې مېوې د تولید او صادراتو له مهمو هېوادونو شمېرل کېږي. ممیز، بادام، پسته، ځڼغوزي، غوزان، زردالو او انځر د هېواد له مشهورو صادراتي محصولاتو دي چې د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته لېږدول کېږي.
د طالبانو د کرنې وزارت او خصوصي سکټور د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو کلونو کې د افغانستان وچې مېوې لپاره نړۍواله تقاضا زیاته شوې، خو د ترانزیټي ستونزو، د لېږد لوړو لګښتونو او د صادراتي لارو د محدودیتونو له امله صادرونکي له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.
د سوداګرو په باور؛ که د ترانسپورټ، بسته‌بندۍ او بازارموندنې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي، د وچې مېوې صادرات به نور هم پراخ شي او د هېواد اقتصاد ته به د پام وړ عواید ولري.

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۷ GMT+۱
پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ
100%

د افغانستان استازي نصیراحمد فایق هغه څرګندونې چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي وو، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندي او د هغوی د تکرار مخه ونیسي؛ د پاکستان د استازي له غبرګون سره مخ شوې.

فایق د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د افغانستان کړکېچ ته یو نوی او خطرناک اړخ ورکړی او د ملکي وګړو د درنو تلفاتو لامل شوی دی.

هغه په کابل کې پر یوه ملکي روغتیايي مرکز د برید یادونه وکړه، چې د یوناما د راپور له مخې لسګونه کسان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. فایق زیاته کړه: «موږ هغه ټول بریدونه په کلکه غندو، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي بنسټونه ویجاړوي او د افغانستان حاکمیت تر پښو لاندې کوي. له یادې شورا غواړو، چې دغه بریدونه وغندي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي».

فایق ټینګار وکړ: «هیڅ امنیتي ملاحظه که هر څومره مشروع هم وي، داسې کړنې نه‌شي توجیه کولی چې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا د ملګرو ملتونو د منشور او د نړۍوالو بشري قوانینو اصول نقض کړي».

د دغه څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان استازي وویل، چې «د پاکستان اقدامات یوازې د هغو ترهګرو ډلو زېربناوې، پوځي او ملاتړي مرکزونه په نښه کړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او هېڅکله د افغانستان عادي خلک موخه نه وو».

هغه دا ادعا هم رد کړه، چې ګواکې په کابل کې د نشه‌یي توکو د درملنې یو مرکز په نښه شوی دی او ویې ویل چې د دې خلاف هره ادعا: «درواغ او د تبلیغاتو یوه برخه ده».

د پاکستان استازي زیاته کړه، چې په یاد مرکز کې چاودنه د پاکستاني برید د ثانوي اغېزو او په هغه ځای کې د وسلو د شته‌والي له امله رامنځته شوې وه. د پاکستان استازي د خپلو خبرو په بله برخه کې یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په افغانستان کې له «ترهګرو» ډلو ملاتړ کوي.
هغه وویل: «د هند اصلي موخې په افغانستان کې حتی که د بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تر پوښښ لاندې هم وي، د پاکستان بې‌ثباته کول دي او د دې لپاره یو له وسیلو څخه په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو کارول دي».

هغه زیاته کړه: «له څه مودې راهیسې موږ له طالبانو سره د هند نوې لېوالتیا وینو او دغه موضوع زموږ لپاره د پام وړ ده». د هغه په وینا؛ د هند په چلند کې دغه بدلون وروسته له هغه راغلی، چې پاکستان د افغانستان دننه د وسله‌والو پر پټنځایونو او روزنیزو کمپونو د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.

د پاکستان استازي همداراز نصیراحمد فایق تورن کړ، چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان څوکۍ «نیولې» ده او ویې ویل: «هغه د افغانستان د خلکو د هېچا استازی نه‌دی». فایق په ځواب کې وویل، چې دی د افغانستان د منتخب او دیموکرات حکومت استازی دی؛ هغه حکومت چې د ده په وینا شاوخوا پنځه کاله مخکې د طالبانو له‌خوا د پاکستان له ملاتړه برخمن وو؛ نسکور شو.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو څو ځله پاکستان ته د طالبانو او نورو نیابتي ډلو د ملاتړ او پناه ورکولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو: «دغه خبرداري له پامه وغورځول شول».

