اسراییلي پوځ د لبنان په سویل کې خلکو ته د سیمې پرېښودو امر کړی

اسراییلي پوځ د سېشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لبنان په سویل کې یې د عیسوي مېشتو سیمو په ګډون د صور ښار اوسېدونکو ته له یادې سیمې د وتلو امر کړی.

اسراییلي پوځ د سېشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لبنان په سویل کې یې د عیسوي مېشتو سیمو په ګډون د صور ښار اوسېدونکو ته له یادې سیمې د وتلو امر کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد ښار ځینې سیمې وړاندې له ورته امرونو مستثنا وې. د اسراییل پوځ ویلي، چې د حزبالله ځواکونه په دغه سیمه کې فعالیت کوي. د تخلیې په پخوانیو امرونو کې عیسوي مېشتې سیمې وړاندې له دغه ډول ګواښونو مستثنا وې.
دغه ادارې وړاندې د یادې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، که چېرې په سیمه کې د حزبالله حضور دوام ومومي؛ نو دوی ته به هم د وتلو امر صادر شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې د ایبولا ناروغۍ وروستۍ خپرېدنه د هغو ټولنو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی چې له وړاندې د جګړو او بېځایه کېدو له امله سخت اغېزمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې له دوو میلیونو څخه زیات بېځایه شوي کسان اوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ایبولا د انتقال لوړ ګواښ لري.
یاد سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې او اقدامات اړین دي، څو د ویروس د لا پراخېدو مخه ونیول شي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په جګړه ځپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د ایبولا د خپرېدو ګواښ لا زیات کړی او نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده ترڅو د مخنیوي هڅې پراخې شي.
په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان او ترکمنستان استازو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ښه والي، اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د دوامدار ثبات د ټینګښت غوښتنه وکړه.
د دواړو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، د سوداګرۍ پراختیا او سیمهییزه همغږي کولای شي د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.
د ازبکستان استازي وویل چې یوازې بشري مرستې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره بسنه نه کوي، بلکې د اقتصادي اصلاحاتو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د زیربناوو پراختیا ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې د یوناما د فعالیت ملاتړ کوي او د افغانستان له خلکو سره د دې ادارې مرستې ستایي. د هغه په وینا، ملګري ملتونه باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپل مرکزي او همغږي کوونکی رول وساتي.
دغه ډیپلومات همداراز د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ د نړیوالې ټولنې له مهمو مسؤلیتونو څخه وباله.
بلخوا د ترکمنستان استازي، وویل چې د دغه هېواد د وضعیت ژر ښه کېدل د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.
هغه زیاته کړه چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له طالبانو سره بېلابېل تعاملات شوي، خو پایلې یې محدودې پاتې شوې دي او د افغانستان عمومي وضعیت لا هم نازک او ناسم ډاډمن دی.
د ترکمنستان استازي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید عملي او پایلهمحورو تګلارو ته ډېر پام وکړي، څو د افغانستان خلکو ته محسوسې ګټې ورسېږي.
هغه همداراز وویل چې له طالبانو سره تعامل باید د اوسني وضعیت د عادي کېدو معنا ونه لري او نه باید د محدودیتونو دوام ته مشروعیت ورکړي.
جرمني او فرانسې پرېکړه کړې چې د نوې نسل د جنګي الوتکې ګډه پروژه لغوه کړي، دا هغه پروګرام دی چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارد یورو ارزښت لري او د اروپا تر ټولو لویه دفاعي پروژه بلل کېده.
د جرمني او فرانسې مشرانو د یوې ګډې اعلامیې له مخې پرېکړه کړې چې د نوي نسل د جنګي جټ الوتکې د جوړولو له مهمې اروپايي پروژې لاس واخلي.
د جرمني چارواکو ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د جرمني لومړي وزیر فریدریښ میرڅ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په مونټینیګرو کې د اروپايي ټولنې او لوېدیځ بالکان د سرمشریزې په څنډه کې د دې پروژې پر ستونزو خبرې وکړې او دې نتیجې ته ورسېدل چې د صنعت د شریکو شرکتونو ترمنځ د څو میاشتو اختلافاتو حل امکان نه لري.
مرڅ له مکرون څخه غوښتي چې نور د ګډې جنګي الوتکې پروژه پر مخ نه وړي.
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دواړو مشرانو د دې پروژې په اړه اوږدې خبرې وکړې او د دې حقیقت له امله یې خواشیني څرګنده کړه چې د اروپا د هوافضا لوی شرکت «ایربس»، چې د جرمني او هسپانیا استازیتوب کوي، او د فرانسې «ډاسو اویېشن» ترمنځ هوکړه نه ده شوې.
