د هرات یو لاریونوال: د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی او ۲۲ ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل

په هرات کې د سېشنبې ورځې یو لاریونوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یاد لاریون پرمهال د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی کس او ۲۲ ټپیان یې له نږدې لیدلي. ځینو سرچینو هم د یو کس د وژل کېدو او یوشمېر نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی؛ خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نهشته.
