د راپور له مخې، وژل شوې ښځه چیمن حسینزاده نومېده، چې د ایران د بوکان ښار اوسېدونکې وه او له خپلې لور سارا یوسفي سره په کوهستاناتو ولسوالۍ کې ژوند کاوه.
یوه باخبره سرچینې دې شبکې ته ویلي چې چیمن حسینزاده شاوخوا شل کاله وړاندې له یوه افغان وګړي سره واده کړی و او له هماغه وخته په افغانستان کې اوسېده. نوموړې د سیمې د خلکو ترمنځ د «بيبي چمنګل» په نوم پېژندل کېده او د یوې محلي نرس یا روغتیايي کارکوونکې په توګه یې فعالیت کاوه.
د راپور پر بنسټ، مفتي محمدالله غوښتل له ۱۵ کلنې سارا یوسفي سره واده وکړي. سرچینې ویلي چې نوموړي د غويي په ۱۸مه د دې کورنۍ کور ته مراجعه کړې او هڅه یې کړې چې نجلۍ له ځان سره یوسي، خو د مور له مخالفت سره مخ شوی دی.
د سرچینې په وینا، مفتي محمدالله وروسته پر مور او لور ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.
د کردستان د بشري حقونو شبکې د معلوماتو له مخې، د چیمن حسینزاده کورنۍ څو اوونۍ وروسته د دې پېښې له جزییاتو خبره شوې او د مور او لور د جنازې او فاتحې مراسم د غبرګولي په ۱۲مه د ایران د بوکان ښار په کهریزه سردار کلي کې ترسره شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې راپور او پکې د مطرح شویو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د سرپل د امنیې قوماندانۍ طالب ویاندنقیبالله علمیار د غويي په ۲۰مه ویلي وو چې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې «خپله مېرمن او خواښې» یې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې وژلې وې.
هغه مهال د طالبانو ویاند ویلي وو چې تورن کس له پېښې وروسته تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو. نوموړي د تورن هویت نه و څرګند کړی، خو افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، تورن کس مفتي محمدالله، د کوهستاناتو ولسوالۍ د حج او اوقافو امر دی.
په خپلواکه توګه یې د دې پېښې ټول جزییات او په راپور کې مطرح شوې ادعاوې نه دي تایید کړې.
د کردستان د بشري حقونو شبکې راپور دا شک پیاوړی کوي چې ښايي یاد طالب چارواکي هڅه کړې وي له یوې کمعمره نجلۍ سره اجباري واده وکړي.