عیني شاهدان: طالبانو په هرات کې ۳۰ لاریون کوونکي نیولي دي

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د سېشنبې په ورځ په هرات کې د لاریونونو پرمهال ۳۰ لاریون کوونکي نیولي دي. د سرچینو په وینا؛ طالبانو د لاریون پرمهال یوشمېر لاریون کوونکي وهلي او ځینې نور د طالبانو د ډزو له امله ټپیان شوي دي.
