• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هرات د اعتراضونو خونړي ځپلو ته غبرګون؛ افغان ډیپلوماتانو د افغان مېرمنو نیول وغندل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۱۹مه په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو نیول او د سوله ییزو لاریونوالو سخت ځپل په کلکه وغندل.

خبرپاڼه وایي، چې د هرات اوسېدونکي د طالبانو له وېرې خپل ټپیان روغتونونو ته نشي وړلی، ځکه طالبان په روغتونونو کې د لاریونوالو په لټه کې دي او هغه کسان نیسي چې ټپیان یې روغتونونو ته ملګري کړي دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې دا لاریونونه د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې د افغان ولس د ناامیدۍ او مخ په زیاتېدونکي مقاومت ښکارندویي کوي.

د افغانستان د ډیپلوماتیکو ماموریتونو شورا ټینګار کړی چې دا تاوتریخوالی یوازینۍ پېښه نه ده، بلکې د هغو سیستماتیکو محدودیتونو برخه ده چې افغان ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې دي. شورا له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د افغان ښځو او نجونو حقونه په پام کې ونیسي.

یادې شورا په بېړنۍ او بې قید و شرطه توګه د ټولو نیول شویو ښځو، نجونو او لاریونوالو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د جنسیت پر بنسټ تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي. د شورا په وینا، د معترضانو د ځپلو مسوولین باید ځواب ویونکي اوسي او د افغانستان راتلونکی د خلکو په ځپلو او د ښځو په حذفولو نشي جوړېدلی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ښکلا د اندامونو نامتو اتل علي بلال په هرات کې د ښځو پر نیول کېدو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغان ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي. همدارنګه د هرات ځینو اوسېدونکو راپور ورکړی چې په ښار کې وېره او اضطراب خپور دی او په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو حضور په بې سابقه توګه کم شوی دی.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۵

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

•
•
•

نور کیسې

اسماعیل خان: هېڅ حکومت د زور او ځپنې له لارې دوام نه شي کولی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
اسماعیل خان: هېڅ حکومت د زور او ځپنې له لارې دوام نه شي کولی
100%

د هرات ولایت پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په هرات کې د ښځو د نیولو او د هغوی د ځورولو د راپورونو په اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هېڅ حکومت د زور، ځپنې او د خلکو د سپکاوي له لارې دوام نه شي کولی.

نوموړي په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د دغو اقداماتو دوام کولای شي د خلکو عمومي نارضایتۍ نور هم زیاتې کړي.

اسماعیل خان د هرات د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه اندېښمنوونکي بللي او دغه کړنې یې د وګړو د عزت، کرامت او حقونو سپکاوی ګڼلی دی.

هغه زیاته کړې چې د هرات ښځې تل د عزت، ویاړ او فرهنګي مقام نښه پاتې شوې دي او د هغوی سره «وحشي، ناپوهه او ناسم» چلند هېڅ ډول توجیه نه لري.

نوموړي د طالبانو د دیني احکامو د پلي کولو پر طریقو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي زده کړو خپرول په سلیقوي او غیر اصولي ډول نه یوازې مطلوبه پایله نه ورکوي، بلکې د ځوانانو د دین څخه د لرې کېدو سبب هم کېدای شي.

اسماعیل خان د هېواد اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې خلک د فقر، بې‌قانونۍ، د حساب ورکولو د حکومت نشتوالي او د کډوالۍ له پراخ بهیر سره مخ دي، خو پر ښځو د لا نورو محدودیتونو لګول د هرات له خلکو او د دغه ښار له ټولنیزو ارزښتونو سره بې‌احترامي ده.

هغه په خپل پیغام کې د هرات ښځو او نجونو ته بلنه ورکړې چې د اوسني وضعیت پر وړاندې مقاومت وکړي او ویلي یې دي چې هرات د فرهنګ، علم او ازادۍ ښار دی او هېڅکله به د جهل او استبداد پر وړاندې تسلیم نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات یو شمېر اوسېدونکو نن سهار د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو په غبرګون کې لاریون وکړ. ځایي سرچینې وايي چې د طالبانو ځواکونو د معترضان د خپرولو لپاره ډزې هم کړې دي.

ثریا دلیل په هرات کې د ښځو پر وړاندې د‌ طالبانو اقدامات سپکاوی وباله

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱
ثریا دلیل په هرات کې د ښځو پر وړاندې د‌ طالبانو اقدامات سپکاوی وباله
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې وروستي اقدامات سپکاوی بللی او ویلي یې دي چې په هرات کې اوس ښځې د خپلو جامو اغوستلو او حجاب له امله د ځپلو سره مخ دي.

ثریا دلیل په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، دا هغه خاوره د چې یو وخت ګوهرشاد بیګم په کې په پوهې سره واکمني کړې وه. هغې د هرات وروستۍ پېښې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول بللي دي.

د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې په خپل پوسټ کې د هرات د نامتو پیر، خواجه عبدالله انصاري یو شعر هم خپور کړی چې په کې د بې‌وزلو او فقیرانو د ځورولو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. په دغه شعر کې راغلي چې د مظلومانو او فقیرانو د زړه د غږ او اسویلي له امله باید له داسې کړنو ډډه وشي چې د ملایکو او عرش ژړا راپاروي.

د هرات د وروستیو پېښو او د ښځو د نیولو په تړاو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

د هرات پر لاریونونو د طالبانو برید؛ سمېع سادات د ظلمونو پر وړاندې د پاڅون غوښتنه کړې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
د هرات پر لاریونونو د طالبانو برید؛ سمېع سادات د ظلمونو پر وړاندې د پاڅون غوښتنه کړې
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې د ولسي پاڅون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له بدخشان څخه تر هرات پورې خلک د دغه ډلې د استبداد پر وړاندې راپورته کېدونکي دي.

