په هرات کې لاریونونه؛ د طالبانو لهخوا په ډزو کې څو کسان ټپیان شوي دي

د هرات اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه ولایت د جبرییل سیمې په لاریونونو کې د طالبانو ځواکونو پر لاریونوالو مستقیمې ډزې کړې چې له امله یې څو کسان ټپیان شوي دي.

د هرات اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه ولایت د جبرییل سیمې په لاریونونو کې د طالبانو ځواکونو پر لاریونوالو مستقیمې ډزې کړې چې له امله یې څو کسان ټپیان شوي دي.
لاتراوسه د ټپیانو د کره شمېر په اړه معلومات نهشته؛ خو هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښیي، چې طالبانو پر خلکو مخامخ ډزې کړې دي. په یوه ویډیو کې یو ځوان بل ځوان پر اوږه وړي، چې په پښه ټپي شوی دی.
په هرات کې د سېشنبې ورځې لاریونونه د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو د لړۍ پرضد پیل شول. د سیمهییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو د اعتراض کوونکو د ځپلو او خورولو لپاره پر هغوی ډزې وکړې.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت وايي، د روان کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۸زره او ۸۱۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ په دې موده کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له کبله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت ویاند یوسف حماد ویلي، چې د دغه پېښو له امله ۱۹۹۲ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۷۱۸۷ نور برسېرن ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا؛ ۲۹۴ هټۍ په بشپړه توګه او ۳۰۷ نورې برسېرنې زیانمنې شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د طبیعي پېښو له امله ۵۷ پلچکونه، ۴۳ جوماتونه، ۳۸۲ څاهګانې او د اوبو شبکې، ۵۸۰ کیلومتره سړکونه، ۳۵زره او ۹۸۸ جریبه کرنیزه ځمکه، د ۴۳۲۴ جریبه بڼونو حاصلات، ۵۵زره او ۷۱۸ ونې او ۴۶۳۰ سولري دستګاوې هم ویجاړې شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې؛ په دې موده کې ۱۷۱۳ څاروي هم د طبیعي پېښو له امله تلف شوي دي.
له بل پلوه په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نهکوي. یاد سازمان پر اېکس لیکلي، لږترلږه ۷۰ تر ۸۰سلنه د بېړنیو مرستو بېړني اړمن کسان ښځې او ماشومان دي او نږدې ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله بېځایه کېږي هم ښځې او ماشومان دي.
د «راواه» په نوم د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ په هرات کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې او دغه کړنه یې له «اسلامي اصولو، انساني کرامت او ټولنیز عدالت» خلاف یاده کړې ده. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې په هرات کې ټولې نیول شوې ښځې ژر تر ژره خوشې کړي.
دغه بنسټ په هرات کې د نیول شویو ښځو او نجونو په ملاتړ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې دغه ډول نیونې د سپکاوي بڼه لري. دوی زیاته کړې، چې ټولنې د سپکاوي، توهین، وېرې او زور له لارې نه اصلاح کېږي؛ بلکې د علم، اخلاقو، ښه چلند او قناعت له لارې کېږي.
د ښځو یاد بنسټ پوښتلي، «که ښځې د حجاب د نه رعایت له امله یوازې په کوڅو او عامه ځایونو کې ونیول شي، زندانونو ته ولېږدول شي او پرته له شرعي محرم څخه وساتل شي؟ ایا دغه عمل د اسلامي عدالت، د ښځو د عزت او انساني کرامت له اصولو سره سمون لري؟»
د دغه بنسټ په خبره، ښځه یوازې د کنټرول او فشار موضوع نه؛ بلکې د سالمې ټولنې د جوړښت بنسټیزه برخه ده. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې «د دین تطبیق باید د عدالت، حکمت، رحمت او شرعي اصولو پر بنسټ وي؛ نه د داسې کړنو له لارې چې خلک له دین واټن واخلي او اسلام د سخت او وېروونکي دین په توګه معرفي کړي».
د رواه بشري حقونو سازمان له اسلامي عالمانو، د بشري حقونو مدافعینو، نړۍوالو اسلامي بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو د انساني او شرعي حقونو د ساتنې لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.
دوی زیاته کړې: «د افغانستان د ښځو د عزت، امنیت او انساني کرامت د ساتنې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخلي».
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ټاپي پروژې د هرات فاز چارې نږدې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ د ټاپي د ګازو نللیکه د افغانستان په خاوره کې ۸۰ کیلومتره غځول شوې او شاوخوا ۱۲۶ کیلومتره مسیر ورته چمتو شوی دی.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې د نللیکې د خښولو لپاره ۵۱ کیلومتره جرکیندنه ترسره شوې او تر دې دمه ۳۶.۳ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. د هغه په خبره؛ د یادې پروژې اړوند ۱۰۸ کیلومتره نښلونکی او نظارتي سړک هم جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې چارو له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې د عملي کېدو او د چارو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد ستره سیمهییزه پروژه ده، چې موخه یې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسول دي.
د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکې ټولنې مشر عبدالقاسم امرخېل وایي، اوسمهال د افغانستان وچه مېوه ۳۰ هېوادونو ته صادرېږي. نوموړي زیاته کړې، چې په نړۍوال بازار کې د وچې مېوې تقاضا زیاته شوې او د افغانستان مېوه د طبیعي خاصیت له مخې خاص ځای لري.
