• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د ښځو د ځپنې غچ اخیستنه؛ مقاومت جبهې طالبانو ته د زیان اړولو خبرداری ورکړ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د طالبانو مخالفې ډلې «مقاومت جبهې» په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیک ځپل په کلکه غندلي دي. دغه ډلې د غبرګولي ۱۹مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د ټولنې پر وړاندې د طالبانو دا ډول بریدونه او تاوتریخوالی به بې ځوابه پاتې نه شي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان تاریخ ثابته کړې چې د ځپلو ستراتیژي، د وګړو پر شخصي حریم تېری او د ښځو تاریخي او کلتوري حیثیت ته بې‌احترامي د مستبدو رژیمونو د زوال او سقوط ښکاره نښه ده. مقاومت جبهې د طالبانو دا کړنې د ټولنې پر ناموسي مسایلو او شخصي حریم ښکاره تېری بللی او دا یې د تاوتریخوالي نوی پړاو یاد کړی دی.

دوی زیاته کړې، چې د طالبانو رژیم له نړیوالې انزوا او د ملي مشروعیت له نشتوالي سره مخ دی او هڅه کوي په دغه ډول ځپلو سره د بې‌وزلۍ، وزګارتیا، ازادۍ او عدالت په څېر د ټولنې له بنسټیزو غوښتنو او ځواب ویلو څخه وتښتي. په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته هم اشاره شوې، چې په کې د افغان ښځو پر عزت او ابرو د طالبانو تېری مستند شوی دی.

دې جبهې پر افغان ولس غږ کړی، چې د وروستیو تاوتریخوالو له قربانیانو سره خپل یووالی وساتي او پیاوړې یې کړي. د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې مېړانه نه ده، بلکې له هېڅ ډول دیني او کلتوري معیارونو سره سمون نه خوري او طالبان به ډېر ژر د خپلو دغو جنایتونو تاوان ورکړي.

دا غبرګونونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې په هرات کې د طالبانو له لوري د یو شمېر ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

هرات د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې؛ د بشري حقونو یوې ډلې د طالبانو ځپونکي اقدامات غندلي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۱
هرات د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې؛ د بشري حقونو یوې ډلې د طالبانو ځپونکي اقدامات غندلي
100%

د بشري حقونو د مدافعانو پلس ټولنې (ایچ ار ډي +) د هرات په جبرئیل سیمه کې د طالبانو د ځواکونو له لوري د معترضو ښځو او د دغه ولایت د اوسېدونکو غیرقانوني او تاوتریخجن ځپل غندلي او دغه چلند یې د بیان ازادۍ، سوله ییزو غونډو او د افغانانو د انساني کرامت د حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د دغې ټولنې د بیانیې له مخې، طالب ځواکونو پر هغو ښځینه معترضانو ډزې کړې او وهلې ډبولې یې دي چې د بې‌عدالتۍ، د ښځو د نیول کېدو او پر خپلو اساسي حقونو د لګول شویو محدودیتونو پر ضد راټولې شوې وې.

په خپرو شویو راپورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د اعتراض کوونکو پر لور د طالبانو په ډزو کې یو شمېر ملکي وګړي او ښځې ټپيانې شوې او یو شمېر نور بیا د دغو ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د بشري حقونو د مدافعانو پلس ټولنې ویلي، چې د طالبانو دغه چلند د بیان د ازادۍ، د سوله ییزو غونډو د جوړولو او د افغانانو د انساني کرامت د حقونو ښکاره سرغړونه ده.

دې ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې سملاسي او بې له کوم شرطه د خلکو ځپل بند کړي، ټول هغه کسان خوشې کړي چې د دغو اعتراضونو په تړاو نیول شوي او د زده‌کړې، کار او ټولنیز ژوند په ګډون د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي. د یادې ټولنې په وینا، د کار، زده‌کړې او ازادۍ لپاره د افغانانو غوښتنې بشري او مشروع دي او د هغو ځپل به د واکمنې ډلې او ولس ترمنځ واټن نور هم زیات کړي.

همدارنګه د بشري حقونو د مدافعانو پلس ټولنې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو له ځانګړو راپور ورکوونکو غوښتي چې د دغو پېښو په وړاندې چوپ پاتې نه شي. هغوی ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو اغېزمن سیاسي او قانوني فشارونه راوړي ترڅو په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې بندې شي.

د هرات پېښو ته غبرګون؛ هانا نیومن وایي د ښځو حقونو تضمین پرته طالبانو ته مشروعیت مه ورکوئ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
د هرات پېښو ته غبرګون؛ هانا نیومن وایي د ښځو حقونو تضمین پرته طالبانو ته مشروعیت مه ورکوئ
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن په هرات کې د طالبانو له خوا د جامو د طرز یا حجاب په پلمه د ښځو پر نیول کېدو او د هغوی د خوشې کېدو لپاره د لاریونوالو پر ځپلو سخت غبرګون ښودلی او پر اروپایي هېوادونو یې غږ کړی چې د ښځو حقونو د تضمین پرته طالبانو ته مشروعیت مه ورکوئ.

