• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا په هرات کې د لاریون والو خلاف د ځواک کارولو د بندولو غوښتنه کړې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په هرات کې د طالبانو له لوري له معترضانو سره د زور زیاتي د کارولو په اړه پر خپرو شویو راپورونو اندېښنه ښودلې ده. دغه ډېپلومات د هرات په سړکونو کې د ځواک کارولو د بندولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي په هرات کې د طالبانو له لوري پر سړکونو د زور زیاتي د کارولو او د وضعیت د ترینګلتیا د کمولو، د بیان ازادۍ ته د درناوي او د هر ډول غیرقانوني زیان رسونې په تړاو د طالبانو د ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده.

دغه برېتانوي ډیپلومات د هرات پر سړکونو د ځواک کارولو د سملاسي درولو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیولو او محدودیتونو په کورنۍ او نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

تادین خان اڅکزي د هرات له لاریون والو سره د طالبانو چلند غندلی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۱
تادین خان اڅکزي د هرات له لاریون والو سره د طالبانو چلند غندلی
100%

د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان اڅکزي په هرات کې پر لاریون کوونکو د طالبانو ډزې او تاوتریخجن چلند غندلي. نوموړي دغه برید یو غیرانساني عمل بللی او ویلي یې دي چې د هرات اوسېدونکي یوازې د خپلو انساني او اسلامي حقونو د غوښتلو لپاره سړکونو ته راوتلي وو.

تادین خان اڅکزي ویلي، چې د هرات اوسېدونکي د خپلو انساني او اسلامي حقونو لکه د زده کړې، کار او ازادۍ غوښتلو لپاره سوله ییز لاریون ته راوتلي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د زده کړې، کار، ازادۍ او سوکالۍ حقونه د ټولو افغانانو مشروع او بنسټیز حقونه دي او دوی د هېواد د هر وګړي لپاره دغه حقونه غواړي.

اڅکزي روښانه کړې، چې د افغانستان په هر ګوټ کې د سوله ییزو اعتراضونو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غیرانساني دی او دوی یې په کلکه غندي.

د افغانستان بانک او افغانستان ـ امریکا سوداګرۍ خونې مسوولان د بانکي ودې پر پراختیا غږېدلي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۴ GMT+۱
د افغانستان بانک او افغانستان ـ امریکا سوداګرۍ خونې مسوولان د بانکي ودې پر پراختیا غږېدلي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په کابل کې د افغانستان-امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له مشر جف ګریکو سره لیدلي دي. دواړو لوریو د بانکي اړیکو پر پراختیا د سوداګرۍ ودې، پانګونې فرصتونو او د بانکي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې صدیق الله خالد ویلي، چې د افغانستان بانک د یوه باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې لپاره له ټولو کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د رغنده همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

هغه زیاته کړې: «موږ باور لرو چې د بانکي سکټور پیاوړتیا او د خصوصي سکټور وده د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د دوامدارې هوساینې له مهمو بنسټونو څخه دي.»

د افغانستان بانک ویلي، په دې غونډه کې د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، برېښنايي بانکدارۍ، د پیسو نړیوال انتقال، د مالي خدمتونو د ښه والي او د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا اړوند موضوعاتو په اړه هم د دواړو لوریو ترمنځ خبرې شوې دي.

د کابل یو شمېر موبایل پلورونکي: په کابل کې د زړو موبایلونو پلور زیات شوی دی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۰ GMT+۱
د کابل یو شمېر موبایل پلورونکي: په کابل کې د زړو موبایلونو پلور زیات شوی دی
100%

په کابل کې د موبایلونو یو شمېر پلورونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملا هبت الله له نوي حکم سره د زړو ځیرکو موبایلونو پلور په بېساري ډول زیات شوی. یاد دوکانداران وايي چې دا موبایلونه د دې لپاره اخیستل کیږي چې د دولتي ادارو کارکوونکي یې د خپلو مشرانو پر وړاندې مات کړي.

دوکانداران وايي، د دې محدودیتونو له امله ګڼ دولتي کارکوونکي مجبور شوي چې ساده موبایلونه هم واخلي، څو د اداري اصولو سره سم عمل وکړي او له ځیرکو موبایلونو څخه مخنیوی وشي.

د کابل په شهرنو کې د موبایلونو پلورونکی حاجي عبدالرحمن وایي: «له تېرو دوو ورځو راپه دې خوا د ساده موبایلونو او زړو ځیرکو موبایلونو غوښتنه ډېره زیاته شوې ده. ډېری دولتي کارکوونکي راځي او وايي موږ ته داسې موبایل راکړه چې ارزانه وي او له کاره لوېدولی وي».

د ارزان قیمت بازار یو بل دوکاندار محمد یونس وايي چې د ملا هبت الله له حکم سره سم دوی ټول هغه زاړه او له کاره لویدلي ځیرک موبایلونه هم پلورلي دي چې پخوا چا نه اخیستل.

هغه وايي: «اوس خلک مجبور شوي چې زاړه موبایلونه واخلي. ځینې یې یوازې د دې لپاره اخلي چې د خپلو ادارو د مشرانو مخ کې یې مات کړي یا وسپاري».