فایق وویل: «نن پاکستان په خپله له هغو ډېرو ستونزو سره مخ دی، چې افغانستان کلونه مخکې د هغو په اړه خبرداری ورکړی و». هغه ټینګار وکړ: «د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکامو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نه‌کړي او باید د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي او سیمه‌‌ییزو سیالیو قرباني نه‌شي».

د افغانستان استازي په پای کې له پاکستان نه وغوښتل، چې د افغانستان د ګاونډي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه د یوه ټول‌ګډونه، دوامداره او سیاسي بهیر ملاتړ وکړي؛ داسې بهیر چې د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد د راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

نصیراحمد فایق: طالبان د افغانستان د خلکو په وړاندې پاتې راغلي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۱
نصیراحمد فایق: طالبان د افغانستان د خلکو په وړاندې پاتې راغلي دي
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ ډول یوازې د یادې ډلې د ګټو خوندي کولو لپاره جوړ شوی او د افغانستان خلکو ته هېڅ ډول ځواب‌ویونکی نه‌دی.

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی. د فایق په وینا؛ د طالبانو په یوشمېر کړیو کې د فساد، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او د شتمنۍ تمرکز په ښه ډول مستند شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د کانونو زېرمې له روڼتیا او عامه څار پرته استخراجېږي او طالبانو د خلکو غوښتنې او د نړۍوالې ټولنې پرله‌پسې غوښتنې له پامه غورځولې دي.
فایق ټینګار وکړ، چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته افغانستان لاهم له ژور سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري ناورین سره مخ دی او اوسنی وضعیت نه یوازې تل‌پاتې نه‌دی؛ بلکې ورځ تر بلې لا ټکنی کېږي.

هغه وویل، مېلیونونه افغانان لا هم پر بشري مرستو تکیه لري او فقر، بې‌کاري او د اقتصادي فرصتونو له‌منځه تګ د یوه بشپړ نسل راتلونکې له جدي پېچلتیا سره مخ کړې ده. د هغه په وینا؛ له عامه ژوند څخه د ټولنې د پراخو قشرونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو اېستل د بشري ناورین د لا ژورېدو لامل شوی دی.

فایق زیاته کړې: «دغه اقدامات لنډمهالي نه‌دي؛ بلکې د ټولنې د نیمایي برخې د عامه ژوند له ډګر څخه د اېستلو لپاره یوه قصدي او سیستماتیکه هڅه ده؛ داسې چلند چې نه د اسلام په اصلي لارښوونو کې ریښه لري او نه د افغانستان له تاریخ او دودونو سره سمون خوري».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي همدارنګه د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض ته اشاره کړې او ویلي دي، چې له زده‌کړو محرومیت، ټولنیز محدودیتونه او له عامه ډګره د ښځو اېستل پر افغانستان درنې اغېزې پرېښې دي.

هغه خبرداری ورکړی: «د ځوانانو او ښځو یو بشپړ نسل نور په خپل هېواد کې د ځان لپاره کومه راتلونکې نه ویني». فایق ټینګار وکړ، چې د دغه وضعیت دوام نه یوازې د افغانستان راتلونکی ګواښي؛ بلکې په سیمه کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ او د افراطیت ګواښ زیاتېدو لامل هم کېدای شي.

هغه په پای کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو ته په خطاب کې وویل، چې شورا یو پیاوړي، لا همغږي او متحد دریځ ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه: «د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، ټول‌ګډونه حکومتولۍ او نړۍوالو ژمنو ته له بشپړ درناوي پرته، د مشروعیت ترلاسه کولو او نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورګډېدو لپاره هېڅ لاره نه‌شته».

د امنیت شورا غونډه؛ لیتوانیا د افغان نجونو د زده‌کړو د محرومیت غندنه وکړه

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۱۴ GMT+۱
د امنیت شورا غونډه؛ لیتوانیا د افغان نجونو د زده‌کړو د محرومیت غندنه وکړه
100%

په ملګرو ملتونو کې لیتوانیا استازې د امنیت شورا په غونډه کې د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره د نجونو د زده‌کړو منع کول د هغوی پر حقونو او راتلونکې مستقیم برید دی.

