• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات او کندهار کې پر ښځو نوي فشارونه؛ د ښځو د حقونو لومړیتوب بنسټ اندېښنه ښودلې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۰ GMT+۱

د ښځو د حقونو لومړیتوب سازمان (ډبلیو ار ایف) په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات، په ځانګړې توګه په هرات کې د ښځو نیول او په کندهار کې تفریحي ځایونو ته د هغوی پر ورتګ نوي بندیزونه په کلکه غندلي دي.

دغه سازمان دا پرېکړې او چلند د جنسیتي اپارټایډ د سیستم یوه خطرناکه کچه بللې ده.

د دغه سازمان د بیانیې له مخې، په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو په هرات کې په لسګونو ښځې او نجونې د حجاب د قانون د سرغړونې په تور په بازارونو او عامه ځایونو کې نیولې دي. کله چې د هرات اوسېدونکو د دغو نیونو پر وړاندې اعتراض وکړ، طالب ځواکونو پر لاریونوالو له حده زیات تاوتریخوالی وکړ چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شول.

د ښځو د حقونو لومړیتوب سازمان همداراز په کندهار کې د طالبانو د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې چې ښځې او نجونې تفریحي ځایونو او مېلو ته له تګه منع کوي. دغه بنسټ ویلي چې دا محدودیتونه په پارکونو، ورزشي کلبونو، زده کړو او کار باندې د پخوانیو بندیزونو ترڅنګ ښځې نورې هم له ټولنې ګوښه کوي او د هغوی اساسي حقونه ترې اخلي.

یاد سازمان له طالبانو غوښتي چې په هرات کې نیول شوې ښځې او نجونې سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې کړي او د ښځو د ځورونې او خپلسرو نیونو لړۍ پای ته ورسوي. دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې پر طالبانو ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي او په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارټایډ د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې ځانګړې راپور ورکوونکې ریم السالم د هرات په ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او د لاریونوالو د ځپلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د پیغام په بیا خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د زیاتېدو له امله ژوره اندېښنه لري.

تر دې وړاندې ریچارد بینټ هم په خپل ایکس پاڼه کې د هرات د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې د ښځو نیول سمدستي ودروي.

هغه ویلي و چې په هرات کې د ښځو نیول «غیرقانوني او د نه منلو وړ» دي او ټینګار یې کړی و چې دغه کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.

د ملګرو ملتونو دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په هرات کې د ښځو د نیولو او د اعتراضونو د ځپلو په اړه نړیوال غبرګونونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د بشري حقونو بنسټونه د وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکوي

د هرات د لاریونونو ځپلو په غبرګون کې؛ راحله دوستم د معترضینو ملاتړ وکړ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې راحله دوستم په هرات ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د ښځو او نجونو د وروستیو اعتراضونو ملاتړ وکړ. هغې د طالبانو له لوري د معترضو ښځو ځپل او پر هغوی ډزې کول په کلکه وغندل.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې راحله دوستم په هرات ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د ښځو او نجونو د وروستیو اعتراضونو ملاتړ وکړ. هغې د طالبانو له لوري د معترضو ښځو ځپل او پر هغوی ډزې کول په کلکه وغندل.

راحله دوستم په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د هرات مېړنیو ښځو او عزتمنو خلکو د طالبانو د مخ په زیاتیدونکي ظلم او د ښځو د حقونو د نقض پر وړاندې غږ پورته کړی دی. د هغې په وینا، د لومړنیو راپورونو له مخې په دغو اعتراضونو کې یو شمېر معترضین د طالبانو په ډزو کې مړه او ټپیان شوي دي.

اغلې دوستم زیاته کړې چې په هرات کې معترضې ښځې د کار، زده کړو، ازادۍ او خپلو شرعي او انساني حقونو غوښتنه کوي. هغې د طالبانو دا برخورد د اسلامي شریعت، نبوي سنتو او افغاني دودونو خلاف وباله او ویې ویل چې د هرات تاریخي او کلتوري بستر هېڅکله ظلم نه مني.

د مشرانو جرګې دغې پخوانۍ غړې ټینګار وکړ چې د ښځو په استازولۍ د افغان ښځو د حقونو ملاتړ کوي او په هېواد کې د قانون د حاکمیت او د خلکو د برخلیک ټاکلو د حق لپاره به له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي. هغې د پېښې قربانیانو ته د تسلیت ترڅنګ د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.

د هرات د اعتراضونو خونړي ځپلو ته غبرګون؛ افغان ډیپلوماتانو د افغان مېرمنو نیول وغندل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۱۹مه په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو نیول او د سوله ییزو لاریونوالو سخت ځپل په کلکه وغندل.