د کابل په کارته نو کې له نومښودنې پرته وویل، چې په بازار کې د زړو ځیرکو موبایلونو شمېر کم شوی دی.

نوموړی زیاتوي: «هغه موبایلونه چې مخکې چا نه اخیستل اوس یې بازار جوړ شوی دی. خلک ساده ټیلفونونه اخلي او حتا خپل زاړه وسایل بیا کاروي».

د کابل د موبایل بازار دوکانداران وایي چې د نویو محدودیتونو له امله د خلکو د موبایل کارولو طریقه هم بدله شوې ده. د دوی په وینا، زړو موبایلونو اوس یو ځل بیا په بازار کې ځای نیولی او تقاضا یې په چټکۍ سره لوړه شوې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت د یو سند له مخې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی، د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده په یوه نوي شفاهي حکم کې پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایل کارول بند کړي. په سند کې سرغړوونکي کسان مجرمان یاد شوي او وايي، نظامي محکمو ته به معرفي شي.

په ترلاسه شوي سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې له دغه امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمین وبلل شي او تر قانوني تعقیب لاندې به راشي.

په دغه شفاهي حکم کې راغلي چې سرغړوونکي به نظامي محکمو ته معرفي کېږي.

دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د یادو زونونو د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده.

د ترلاسه شوي سند له مخې، د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسان دنده لري چې د دغه حکم د ښه تطبیق په موخه د طالبانو مشرتابه ته بېرته ډاډ ورکړي.

جمعیت اسلامي: طالبان د کمونیستانو غوندې د وېرې په خپرولو د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولای

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۱
جمعیت اسلامي: طالبان د کمونیستانو غوندې د وېرې په خپرولو د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولای
100%

جمعیت اسلامي ګوند په هرات ولایت کې د ښځو پر سوله ییز لاریون د طالبانو برید او ډزې په سختو ټکو غندلي او وايي، طالبان د کمونېستانو په څېر د ویرې په خپرولو سره د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولی.

جمعیت اسلامي په خپله اعلامیه کې د طالبانو دغه چلند د وحشت او تاوتریخوالي بېلګه بللې او د پېښې قربانیانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې «د هرات باهمته مېرمنو او د افغانستان شریف ولس د طالبانو د ظلمونو او د ښځو د شرعي او انساني حقونو د تر پښو لاندې کولو پر ضد خپل غږ پورته کړی و».

دغه ګوند زیاته کړې چې هرات یو تاریخي او کلتوري بستر لري چې په عدالت او د پوهې په پراختیا پېژندل کېږي او خلک یې هېڅکله د طالبانو په څېر ظالمې ډلې نه مني.

په اعلامیه کې راغلي چې معترضانو د زده کړې، کار، ازادۍ او د خپلو شرعي او انساني حقونو غوښتنه کوله چې د طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې.

جمعیت اسلامي ویلي چې طالبان د کمونیستانو غوندې د وېرې او ترهې په خپرولو سره د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولای او د ولس دا حق غوښتونکی شعار به بریا ته ورسېږي.

دغه ګوند د هرات او ټول افغانستان د خلکو د غوښتنو د ملاتړ ترڅنګ ټینګار کړی چې د قانون د واکمنۍ او د خلکو د برخلیک د ټاکلو د حق لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

عمر داوودزی: بدخشان او هرات د «پاچا بدلولو» اوږده مخینه لري

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
عمر داوودزی: بدخشان او هرات د «پاچا بدلولو» اوږده مخینه لري
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي په بدخشان او هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو اعتراضونو ته په اشارې ویلي چې دغه دواړه ولایتونه د «پاچا جوړونې» او «پاچا بدلولو» اوږده مخینه لري.

هغه ټینګار کړی چې «ویل کېږي په افغانستان کې ډېری جګړې د ښځو، سرو زرو او ځمکې پر سر پیلېږي.»

داوودزي ویلي چې په بدخشان کې شخړه ظاهراً د سرو زرو د کانونو پر سر ده، او په هرات کې دغه شخړه د ښځو له مسالو سره تړاو لري.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په خپل فېسبوک کې په یوه یادښت کې لیکلي چې په هرات کې له ښځو سره د طالبانو ناسم چلند خلک غوسه کړي دي.

محمد عمر داوودزي ویلي چې په بدخشان او هرات کې روان بدلونونه او پېښې پټ او پېچلي اړخونه لري.

هغه په خپل یادښت کې ټینګار کړی چې «دواړه سیمې ځانګړي جیوپولیټیکي ځانګړتیاوې لري. همدارنګه دواړه د ترهګرو ډلو د مېشتېدو او فعالیت ساحې بلل کېږي.»

محمد عمر داوودزي ویلي: «حجاب د ښځو د عزت او کرامت د ساتنې لپاره دی، خو د عزت د ساتنې په نوم د یوې ټولنې بې‌عزته کول د ناپوهۍ او بې‌خردۍ ښکاره نښه ده.»