دا پروژه چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارد یورو ارزښت لري او هسپانیا هم پکې شامله ده، د لوېدیځو هېوادونو د دفاعي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره د اروپا تر ټولو لویه هڅه بلل کېده. خو د هغې لغوه کېدل په داسې وخت کې شوي چې د لوېدیځو پوځي چارواکو په وینا له روسیې د ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او متحده ایالات پر اروپا فشار راوړي چې خپل دفاعي ظرفیتونه پیاوړي کړي.
راپور زیاتوي چې که څه هم د پروژې د اصلي جنګي الوتکې برخه لغوه شوې، خو د هغې ځینې نورې برخې لکه د ډرونونو او د جګړې د معلوماتي شبکې (Combat Cloud) پراختیا ښايي تر یوه بل نوم لاندې دوام وکړي.
دغه پروژه چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د فرانسې او جرمني د پخواني او اوسني مشرانو په ملاتړ پیل شوې وه، په وروستیو کلونو کې له سختو اختلافاتو او د تخنیکي او صنعتي کنټرول پر سر له شخړو سره مخ وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له واشنګټن څخه غوښتي چې اسراییل ته د بریدونو د درولو پیغام ورسوي. نوموړي زیاته کړې چې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې په اړیکه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره خبرې کړې دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې چې له اسراییلي ټلوېزیوني چینل ۱۲ سره یې کړې، ویلي چې ایران له امریکا غوښتنه کړې وه څو اسراییل د بریدونو د درېدو ته وهڅوي.
نوموړي ویلي: «دوشنبه سهار ایرانیانو موږ ته وویل چې نور به پر اسراییل برید ونه کړي او غوښتنه یې وکړه چې موږ اسراییل ته ووایو چې بریدونه ودروي. ما له بنیامین نتانیاهو سره اړیکه ونیوله او هغه مې ودراوه.»
ټرمپ زیاته کړې چې هغه د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، که د اسراییلو بریدونه پراخ شي او له ایران سره په یوه بشپړ جګړه واوړي، نو ښایي اسراییل په پای کې «یوازې» پاتې شي.
هغه ویلي: «ما نوموړي ته وویل ډېر پام کوه چې څه کوې، ځکه ښایي ډېر ژر د ایران پر وړاندې یوازې پاتې شې.»
ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې د اسراییل د بریدونو د محدودولو په برخه کې بریالی شوی او ویلي یې دي چې د سیمې ځینو هېوادونو له هغه غوښتي چې د منځګړیتوب له لارې د جګړې د درېدو او د یوې هوکړې د رامنځته کېدو لپاره پر نتانیاهو فشار راوړي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بحرین استازې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان د امنیت شورا د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د زدهکړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون پر بندیزونو اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي وویل چې افغانستان د ثبات، بیارغونې او پراختیا لپاره د خپلې ټولنې له نیمایي ظرفیت څخه محروم شوی او دا چاره د هېواد پر راتلونکي منفي اغېز کوي.
د بحرین استازې ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې، کار او په عامه ژوند کې د خوندي او اغېزناک ګډون ملاتړ کوي او د دغو حقونو د تأمین غوښتونکی دی.
هغې همداراز وویل چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، له ۲۱ میلیونو څخه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، او د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو پلان لا هم د بودجې له جدي کمښت سره مخ دی.
دغه بحرینۍ ډیپلوماټې زیاته کړې چې هېواد ته د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم پر عامه خدمتونو او موجودو امکاناتو اضافي فشار وارد کړی دی.
هغې ټینګار وکړ چې باید ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې د افغانستان د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ وېشل کېږي او له هر ډول تبعیض پرته اړمنو کسانو ته رسېږي. د هغې په وینا، دا کار کولای شي د خلکو د ژوند د شرایطو د لا خرابېدو مخه ونیسي او د ښهوالي او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
د بحرین استازې د خپلو خبرو په بله برخه کې د دوحې بهیر پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه بهیر د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل لپاره یو څو اړخیز او منظم چوکاټ برابروي.
هغې وویل: «د دوحې بهیر د لومړیتوب لرونکو موضوعاتو په حل او د افغانستان د خلکو په ګټه د عملي پایلو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.» نوموړې د دغه بهیر د کاري ډلو، په ځانګړي ډول د مخدره موادو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ برخو د پیاوړتیا غوښتنه هم وکړه.
د بحرین استازې په پای کې وویل چې د افغانستان ثبات د سرحدونو هاخوا د ترهګریزو ګواښونو له مخنیوي سره مستقیم تړاو لري او باید ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناهځای یا د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د ګواښ په مرکز بدله نه شي.