جنرال سادات په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې طالبانو په هرات ولایت کې په ډله‌ییزه توګه ښځې نیولې او ځوانې نجونې یې خپلو مرکزونو ته بېولې دي. هغه زیاته کړې، کله چې کورنیو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو د دغو کړنو پر وړاندې اعتراض وکړ، نو طالب ځواکونو پر ملکیانو ډزې وکړې چې له امله یې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شول.

دغه پخواني پوځي جنرال د طالبانو دغه اقدامات د افغانستان د خلکو پر وړاندې یو ستر جنایت او د بشري کرامت، ازادۍ او د ښځو پر حقونو مستقیم برید بللی دی. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بې‌ګناه افغانانو د ځپلو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي، چې یوازې د خپلو لومړنیو بشري حقونو غوښتنه کوي.

سادات ټینګار کړی چې د ټولو ولایتونو، قومونو او نسلونو افغانان باید د ظلم او استبداد پر وړاندې متحد شي. هغه خبرداری ورکړی چې د یو ازاد افغانستان لپاره مبارزه به دوام ومومي او په دغو جرمونو کې ټول ښکېل کسان به یوه ورځ د خپلو کړنو ځواب ویلو ته راکش کړل شي.

نصیر احمد فایق: د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات د وېرې او بې‌وسۍ نښه ده

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
نصیر احمد فایق: د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات د وېرې او بې‌وسۍ نښه ده
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو پر وروستیو کړنو سخته نیوکه کړې. هغه وایي، چې د ښځو نیول، پر لاریونوالو ډزې او د بې‌ګناه خلکو وژل د هغوی د ځواکمنۍ نښه نه، بلکې د وېرې، بې‌وسۍ او د خلکو له بیدارۍ څخه د ډار څرګندونه کوي.

فایق په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا ډول چلند ښيي طالبان د افغانستان د خلکو له غوښتنو، ارادې او ارزښتونو څخه څومره لرې دي. هغه د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې ویلي چې د خلکو صبر او زغم باید د هغوی کمزوري ونه ګڼل شي.

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دغه ډیپلوماټ زیاته کړې چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو عزت، پت او کرامت ته لاس غځول په اسلامي شریعت او د افغانستان په اصیل کلتور او انساني ارزښتونو کې هېڅ ځای نه لري. د هغه په وینا، هېڅ دین او مکتب د ښځو پر وړاندې ظلم، تحقیر، تاوتریخوالی او ځپل نه توجیه کوي.

نصیر احمد فایق د خپلو څرګندونو په دوام کې لیکلي چې د افغانستان تاریخ بار بار ثابته کړې چې هېڅ یو حکومت په زور، وېره، سرکوب او د خلکو د وینې په تویولو سره نه دی پاتې شوی. هغه ټینګار کړی چې طالبان به هم هېڅکله د ګولۍ، زندان او تاوتریخوالي له لارې د خلکو په زړونو کې ځای او د حکومتولۍ مشروعیت ترلاسه نه کړي او د حق غوښتنې غږ د تل لپاره نه شي چوپ کېدای.

د طالبانو لخوا د ښځو د نیولو دغه لړۍ په کور دننه هم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د افغانستان د بدن د ښکلا نامتو اتل علي بلال په هرات کې د یو شمېر ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي چې افغان ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې شوې دي او پر هغوی ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي.

په هرات کې د ښځو د ځپنې غچ اخیستنه؛ مقاومت جبهې طالبانو ته د زیان اړولو خبرداری ورکړ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
په هرات کې د ښځو د ځپنې غچ اخیستنه؛ مقاومت جبهې طالبانو ته د زیان اړولو خبرداری ورکړ
100%

د طالبانو مخالفې ډلې «مقاومت جبهې» په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیک ځپل په کلکه غندلي دي. دغه ډلې د غبرګولي ۱۹مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د ټولنې پر وړاندې د طالبانو دا ډول بریدونه او تاوتریخوالی به بې ځوابه پاتې نه شي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان تاریخ ثابته کړې چې د ځپلو ستراتیژي، د وګړو پر شخصي حریم تېری او د ښځو تاریخي او کلتوري حیثیت ته بې‌احترامي د مستبدو رژیمونو د زوال او سقوط ښکاره نښه ده. مقاومت جبهې د طالبانو دا کړنې د ټولنې پر ناموسي مسایلو او شخصي حریم ښکاره تېری بللی او دا یې د تاوتریخوالي نوی پړاو یاد کړی دی.

دوی زیاته کړې، چې د طالبانو رژیم له نړیوالې انزوا او د ملي مشروعیت له نشتوالي سره مخ دی او هڅه کوي په دغه ډول ځپلو سره د بې‌وزلۍ، وزګارتیا، ازادۍ او عدالت په څېر د ټولنې له بنسټیزو غوښتنو او ځواب ویلو څخه وتښتي. په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته هم اشاره شوې، چې په کې د افغان ښځو پر عزت او ابرو د طالبانو تېری مستند شوی دی.

دې جبهې پر افغان ولس غږ کړی، چې د وروستیو تاوتریخوالو له قربانیانو سره خپل یووالی وساتي او پیاوړې یې کړي. د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې مېړانه نه ده، بلکې له هېڅ ډول دیني او کلتوري معیارونو سره سمون نه خوري او طالبان به ډېر ژر د خپلو دغو جنایتونو تاوان ورکړي.

دا غبرګونونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې په هرات کې د طالبانو له لوري د یو شمېر ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.