• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي او ډزو په جلا، جلا پېښو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. له دې ډلې یوازې د خضدار ولسوالۍ د نال او ګریشه په سیمو کې د وسله‌والو په بریدونه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې؛ د خضدار ولسوالۍ د نال او ګریشه په سیمو کې شاوخوا ۶۰ وسله‌والو پر پولیسو تاڼې او یوشمېر دولتي او شخصي ودانیو بریدونه کړي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. یادو بریدونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
بلخوا د مستونګ ولسوالۍ په درینګړ سیمې کې ناپېژاندو وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی.
همدارنګه د نصیراباد ولسوالۍ په مرکز ډېره مراد جمالي ښار کې هم یو کس د ډزو په پېښه کې وژل شوی دی.
د عبدالله کلا ولسوالۍ په ځنګل پیرعليزي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو بیا د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر دولت خان پیرعلیزی په ډزو وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په دُکۍ ولسوالۍ د لوڼي په سیمه کې هم وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی. پولیس وایي، وژل شوي کس د ځمکې پر سر شخړه لرله.
په ورته وخت کې د چاغي ولسوالۍ په مرکز دالبندین ښار کې له کوټې څخه د یوه مړي د لېږد موټر پر کاروان د وسله‌والو په ډزو کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه