نصیر احمد فایق: د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات د وېرې او بېوسۍ نښه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو پر وروستیو کړنو سخته نیوکه کړې. هغه وایي، چې د ښځو نیول، پر لاریونوالو ډزې او د بېګناه خلکو وژل د هغوی د ځواکمنۍ نښه نه، بلکې د وېرې، بېوسۍ او د خلکو له بیدارۍ څخه د ډار څرګندونه کوي.
