• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ته د اسماعیل خان خبرداری: په هرات کې د ښځو ځورول او نیول د زغم وړ نه دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱

پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو ځورولو او نیولو ته غبرګون ښودلی او وايي، هېڅ حکومت په زور او ځپونکو اقداماتو دوام نه کوي. هغه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له خوا په هرات کې د ښځو ځورول او نیول «د بښنې او زغم وړ نه دي.»

دغه پخواني جهادي قوماندان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې «تاریخ شاهد دی چې هېڅ حکومت په زور، ځپلو او د خلکو په تحقیرولو سره کوم ځای ته نه دی رسېدلی او نه به ورسېږي.»

اسماعیل خان د هرات له ښځو وغوښتل چې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او ټینګار یې کړی چې دا وضعیت به دوامدار پاتې نه شي.

اسماعیل خان لیکلي چې «بدوي او جاهلانه» چلندونه چې د وګړو له «حیثیت، ابرو او انساني او اسلامي کرامت» سره لوبې کوي، د توجیه وړ نه دي.

اسماعیل خان ټینګار کړی، چې د هرات د ښځو او نجونو پر وړاندې «سلیقوي» محدودیتونه د دغه ښار د خلکو «حرمت او حیثیت ته بې‌ادبي» ده. هغه زیاته کړه چې په «غیر اصولي او سلیقوي لارو چارو» د دیني احکامو تبلیغ له «دین تېښتې او د باورونو له کمزوري کېدو» پرته بله پایله نه لري.

هغه «استبداد، بې‌قانونۍ، د ځواب ویونکي او مشروع حکومتولۍ نشتوالي او بې‌وزلۍ» ته په اشارې سره ویلي، چې د ښځو ځورونې ته مخه کول، د دغه ښار د خلکو تحقیرول دي.

اسماعیل خان لیکلي: «د زموږ د خلکو عزت زموږ سره کرښه ده او د ښځو پر وړاندې د ظلم پر وړاندې چوپتیا د افغانستان له هویت سره خیانت دی.»

هغه د هرات نجونو ته په خطاب کې ویلي: «ستاسو غږ د ټولنې د ویښ وجدان غږ دی.»

د هرات د جبریل ولسوالۍ اوسېدونکو د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسرو نیونو په غبرګون کې لاریون وکړ. ځینو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب ځواکونو دغه لاریونونه په تاوتریخجن چلند سره ځپلي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۴
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

شهرزاد اکبر: د ظلم دا وخت تېریږي خو د طالبانو وحشت به بې ځوابه پاتې نه شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱
شهرزاد اکبر: د ظلم دا وخت تېریږي خو د طالبانو وحشت به بې ځوابه پاتې نه شي
100%

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، چې لرغونی هرات نن د هغو ناپوهانو تر پښو لاندې دی چې ګومان کوي دین او خلک یې یرغمل کړي دي. نوموړې پر طالبانو غږ کړی، چې ستاسې د ظلم زمان به تېر شي او «وحشت به مو بې ځوابه پاتې نه شي».

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې په خپل ایکس لیکلي چې: «د هرات زړورو ښځو! تاسې په دې تیاره زمانه کې د هیلې څراغ بل ساتلی او د مقاومت او عزت بېلګه ګرځېدلې یاست.»

بل خوا د «رواداري» په نوم دبشري حقونو سازمان په خپل تازه راپور کې د هرات د ښځو او اوسېدونکو د ځپلو، د طالبانو د ظالمانه سیاستونو او د امر بالمعروف وزارت د زورواکو چلندونو د دوام او پراختیا یادونه کړې ده. دغه سازمان ویلي چې هر کال زرګونه افغانان د طالبانو له لوري په خپلسري ډول ځورول کېږي، نیول کېږي او وهل ټکول کېږي.

د رواداري بنسټ د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲۱۲۵ د خپلسرو نیونو پېښې یې مستندې کړي دي. یاد سازمان په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې او په ګڼو برخو کې یې لا منظم او پراخ شکل خپل کړی دی.

د راپور له مخې، هدفي او غیرقانوني وژنې، خپلسري نیونې، جبري ورکېدنې، شکنجه او سپکاوي وزمه چلندونه د پام وړ زیات شوي دي.

هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې اوس‌مهال د سیمې وضعیت تر کنټرول لاندې دی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې اوس‌مهال د سیمې وضعیت تر کنټرول لاندې دی
100%

د هرات د جبرییل سیمې د اوسېدونکو تر لاریونونو وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود حسیني افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وضعیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی او «د کړکېچ د لا پراخېدو مخه نیول شوې ده».

دغه طالب چارواکي تایید کړې، چې د سې‌شنبې په ورځ د جبرییل په سیمه کې یوشمېر ښاریانو لاریون کړی و؛ خو مسعود حسیني لاریونوال د تاوتریخوالي او د عامه نظم د ګډوډولو په هڅه تورن کړل.

