• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې وسله والو ۶ پاکستاني نظامیان وژلي او ۷ نور یې تښتولي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور او کوهاټ ولسوالۍ پر پوله په حسن خېل سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو شپږ نظامیان وژل شوي او ۷ نور تښتول شوي دي. په نښتو کې د ۸ وسله والو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی.

پاکستاني رسنیو خبر ور کړی، چې په پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان اړوند رسنیو د تښتول شویو نیمه‌پوځي ځواکونو انځورونه هم خپاره کړي دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۴
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې اوس‌مهال د سیمې وضعیت تر کنټرول لاندې دی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې اوس‌مهال د سیمې وضعیت تر کنټرول لاندې دی
100%

د هرات د جبرییل سیمې د اوسېدونکو تر لاریونونو وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود حسیني افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وضعیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی او «د کړکېچ د لا پراخېدو مخه نیول شوې ده».

دغه طالب چارواکي تایید کړې، چې د سې‌شنبې په ورځ د جبرییل په سیمه کې یوشمېر ښاریانو لاریون کړی و؛ خو مسعود حسیني لاریونوال د تاوتریخوالي او د عامه نظم د ګډوډولو په هڅه تورن کړل.

هغه وویل، چې لاریون کوونکي «د حجاب د مراعاتولو اړوند موضوعاتو او د اسلامي حجاب پر وړاندې د مخالفت» په پلمه راټول شوي وو. نوموړي زیاته کړې: «د امنیتي ځواکونو پر وخت حضور سره وضعیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راوستل شوی او د کړکېچ د لا پراخېدو مخه نیول شوې ده».

بلخوا د سې‌شنبې ورځې لاریونونو یوه عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هغه په خپلو سترګو یو وژل شوی او لږترلږه ۲۲ ټپیان لیدلي دي. همداراز عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د یادو لاریونونو پرمهال ۳۰ کسان نیولي هم دي.

مسعود حسیني ټینګار کړی، چې د جبرییل سیمې وضعیت د طالبانو تر کنټرول لاندې دی. هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښيي، چې طالب ځواکونو د خلکو لاریونونه په تاوتریخوالي ځپلي دي.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د ډزو او د ملکي وګړو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «په ټولنه کې د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو ساتنه مهمه ده او ټول وګړي باید د شرعي قوانینو او منل شویو ټولنیزو اصولو په چوکاټ کې چلند وکړي».

هغه له خلکو غوښتي، په داسې مواردو کې له هغو کړنو ډډه وکړي چې «د بې‌نظمۍ او د عامه امنیت د ګډوډۍ لامل کېږي». مسعود حسیني زیاته کړې، چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د خپل «قانوني مسوولیت» له مخې د امنیت ټینګښت او د عامه نظم د ساتنې لپاره اقدامات کوي او له عامه امنیت سره د هر ډول اخلال په وړاندې به لازم چلند وکړي.

د هرات یو لاریونوال: د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی او ۲۲ ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱
د هرات یو لاریونوال: د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی او ۲۲ ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل
100%

په هرات کې د سې‌شنبې ورځې یو لاریونوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یاد لاریون پرمهال د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی کس او ۲۲ ټپیان یې له نږدې لیدلي. ځینو سرچینو هم د یو کس د وژل کېدو او یوشمېر نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی؛ خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نه‌شته.

د سې‌‌شنبې ورځې لاریونونه د هرات د جبرییل په سیمه کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو پر وړاندې پیل شول. د هرات اوسېدونکو او سیمه‌‌ییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره پر خلکو ډزې وکړې او معترضو د راټولېدو مخه یې ونیوله.

دغه اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سې‌‌شنبې ورځې په لاریون کې په هرات کې د طالبانو د ځواکونو شمېر له معترضو پرتله زیات و. هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، پر لاریون کوونکو پرله‌‌پسې ډزې او له خلکو سره د طالبانو د ځواکونو سخت چلند ښيي.

سرچینې همداراز وایي، چې طالبانو یوشمېر لاریونوال نیولي او د ټپیانو او اعتراض کوونکو د نیولو لپاره روغتونونو ته هم ورغلي دي. د سیمه‌‌ییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو په ورته وخت کې جبرییل سیمې ته نور ځواکونه هم استولي او د ښار فضا تر ډېره امنیتي او پوځي شوې ده.

طالبانو لاتراوسه د دغه پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

طالبان وایي د کډوالو لپاره به د کندوز عسقلان ښارګوټي کې د نمرو د ‌وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
طالبان وایي د کډوالو لپاره به د کندوز عسقلان ښارګوټي کې د نمرو د ‌وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي
100%

په کندوز کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس رمضان کلیم خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د دغه ولایت په مرکز عسقلان ښارګوټي کې د تازه ستنو شویو کډوالو لپاره د نمرو د وېش لړۍ پیل شي.

د هغه په وینا؛ د ښار جوړونې دغه پروژه شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه لري او ټاکل شوې ده، چې د نمرو د وېش بهیر په راتلونکې اوونۍ کې رسما پیل شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه نمرو وېش د راستنو شویو کډوالو د سرپناه ستونزې د حل په موخه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د یادې ډلې د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش کمېټې له لوري څه باندې ۴زره راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د هغه په وینا؛ له دې سره د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټول‌ټال شمېر ۴۰زره او ۴۳۱ ته لوړ شو.

پکتیکا کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۱
پکتیکا کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي
100%

په پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي. طالبانو له خلکو غوښتي، چې په شکمنو مهماتو لاس ونه وهي.

په پکتیکا کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې یو کباړ ټولوونکي د مرمۍ د ټوټه کولو هڅه کوله. طالبانو زیاته کړې، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۳،۳ مېلیونه کسان په افغانستان کې د هغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي، چې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي. د جګړې پاتې مهماتو چاودنو په وار، وار د خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند اخیستی او لاهم د جدي اندېښنې وړ ستونزه ګڼل کېږي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۷۹ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. دغه بنسټ زیاتوي، چې په همدې کال کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۳۰ نارینه، ۶ ښځې او ۴۳ ماشومان وژل شوي دي.

د راون کال له پیل راهیسې؛ د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۱
د راون کال له پیل راهیسې؛ د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت وايي، د روان کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۸زره او ۸۱۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ په دې موده کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له کبله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت ویاند یوسف حماد ویلي، چې د دغه پېښو له امله ۱۹۹۲ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۷۱۸۷ نور برسېرن ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا؛ ۲۹۴ هټۍ په بشپړه توګه او ۳۰۷ نورې برسېرنې زیانمنې شوې دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د طبیعي پېښو له امله ۵۷ پلچکونه، ۴۳ جوماتونه، ۳۸۲ څاه‌ګانې او د اوبو شبکې، ۵۸۰ کیلومتره سړکونه، ۳۵زره او ۹۸۸ جریبه کرنیزه ځمکه، د ۴۳۲۴ جریبه بڼونو حاصلات، ۵۵زره او ۷۱۸ ونې او ۴۶۳۰ سولري دستګاوې هم ویجاړې شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې؛ په دې موده کې ۱۷۱۳ څاروي هم د طبیعي پېښو له امله تلف شوي دي.
له بل پلوه په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نه‌کوي. یاد سازمان پر اېکس لیکلي، لږترلږه ۷۰ تر ۸۰سلنه د بېړنیو مرستو بېړني اړمن کسان ښځې او ماشومان دي او نږدې ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه کېږي هم ښځې او ماشومان دي.