د افغانستان، هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو جام نندارې ته وړاندې شو

د افغانستان، هند او سریلانکا د الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه یو ورځنیو سیالیو جام نن د درې واړو لوبډلو د لوبډلمشرانو په حضور کې نندارې ته وړاندې شو. ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ د ۱۴۰۵کال (د غبرګولي له ۱۹مې تر ۳۱مې) پورې د سریلانکا د دمبولا ښار په کوربهتوب ترسره شي.