خبرپاڼه وایي، چې د هرات اوسېدونکي د طالبانو له وېرې خپل ټپیان روغتونونو ته نشي وړلی، ځکه طالبان په روغتونونو کې د لاریونوالو په لټه کې دي او هغه کسان نیسي چې ټپیان یې روغتونونو ته ملګري کړي دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې دا لاریونونه د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې د افغان ولس د ناامیدۍ او مخ په زیاتېدونکي مقاومت ښکارندویي کوي.

د افغانستان د ډیپلوماتیکو ماموریتونو شورا ټینګار کړی چې دا تاوتریخوالی یوازینۍ پېښه نه ده، بلکې د هغو سیستماتیکو محدودیتونو برخه ده چې افغان ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې دي. شورا له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د افغان ښځو او نجونو حقونه په پام کې ونیسي.

یادې شورا په بېړنۍ او بې قید و شرطه توګه د ټولو نیول شویو ښځو، نجونو او لاریونوالو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د جنسیت پر بنسټ تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي. د شورا په وینا، د معترضانو د ځپلو مسوولین باید ځواب ویونکي اوسي او د افغانستان راتلونکی د خلکو په ځپلو او د ښځو په حذفولو نشي جوړېدلی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ښکلا د اندامونو نامتو اتل علي بلال په هرات کې د ښځو پر نیول کېدو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغان ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي. همدارنګه د هرات ځینو اوسېدونکو راپور ورکړی چې په ښار کې وېره او اضطراب خپور دی او په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو حضور په بې سابقه توګه کم شوی دی.

اسماعیل خان: هېڅ حکومت د زور او ځپنې له لارې دوام نه شي کولی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
100%

د هرات ولایت پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په هرات کې د ښځو د نیولو او د هغوی د ځورولو د راپورونو په اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هېڅ حکومت د زور، ځپنې او د خلکو د سپکاوي له لارې دوام نه شي کولی.

نوموړي په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د دغو اقداماتو دوام کولای شي د خلکو عمومي نارضایتۍ نور هم زیاتې کړي.

اسماعیل خان د هرات د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه اندېښمنوونکي بللي او دغه کړنې یې د وګړو د عزت، کرامت او حقونو سپکاوی ګڼلی دی.

هغه زیاته کړې چې د هرات ښځې تل د عزت، ویاړ او فرهنګي مقام نښه پاتې شوې دي او د هغوی سره «وحشي، ناپوهه او ناسم» چلند هېڅ ډول توجیه نه لري.

نوموړي د طالبانو د دیني احکامو د پلي کولو پر طریقو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي زده کړو خپرول په سلیقوي او غیر اصولي ډول نه یوازې مطلوبه پایله نه ورکوي، بلکې د ځوانانو د دین څخه د لرې کېدو سبب هم کېدای شي.

اسماعیل خان د هېواد اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې خلک د فقر، بې‌قانونۍ، د حساب ورکولو د حکومت نشتوالي او د کډوالۍ له پراخ بهیر سره مخ دي، خو پر ښځو د لا نورو محدودیتونو لګول د هرات له خلکو او د دغه ښار له ټولنیزو ارزښتونو سره بې‌احترامي ده.

هغه په خپل پیغام کې د هرات ښځو او نجونو ته بلنه ورکړې چې د اوسني وضعیت پر وړاندې مقاومت وکړي او ویلي یې دي چې هرات د فرهنګ، علم او ازادۍ ښار دی او هېڅکله به د جهل او استبداد پر وړاندې تسلیم نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات یو شمېر اوسېدونکو نن سهار د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو په غبرګون کې لاریون وکړ. ځایي سرچینې وايي چې د طالبانو ځواکونو د معترضان د خپرولو لپاره ډزې هم کړې دي.

ثریا دلیل په هرات کې د ښځو پر وړاندې د‌ طالبانو اقدامات سپکاوی وباله

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې وروستي اقدامات سپکاوی بللی او ویلي یې دي چې په هرات کې اوس ښځې د خپلو جامو اغوستلو او حجاب له امله د ځپلو سره مخ دي.

ثریا دلیل په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، دا هغه خاوره د چې یو وخت ګوهرشاد بیګم په کې په پوهې سره واکمني کړې وه. هغې د هرات وروستۍ پېښې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول بللي دي.

د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې په خپل پوسټ کې د هرات د نامتو پیر، خواجه عبدالله انصاري یو شعر هم خپور کړی چې په کې د بې‌وزلو او فقیرانو د ځورولو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. په دغه شعر کې راغلي چې د مظلومانو او فقیرانو د زړه د غږ او اسویلي له امله باید له داسې کړنو ډډه وشي چې د ملایکو او عرش ژړا راپاروي.

د هرات د وروستیو پېښو او د ښځو د نیولو په تړاو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.