هغه په کابل کې پر یوه ملکي روغتیايي مرکز د برید یادونه وکړه، چې د یوناما د راپور له مخې لسګونه کسان پهکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. فایق زیاته کړه: «موږ هغه ټول بریدونه په کلکه غندو، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي بنسټونه ویجاړوي او د افغانستان حاکمیت تر پښو لاندې کوي. له یادې شورا غواړو، چې دغه بریدونه وغندي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي».
فایق ټینګار وکړ: «هیڅ امنیتي ملاحظه که هر څومره مشروع هم وي، داسې کړنې نهشي توجیه کولی چې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا د ملګرو ملتونو د منشور او د نړۍوالو بشري قوانینو اصول نقض کړي».
د دغه څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان استازي وویل، چې «د پاکستان اقدامات یوازې د هغو ترهګرو ډلو زېربناوې، پوځي او ملاتړي مرکزونه په نښه کړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او هېڅکله د افغانستان عادي خلک موخه نه وو».
هغه دا ادعا هم رد کړه، چې ګواکې په کابل کې د نشهیي توکو د درملنې یو مرکز په نښه شوی دی او ویې ویل چې د دې خلاف هره ادعا: «درواغ او د تبلیغاتو یوه برخه ده».
د پاکستان استازي زیاته کړه، چې په یاد مرکز کې چاودنه د پاکستاني برید د ثانوي اغېزو او په هغه ځای کې د وسلو د شتهوالي له امله رامنځته شوې وه. د پاکستان استازي د خپلو خبرو په بله برخه کې یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په افغانستان کې له «ترهګرو» ډلو ملاتړ کوي.هغه وویل: «د هند اصلي موخې په افغانستان کې حتی که د بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تر پوښښ لاندې هم وي، د پاکستان بېثباته کول دي او د دې لپاره یو له وسیلو څخه په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو کارول دي».
هغه زیاته کړه: «له څه مودې راهیسې موږ له طالبانو سره د هند نوې لېوالتیا وینو او دغه موضوع زموږ لپاره د پام وړ ده». د هغه په وینا؛ د هند په چلند کې دغه بدلون وروسته له هغه راغلی، چې پاکستان د افغانستان دننه د وسلهوالو پر پټنځایونو او روزنیزو کمپونو د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.
د پاکستان استازي همداراز نصیراحمد فایق تورن کړ، چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان څوکۍ «نیولې» ده او ویې ویل: «هغه د افغانستان د خلکو د هېچا استازی نهدی». فایق په ځواب کې وویل، چې دی د افغانستان د منتخب او دیموکرات حکومت استازی دی؛ هغه حکومت چې د ده په وینا شاوخوا پنځه کاله مخکې د طالبانو لهخوا د پاکستان له ملاتړه برخمن وو؛ نسکور شو.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو څو ځله پاکستان ته د طالبانو او نورو نیابتي ډلو د ملاتړ او پناه ورکولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو: «دغه خبرداري له پامه وغورځول شول».
فایق وویل: «نن پاکستان په خپله له هغو ډېرو ستونزو سره مخ دی، چې افغانستان کلونه مخکې د هغو په اړه خبرداری ورکړی و». هغه ټینګار وکړ: «د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکامو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نهکړي او باید د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي او سیمهییزو سیالیو قرباني نهشي».
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.