• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جمعیت اسلامي: طالبان د کمونیستانو غوندې د وېرې په خپرولو د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولای

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱

جمعیت اسلامي ګوند په هرات ولایت کې د ښځو پر سوله ییز لاریون د طالبانو برید او ډزې په سختو ټکو غندلي او وايي، طالبان د کمونېستانو په څېر د ویرې په خپرولو سره د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولی.

جمعیت اسلامي په خپله اعلامیه کې د طالبانو دغه چلند د وحشت او تاوتریخوالي بېلګه بللې او د پېښې قربانیانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې «د هرات باهمته مېرمنو او د افغانستان شریف ولس د طالبانو د ظلمونو او د ښځو د شرعي او انساني حقونو د تر پښو لاندې کولو پر ضد خپل غږ پورته کړی و».

دغه ګوند زیاته کړې چې هرات یو تاریخي او کلتوري بستر لري چې په عدالت او د پوهې په پراختیا پېژندل کېږي او خلک یې هېڅکله د طالبانو په څېر ظالمې ډلې نه مني.

په اعلامیه کې راغلي چې معترضانو د زده کړې، کار، ازادۍ او د خپلو شرعي او انساني حقونو غوښتنه کوله چې د طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې.

جمعیت اسلامي ویلي چې طالبان د کمونیستانو غوندې د وېرې او ترهې په خپرولو سره د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولای او د ولس دا حق غوښتونکی شعار به بریا ته ورسېږي.

دغه ګوند د هرات او ټول افغانستان د خلکو د غوښتنو د ملاتړ ترڅنګ ټینګار کړی چې د قانون د واکمنۍ او د خلکو د برخلیک د ټاکلو د حق لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

عمر داوودزی: بدخشان او هرات د «پاچا بدلولو» اوږده مخینه لري

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
عمر داوودزی: بدخشان او هرات د «پاچا بدلولو» اوږده مخینه لري
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي په بدخشان او هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو اعتراضونو ته په اشارې ویلي چې دغه دواړه ولایتونه د «پاچا جوړونې» او «پاچا بدلولو» اوږده مخینه لري.

هغه ټینګار کړی چې «ویل کېږي په افغانستان کې ډېری جګړې د ښځو، سرو زرو او ځمکې پر سر پیلېږي.»

داوودزي ویلي چې په بدخشان کې شخړه ظاهراً د سرو زرو د کانونو پر سر ده، او په هرات کې دغه شخړه د ښځو له مسالو سره تړاو لري.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په خپل فېسبوک کې په یوه یادښت کې لیکلي چې په هرات کې له ښځو سره د طالبانو ناسم چلند خلک غوسه کړي دي.

محمد عمر داوودزي ویلي چې په بدخشان او هرات کې روان بدلونونه او پېښې پټ او پېچلي اړخونه لري.

هغه په خپل یادښت کې ټینګار کړی چې «دواړه سیمې ځانګړي جیوپولیټیکي ځانګړتیاوې لري. همدارنګه دواړه د ترهګرو ډلو د مېشتېدو او فعالیت ساحې بلل کېږي.»

محمد عمر داوودزي ویلي: «حجاب د ښځو د عزت او کرامت د ساتنې لپاره دی، خو د عزت د ساتنې په نوم د یوې ټولنې بې‌عزته کول د ناپوهۍ او بې‌خردۍ ښکاره نښه ده.»

طالبانو په هرات کې د ښځو د نیولو خپرې شوې ویډیوګانې «جعلي» وبللې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
طالبانو  په هرات کې د ښځو د نیولو خپرې شوې ویډیوګانې «جعلي» وبللې
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وايي، په هرات کې د ښځو د نیولو راپورونه حقیقت نه لري او دا ادعاوې بې‌بنسټه دي. هغه ادعا کړې، چې خپاره شوي انځورونه جعلي دي او د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) په مرسته جوړ شوي دي.

خیبر همداراز ویلي چې «د اسلام او دین دښمنان» هڅه کوي له بېلابېلو مغرضو لارو څخه استفاده وکړي څو خپلو «شیطاني موخو» ته ورسېږي.

دا په داسي حال کې ده چې افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبان له ښځو سره زور زیاتی کوي او هغوی د حجاب نه رعایتونو په تور نیسي.

طالبانو نن د هرات په جبریل سیمه کې د خلکو لاریون هم په تاوتریخوزمه ډول ځپلی دی.

طالبانو په بلخ کې د ۶ تنو جعلکارانو د نیول خبر ور کړی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۱
طالبانو په بلخ کې د ۶ تنو جعلکارانو د نیول خبر ور کړی
100%

د طالبانو د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، چې په مزارشریف ښار کې د پولیسو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د جعلکارانو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده. د یادې قوماندانۍ په وینا، دغو کسانو په بازار کې ارزانه ساعتونه پېرودل او بیا یې د مشهورو برانډونو په نوم پر خلکو په لوړه بیه پلورل.