هغې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او حساب ورکونې پرته باید دغه ډلې ته هېڅ ډول مشروعیت ورنکړل شي.

نیومن په ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې طالبانو لومړی ښځې د جامو اغوستلو د ډول له امله ونیولې او کله چې خلکو د هغوی د خوشې کولو لپاره لاریون وکړ، نو د طالبانو له خوا له سخت تاوتریخوالي سره مخ شول. هغې ټینګار کړی چې طالبان هېڅکله نه دي بدل شوي او اروپايي ټولنه باید داسې چلند ونه کړي چې ګواکې هغوی بدلون موندلی دی.

د اروپايي پارلمان دغې غړې پر اروپايي هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او ټینګار یې کړی چې د بشري حقونو له پامه غورځولو سره باید دغې ډلې ته هېڅ سیاسي امتیاز ورنکړل شي. د هغې په وینا، د حساب ورکونې او بشري حقونو د تامین پرته د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د منلو وړ نه دي.

هانا نیومن د طالبانو دغه ډول چلند د ننني افغانستان تریخ حقیقت وباله او زیاته یې کړه چې پر ښځو او اعتراض کوونکو باندې د فشارونو دوام ښيي چې دغه ډله لا هم پر خپلو سختدریځو سیاستونو ولاړه ده. هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د حقونو د اعادې لپاره پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي.

دا غبرګونونه په داسې حال کې ښودل کېږي چې په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو د نیول کېدو راپورونو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په مزار شریف کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو دوه ښځې د لنډ وخت لپاره نیولې وې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱
په مزار شریف کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو دوه ښځې د لنډ وخت لپاره نیولې وې
100%

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبانو پر ښځو فشارونه زیات کړي او نوي محدودیتونه یې لګولي دي. عیني شاهدان وایي چې وسله والو طالبانو د روضې په شمال کې له یوه سوداګریز مرکز څخه دوه ښځې د لنډ وخت لپاره نیولې وې.

د ځايي سرچینو په وینا د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو د روضې په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت کړي او پر ښځو یې فشارونه زیات کړي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغو محتسبینو د سې‌شنبې په ورځ د روضې په شمال کې له یوه سوداګریز مرکز څخه دوه ښځې د څه وخت لپاره نیولې وې.

عیني شاهدان وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف وسله‌والو محتسبین په هغو سیمو کې ګرځي، چې ښځې ورته ډېر تګ راتګ کوي.

دا پېښه په داسې حال کې ده، چې په بلخ ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

بریتانیا په هرات کې د لاریون والو خلاف د ځواک کارولو د بندولو غوښتنه کړې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
بریتانیا په هرات کې د لاریون والو خلاف د ځواک کارولو د بندولو غوښتنه کړې
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په هرات کې د طالبانو له لوري له معترضانو سره د زور زیاتي د کارولو په اړه پر خپرو شویو راپورونو اندېښنه ښودلې ده. دغه ډېپلومات د هرات په سړکونو کې د ځواک کارولو د بندولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي په هرات کې د طالبانو له لوري پر سړکونو د زور زیاتي د کارولو او د وضعیت د ترینګلتیا د کمولو، د بیان ازادۍ ته د درناوي او د هر ډول غیرقانوني زیان رسونې په تړاو د طالبانو د ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده.

دغه برېتانوي ډیپلومات د هرات پر سړکونو د ځواک کارولو د سملاسي درولو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیولو او محدودیتونو په کورنۍ او نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

تادین خان اڅکزي د هرات له لاریون والو سره د طالبانو چلند غندلی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۱
تادین خان اڅکزي د هرات له لاریون والو سره د طالبانو چلند غندلی
100%

د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان اڅکزي په هرات کې پر لاریون کوونکو د طالبانو ډزې او تاوتریخجن چلند غندلي. نوموړي دغه برید یو غیرانساني عمل بللی او ویلي یې دي چې د هرات اوسېدونکي یوازې د خپلو انساني او اسلامي حقونو د غوښتلو لپاره سړکونو ته راوتلي وو.

تادین خان اڅکزي ویلي، چې د هرات اوسېدونکي د خپلو انساني او اسلامي حقونو لکه د زده کړې، کار او ازادۍ غوښتلو لپاره سوله ییز لاریون ته راوتلي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د زده کړې، کار، ازادۍ او سوکالۍ حقونه د ټولو افغانانو مشروع او بنسټیز حقونه دي او دوی د هېواد د هر وګړي لپاره دغه حقونه غواړي.

اڅکزي روښانه کړې، چې د افغانستان په هر ګوټ کې د سوله ییزو اعتراضونو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غیرانساني دی او دوی یې په کلکه غندي.