نوموړې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل چې د نجونو له زده‌کړو محرومول نه یوازې د هغوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان راتلونکی پرمختګ او سوکالي هم له جدي ګواښ سره مخامخوي.

د لیتوانیا استازې همداراز د طالبانو په نوې اصولنامه کې د کم‌عمره نجونو د ودونو اړوند مقررات د ماشومانو د حقونو ښکاره نقض وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې دا تګلارې ژر تر ژره لغوه کړي.

هغې ټینګار وکړ چې د ماشومانو او ښځو حقونو ته درناوی باید د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي او د نجونو د زده‌کړو او بنسټیزو حقونو خوندیتوب باید تضمین شي.

د لیتوانیا استازې زیاته کړه چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او د ماشومانو د حقونو نقض د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت به اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.

د کردستان د بشري حقونو شبکه: په سرپل کې یوه طالب چارواکي ایراني کردۍ مور او لور وژلي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۹ GMT+۱
د کردستان د بشري حقونو شبکه: په سرپل کې یوه طالب چارواکي ایراني کردۍ مور او لور وژلي دي
100%

د کردستان د بشري حقونو شبکې راپور ورکړی، چې د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د حج او اوقافو طالب مسوول مفتي محمدالله یوه ایراني کردۍ ښځه او د هغې ۱۵ کلنه لور، وروسته له هغه په ډزو وژلي چې هغوی له اجباري واده سره مخالفت کړی و.

د راپور له مخې، وژل شوې ښځه چیمن حسین‌زاده نومېده، چې د ایران د بوکان ښار اوسېدونکې وه او له خپلې لور سارا یوسفي سره په کوهستاناتو ولسوالۍ کې ژوند کاوه.

یوه باخبره سرچینې دې شبکې ته ویلي چې چیمن حسین‌زاده شاوخوا شل کاله وړاندې له یوه افغان وګړي سره واده کړی و او له هماغه وخته په افغانستان کې اوسېده. نوموړې د سیمې د خلکو ترمنځ د «بي‌بي چمن‌ګل» په نوم پېژندل کېده او د یوې محلي نرس یا روغتیايي کارکوونکې په توګه یې فعالیت کاوه.

د راپور پر بنسټ، مفتي محمدالله غوښتل له ۱۵ کلنې سارا یوسفي سره واده وکړي. سرچینې ویلي چې نوموړي د غويي په ۱۸مه د دې کورنۍ کور ته مراجعه کړې او هڅه یې کړې چې نجلۍ له ځان سره یوسي، خو د مور له مخالفت سره مخ شوی دی.

د سرچینې په وینا، مفتي محمدالله وروسته پر مور او لور ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.

د کردستان د بشري حقونو شبکې د معلوماتو له مخې، د چیمن حسین‌زاده کورنۍ څو اوونۍ وروسته د دې پېښې له جزییاتو خبره شوې او د مور او لور د جنازې او فاتحې مراسم د غبرګولي په ۱۲مه د ایران د بوکان ښار په کهریزه سردار کلي کې ترسره شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور او پکې د مطرح شویو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د سرپل د امنیې قوماندانۍ طالب ویاندنقیب‌الله علمیار د غويي په ۲۰مه ویلي وو چې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې «خپله مېرمن او خواښې» یې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې وژلې وې.

هغه مهال د طالبانو ویاند ویلي وو چې تورن کس له پېښې وروسته تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو. نوموړي د تورن هویت نه و څرګند کړی، خو افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، تورن کس مفتي محمدالله، د کوهستاناتو ولسوالۍ د حج او اوقافو امر دی.

په خپلواکه توګه یې د دې پېښې ټول جزییات او په راپور کې مطرح شوې ادعاوې نه دي تایید کړې.

د کردستان د بشري حقونو شبکې راپور دا شک پیاوړی کوي چې ښايي یاد طالب چارواکي هڅه کړې وي له یوې کم‌عمره نجلۍ سره اجباري واده وکړي.