د طالبانو د بلخ د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغې ډلې په بازار کې ارزانه لاسي ساعتونه پېرودل او بیا یې هغو ته جعلي اسناد او بېلونه جوړول.

هغوی دغه ساعتونه د نړۍ د مشهورو برانډونو په نوم په خلکو په خورا لوړه بیه پلورل او له دې لارې یې مالي درغلۍ کولې.

د طالبانو د بلخ د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې تر پېژندلو وروسته په نښه او ونیول شول.

له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر جعلي اسناد او ساعتونه هم ترلاسه شوي دي.

طالبانو ته د اسماعیل خان خبرداری: په هرات کې د ښځو ځورول او نیول د زغم وړ نه دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱
طالبانو ته د اسماعیل خان خبرداری: په هرات کې د ښځو ځورول او نیول د زغم وړ نه دي
100%

پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو ځورولو او نیولو ته غبرګون ښودلی او وايي، هېڅ حکومت په زور او ځپونکو اقداماتو دوام نه کوي. هغه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له خوا په هرات کې د ښځو ځورول او نیول «د بښنې او زغم وړ نه دي.»

دغه پخواني جهادي قوماندان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې «تاریخ شاهد دی چې هېڅ حکومت په زور، ځپلو او د خلکو په تحقیرولو سره کوم ځای ته نه دی رسېدلی او نه به ورسېږي.»

اسماعیل خان د هرات له ښځو وغوښتل چې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او ټینګار یې کړی چې دا وضعیت به دوامدار پاتې نه شي.

اسماعیل خان لیکلي چې «بدوي او جاهلانه» چلندونه چې د وګړو له «حیثیت، ابرو او انساني او اسلامي کرامت» سره لوبې کوي، د توجیه وړ نه دي.

اسماعیل خان ټینګار کړی، چې د هرات د ښځو او نجونو پر وړاندې «سلیقوي» محدودیتونه د دغه ښار د خلکو «حرمت او حیثیت ته بې‌ادبي» ده. هغه زیاته کړه چې په «غیر اصولي او سلیقوي لارو چارو» د دیني احکامو تبلیغ له «دین تېښتې او د باورونو له کمزوري کېدو» پرته بله پایله نه لري.

هغه «استبداد، بې‌قانونۍ، د ځواب ویونکي او مشروع حکومتولۍ نشتوالي او بې‌وزلۍ» ته په اشارې سره ویلي، چې د ښځو ځورونې ته مخه کول، د دغه ښار د خلکو تحقیرول دي.

اسماعیل خان لیکلي: «د زموږ د خلکو عزت زموږ سره کرښه ده او د ښځو پر وړاندې د ظلم پر وړاندې چوپتیا د افغانستان له هویت سره خیانت دی.»

هغه د هرات نجونو ته په خطاب کې ویلي: «ستاسو غږ د ټولنې د ویښ وجدان غږ دی.»

د هرات د جبریل ولسوالۍ اوسېدونکو د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسرو نیونو په غبرګون کې لاریون وکړ. ځینو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب ځواکونو دغه لاریونونه په تاوتریخجن چلند سره ځپلي.

شهرزاد اکبر: د ظلم دا وخت تېریږي خو د طالبانو وحشت به بې ځوابه پاتې نه شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱
شهرزاد اکبر: د ظلم دا وخت تېریږي خو د طالبانو وحشت به بې ځوابه پاتې نه شي
100%

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، چې لرغونی هرات نن د هغو ناپوهانو تر پښو لاندې دی چې ګومان کوي دین او خلک یې یرغمل کړي دي. نوموړې پر طالبانو غږ کړی، چې ستاسې د ظلم زمان به تېر شي او «وحشت به مو بې ځوابه پاتې نه شي».

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې په خپل ایکس لیکلي چې: «د هرات زړورو ښځو! تاسې په دې تیاره زمانه کې د هیلې څراغ بل ساتلی او د مقاومت او عزت بېلګه ګرځېدلې یاست.»

بل خوا د «رواداري» په نوم دبشري حقونو سازمان په خپل تازه راپور کې د هرات د ښځو او اوسېدونکو د ځپلو، د طالبانو د ظالمانه سیاستونو او د امر بالمعروف وزارت د زورواکو چلندونو د دوام او پراختیا یادونه کړې ده. دغه سازمان ویلي چې هر کال زرګونه افغانان د طالبانو له لوري په خپلسري ډول ځورول کېږي، نیول کېږي او وهل ټکول کېږي.

د رواداري بنسټ د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲۱۲۵ د خپلسرو نیونو پېښې یې مستندې کړي دي. یاد سازمان په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې او په ګڼو برخو کې یې لا منظم او پراخ شکل خپل کړی دی.

د راپور له مخې، هدفي او غیرقانوني وژنې، خپلسري نیونې، جبري ورکېدنې، شکنجه او سپکاوي وزمه چلندونه د پام وړ زیات شوي دي.