هغه وویل، چې لاریون کوونکي «د حجاب د مراعاتولو اړوند موضوعاتو او د اسلامي حجاب پر وړاندې د مخالفت» په پلمه راټول شوي وو. نوموړي زیاته کړې: «د امنیتي ځواکونو پر وخت حضور سره وضعیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راوستل شوی او د کړکېچ د لا پراخېدو مخه نیول شوې ده».

بلخوا د سې‌شنبې ورځې لاریونونو یوه عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هغه په خپلو سترګو یو وژل شوی او لږترلږه ۲۲ ټپیان لیدلي دي. همداراز عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د یادو لاریونونو پرمهال ۳۰ کسان نیولي هم دي.

مسعود حسیني ټینګار کړی، چې د جبرییل سیمې وضعیت د طالبانو تر کنټرول لاندې دی. هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښيي، چې طالب ځواکونو د خلکو لاریونونه په تاوتریخوالي ځپلي دي.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د ډزو او د ملکي وګړو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «په ټولنه کې د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو ساتنه مهمه ده او ټول وګړي باید د شرعي قوانینو او منل شویو ټولنیزو اصولو په چوکاټ کې چلند وکړي».

هغه له خلکو غوښتي، په داسې مواردو کې له هغو کړنو ډډه وکړي چې «د بې‌نظمۍ او د عامه امنیت د ګډوډۍ لامل کېږي». مسعود حسیني زیاته کړې، چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د خپل «قانوني مسوولیت» له مخې د امنیت ټینګښت او د عامه نظم د ساتنې لپاره اقدامات کوي او له عامه امنیت سره د هر ډول اخلال په وړاندې به لازم چلند وکړي.

د هرات یو لاریونوال: د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی او ۲۲ ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱
د هرات یو لاریونوال: د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی او ۲۲ ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل
100%

په هرات کې د سې‌شنبې ورځې یو لاریونوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یاد لاریون پرمهال د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی کس او ۲۲ ټپیان یې له نږدې لیدلي. ځینو سرچینو هم د یو کس د وژل کېدو او یوشمېر نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی؛ خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نه‌شته.

د سې‌‌شنبې ورځې لاریونونه د هرات د جبرییل په سیمه کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو پر وړاندې پیل شول. د هرات اوسېدونکو او سیمه‌‌ییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره پر خلکو ډزې وکړې او معترضو د راټولېدو مخه یې ونیوله.

دغه اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سې‌‌شنبې ورځې په لاریون کې په هرات کې د طالبانو د ځواکونو شمېر له معترضو پرتله زیات و. هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، پر لاریون کوونکو پرله‌‌پسې ډزې او له خلکو سره د طالبانو د ځواکونو سخت چلند ښيي.

سرچینې همداراز وایي، چې طالبانو یوشمېر لاریونوال نیولي او د ټپیانو او اعتراض کوونکو د نیولو لپاره روغتونونو ته هم ورغلي دي. د سیمه‌‌ییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو په ورته وخت کې جبرییل سیمې ته نور ځواکونه هم استولي او د ښار فضا تر ډېره امنیتي او پوځي شوې ده.

طالبانو لاتراوسه د دغه پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

طالبان وایي د کډوالو لپاره به د کندوز عسقلان ښارګوټي کې د نمرو د ‌وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
طالبان وایي د کډوالو لپاره به د کندوز عسقلان ښارګوټي کې د نمرو د ‌وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي
100%

په کندوز کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس رمضان کلیم خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د دغه ولایت په مرکز عسقلان ښارګوټي کې د تازه ستنو شویو کډوالو لپاره د نمرو د وېش لړۍ پیل شي.

د هغه په وینا؛ د ښار جوړونې دغه پروژه شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه لري او ټاکل شوې ده، چې د نمرو د وېش بهیر په راتلونکې اوونۍ کې رسما پیل شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه نمرو وېش د راستنو شویو کډوالو د سرپناه ستونزې د حل په موخه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د یادې ډلې د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش کمېټې له لوري څه باندې ۴زره راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د هغه په وینا؛ له دې سره د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټول‌ټال شمېر ۴۰زره او ۴۳۱ ته لوړ شو.

پکتیکا کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۱
پکتیکا کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي
100%

په پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي. طالبانو له خلکو غوښتي، چې په شکمنو مهماتو لاس ونه وهي.

په پکتیکا کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې یو کباړ ټولوونکي د مرمۍ د ټوټه کولو هڅه کوله. طالبانو زیاته کړې، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۳،۳ مېلیونه کسان په افغانستان کې د هغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي، چې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي. د جګړې پاتې مهماتو چاودنو په وار، وار د خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند اخیستی او لاهم د جدي اندېښنې وړ ستونزه ګڼل کېږي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۷۹ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. دغه بنسټ زیاتوي، چې په همدې کال کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۳۰ نارینه، ۶ ښځې او ۴۳ ماشومان وژل شوي دي.