د طالبانو د هلمند او کندهار امنیه قوماندانانو په یوه غږیز پېغام کې له ټولو طالبانو غوښتنه کړې ده، چې خپل ځېرک موبایلونه مات کړي او بیا دې یې دوی ته وسپاري.
دوی خبرداری ور کړی چې که کوم طالب ځېرک موبایلونه مات نه کړي او نوملیکنه ونه کړي نو دوی ته به سزا ور کړل شي.
تېره ورځ د طالبانو د عدلیې وزارت د یو سند افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی و، چې د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده په یوه نوي شفاهي حکم کې پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایل کارول بند کړي.
په ترلاسه شوي سند کې خبرداری ورکړل شوی و، چې له دغه امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمین وبلل شي او تر قانوني تعقیب لاندې به راشي.
په دغه شفاهي حکم کې راغلي چې سرغړوونکي به نظامي محاکمو ته معرفي کېږي.
دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د یادو زونونو د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده.
د ترلاسه شوي سند له مخې، د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسان دنده لري چې د دغه حکم د ښه تطبیق په موخه د طالبانو مشرتابه ته بېرته ډاډ ورکړي.
د همدې لپاره یوه ځانګړې فورمه چمتو شوې چې د مسوولینو نوم، دنده، د دندې ځای، د شبکې ډول او د تلیفون شمېره پکې ثبتېږي څو د حکم د عملي کېدو ډاډ ترلاسه شي.
په دې فورمه کې له هر مسوول څخه غوښتل شوي چې تایید کړي ایا دا حکم یې پر خپلو لاس لاندې کسانو هم عملي کړی او که نه.
دا بېساري بندیزونه په داسې حال کې دي، چې د طالبانو په لیکو کې ددې ډلې د غړو له خوا د ځیرکو تلیفونونو کارولو او په ټولنیزو رسنیو کې د ځنیو طالب چارواکو ناوړه ویډیوګانو لیک کېدو د دې ډلې مشرتابه اندېښمنه کړې ده.