امرخېل زیاتوي، چې د افغانستان وچه مېوه اروپا، امریکا، کاناډا او ډېره برخه یې هندوستان هېواد ته صادرېږي. نوموړي پر واکمنو د اسانتیاوو د پراخېدو غږ کړی.
هغه زیاته کړې: «۳۰ هېوادونو ته صادرات لرو، زیاتره زموږ صادرات هند ته وي. زموږ صادارت د چابهار او بندر عباس له لارو وو؛ خو اوس د امریکا، اسراییل او ایران جګړې له کبله لاره اوږده شوې».
د نوموړي په خبره؛ په نړۍوال بازار کې هر کال د وچې مېوې غوښتنه زیاتېږي او د افغانستان وچه مېوه ځکه خاص ځای او ګرم بازار لري چې طبیعي ده. افغانستان د وچې مېوې د تولید او صادراتو له مهمو هېوادونو شمېرل کېږي. ممیز، بادام، پسته، ځڼغوزي، غوزان، زردالو او انځر د هېواد له مشهورو صادراتي محصولاتو دي چې د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته لېږدول کېږي.
د طالبانو د کرنې وزارت او خصوصي سکټور د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو کلونو کې د افغانستان وچې مېوې لپاره نړۍواله تقاضا زیاته شوې، خو د ترانزیټي ستونزو، د لېږد لوړو لګښتونو او د صادراتي لارو د محدودیتونو له امله صادرونکي له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.
د سوداګرو په باور؛ که د ترانسپورټ، بستهبندۍ او بازارموندنې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي، د وچې مېوې صادرات به نور هم پراخ شي او د هېواد اقتصاد ته به د پام وړ عواید ولري.
د افغانستان استازي نصیراحمد فایق هغه څرګندونې چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي وو، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندي او د هغوی د تکرار مخه ونیسي؛ د پاکستان د استازي له غبرګون سره مخ شوې.
فایق د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د افغانستان کړکېچ ته یو نوی او خطرناک اړخ ورکړی او د ملکي وګړو د درنو تلفاتو لامل شوی دی.
هغه په کابل کې پر یوه ملکي روغتیايي مرکز د برید یادونه وکړه، چې د یوناما د راپور له مخې لسګونه کسان پهکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. فایق زیاته کړه: «موږ هغه ټول بریدونه په کلکه غندو، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي بنسټونه ویجاړوي او د افغانستان حاکمیت تر پښو لاندې کوي. له یادې شورا غواړو، چې دغه بریدونه وغندي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي».
فایق ټینګار وکړ: «هیڅ امنیتي ملاحظه که هر څومره مشروع هم وي، داسې کړنې نهشي توجیه کولی چې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا د ملګرو ملتونو د منشور او د نړۍوالو بشري قوانینو اصول نقض کړي».
د دغه څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان استازي وویل، چې «د پاکستان اقدامات یوازې د هغو ترهګرو ډلو زېربناوې، پوځي او ملاتړي مرکزونه په نښه کړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او هېڅکله د افغانستان عادي خلک موخه نه وو».
هغه دا ادعا هم رد کړه، چې ګواکې په کابل کې د نشهیي توکو د درملنې یو مرکز په نښه شوی دی او ویې ویل چې د دې خلاف هره ادعا: «درواغ او د تبلیغاتو یوه برخه ده».
د پاکستان استازي زیاته کړه، چې په یاد مرکز کې چاودنه د پاکستاني برید د ثانوي اغېزو او په هغه ځای کې د وسلو د شتهوالي له امله رامنځته شوې وه. د پاکستان استازي د خپلو خبرو په بله برخه کې یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په افغانستان کې له «ترهګرو» ډلو ملاتړ کوي.
هغه وویل: «د هند اصلي موخې په افغانستان کې حتی که د بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تر پوښښ لاندې هم وي، د پاکستان بېثباته کول دي او د دې لپاره یو له وسیلو څخه په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو کارول دي».
هغه زیاته کړه: «له څه مودې راهیسې موږ له طالبانو سره د هند نوې لېوالتیا وینو او دغه موضوع زموږ لپاره د پام وړ ده». د هغه په وینا؛ د هند په چلند کې دغه بدلون وروسته له هغه راغلی، چې پاکستان د افغانستان دننه د وسلهوالو پر پټنځایونو او روزنیزو کمپونو د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.
د پاکستان استازي همداراز نصیراحمد فایق تورن کړ، چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان څوکۍ «نیولې» ده او ویې ویل: «هغه د افغانستان د خلکو د هېچا استازی نهدی». فایق په ځواب کې وویل، چې دی د افغانستان د منتخب او دیموکرات حکومت استازی دی؛ هغه حکومت چې د ده په وینا شاوخوا پنځه کاله مخکې د طالبانو لهخوا د پاکستان له ملاتړه برخمن وو؛ نسکور شو.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو څو ځله پاکستان ته د طالبانو او نورو نیابتي ډلو د ملاتړ او پناه ورکولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو: «دغه خبرداري له پامه وغورځول شول».
فایق وویل: «نن پاکستان په خپله له هغو ډېرو ستونزو سره مخ دی، چې افغانستان کلونه مخکې د هغو په اړه خبرداری ورکړی و». هغه ټینګار وکړ: «د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکامو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نهکړي او باید د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي او سیمهییزو سیالیو قرباني نهشي».
د افغانستان استازي په پای کې له پاکستان نه وغوښتل، چې د افغانستان د ګاونډي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه د یوه ټولګډونه، دوامداره او سیاسي بهیر ملاتړ وکړي؛ داسې بهیر چې د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد د راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.