د راون کال له پیل راهیسې؛ د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت وايي، د روان کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۸زره او ۸۱۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ په دې موده کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له کبله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت ویاند یوسف حماد ویلي، چې د دغه پېښو له امله ۱۹۹۲ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۷۱۸۷ نور برسېرن ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا؛ ۲۹۴ هټۍ په بشپړه توګه او ۳۰۷ نورې برسېرنې زیانمنې شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د طبیعي پېښو له امله ۵۷ پلچکونه، ۴۳ جوماتونه، ۳۸۲ څاهګانې او د اوبو شبکې، ۵۸۰ کیلومتره سړکونه، ۳۵زره او ۹۸۸ جریبه کرنیزه ځمکه، د ۴۳۲۴ جریبه بڼونو حاصلات، ۵۵زره او ۷۱۸ ونې او ۴۶۳۰ سولري دستګاوې هم ویجاړې شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې؛ په دې موده کې ۱۷۱۳ څاروي هم د طبیعي پېښو له امله تلف شوي دي. له بل پلوه په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نهکوي. یاد سازمان پر اېکس لیکلي، لږترلږه ۷۰ تر ۸۰سلنه د بېړنیو مرستو بېړني اړمن کسان ښځې او ماشومان دي او نږدې ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله بېځایه کېږي هم ښځې او ماشومان دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.