• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

د فدراسیون حقوقي ماهیت؛ د جوړښت، مشروعیت او په سختو شرایطو کې د بقا مېکانیزمونه

الماس ویښ

لیکوال او خبریال

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۱

لومړی باید پر دې پوه شو چې فدراسیون څه ته وايي؟ فدراسیون د «څو خپلواکو ټولنو، اتحادیو یا بنسټونو یوه مجموعي ټولنه» ده. دغه جوړښت په هېڅ صورت د اشخاصو یا افرادو مستقیمه ټولنه نه‌ده.

اصولاً انفرادي کسان لکه خبریالان، کارپوهان او څېړونکي په مستقیم ډول د فدراسیون غړیتوب نه‌شي ترلاسه کولای؛ بلکې هغوی لومړی په خپلو اړوندو مسلکي اتحادیو، کانونو او صنفي ټولنو کې تنظیمېږي او بیا دا ټولنې د یوې ګډې موخې، لا ښې همغږۍ او پیاوړي استازیتوب لپاره یو پورتنی حقوقي چتر (فدراسیون) رامنځته کوي. دغه جوړښت ته په حقوقي او مدیریتي علومو کې «دوه یا څو پوړیز جوړښت» (Multi-tier Structure) ویل کېږي.
د فدراسیون کلمه د کومې ژبې ده؟
د «فدراسیون» (Federation) کلمه په اصل کې د لاتیني ژبې له Foedus (فویدوس) یا Foederatio نه اخیستل شوې ده، چې د «تړون، تړونلیک، یا د دوو خواوو ترمنځ اتحاد» مانا لري. دغه کلمه د وخت په تېرېدو سره فرانسوي او انګلیسي ته او له هغه ځایه پښتو او نورو ختیځو ژبو ته راغلې ده.
ولې ورته فدراسیون وايي؟
دغه جوړښت ته ځکه فدراسیون وايي، چې دا د خپلواکو ډلو، ټولنو یا سیمو ترمنځ د یو «رسمي تړون او اتحاد» پر بنسټ رامنځته کېږي. په دغه سیسټم کې بېلابېل بنسټونه خپل داخلي استقلال ساتي؛ خو د لویو او ګډو موخو لپاره سره یوځای کېږي او یو لوی چتر جوړوي.
د یو معیاري فدراسیون اساسي او قانوني اړخونهد یو فدراسیون د جوړښت، فعالیت او مشروعیت د ارزونې لپاره څلور لومړني او بنسټیز اړخونه دا دي:فدراسیون خپل حقوقي اعتبار له اسمانه نه ترلاسه کوي؛ بلکې دغه واک ورته غړو ټولنو د یوې ګډې او رسمي هوکړې یا اساس‌نامې له لارې سپارلی وي.همداراز، په یو مروج او معیاري فدراسیون کې غړې ټولنې یا بنسټونه خپل داخلي استقلالیت، مالي حسابونه او ځانګړی هویت خوندي ساتي. فدراسیون پر غړو بنسټونو د حاکمیت حق نه‌لري؛ بلکې د هغوی د ګډو ګټو او پرېکړو تمثیلونکی دی.له ښکته نه پورته جوړښت (Bottom-up Approach): د فدراسیون د جوړېدو او پرېکړو پروسه له لاندېنۍ کچې (غړو ټولنو) نه پیلېږي. د دغه ټولنو باصلاحیته استازي په یوه لویه مجمع (General Assembly) کې راټولېږي او د رایې اچونې له لارې د فدراسیون مشري ټاکي.د استازولۍ ننګونه: که چېرې د یوې سیمې یا هېواد مطرح، فعال او اکثریت مسلکي بنسټونه او رسنۍ د فدراسیون په جوړښت کې شاملې نه‌وي، دغه بنسټ د استازولۍ (Legitimacy of Representation) له ننګونې سره مخامخ کېږي. په لنډه اصطلاح داسې ویلای شو، چې فدراسیون له خپلو حقیقي غړو پرته یوازې یو شکلي او د کاغذ پر مخ نوم دی.غیر انتفاعي ماهیت (Non-profit Status): فدراسیونونه سوداګریز شرکتونه نه‌دي، چې شخصي ګټه ووېشي. د دوی عواید لکه د غړیتوب حق‌الامتیاز، قانوني مرستې او پروژې باید په بشپړه توګه د غړو بنسټونو د ظرفیت لوړونې او مسلکي اهدافو لپاره ولګول شي.مالي بیلانسونه: هر معیاري فدراسیون د قانون له مخې مکلف دی، چې خپل کلني مالي بېلانسونه او د لګښتونو راپور په رڼه توګه خپلو غړو او اړوندو مراجعو ته وړاندې کړي. د روڼتیا نشتوالی د فدراسیون مسلکي اعتبار له‌منځه وړي.د ژورنالېزم د برخې د یوه فدراسیون اصلي فلسفه د غړو د مسلکي حقونو خوندیتوب، د بیان له ازادۍ نه دفاع او د مسلکي اخلاقو د کوډونو (Ethical Codes) پلي کول دي. که یو بنسټ خپله په غیرډیموکراتیک او غیرشفاف ډول رامنځته شي، د مسلکي او داخلي اخلاقو لومړنی شرط یې تر پښو لاندې کړی دی. داسې بنسټ نه‌شي کولای په ټولنه کې د عدالت، قانون‌پالنې او روڼتیا غوښتونکی شي.دا د نړۍ د خبریالانو ترټولو لوی او معتبر ادرس دی، چې د بېلابېلو هېوادونو د خبریالانو د ملي اتحادیو او ټولنو استازیتوب کوي.د غړیتوب ماخذ او نمونه: د IFJ د اساس‌نامې (Constitution) له مخې، انفرادي خبریالان نه‌شي کولای په مستقیم ډول د دغه فدراسیون غړي شي. غړیتوب یوازې هغو ملي اتحادیو او سازمانونو ته ورکول کېږي، چې په خپل هېواد کې د خبریالانو واقعي استازیتوب کوي او په ډیموکراتیکه بڼه اداره کېږي. (سرچینه: IFJ Constitution, Article 4: Membership)که څه هم فیفا د ورزش په برخه کې ده، خو د فدراسیونونو د حقوقي جوړښت ترټولو لویه او روښانه بېلګه ده. یاده دې وي، چې فیفا د اشخاصو یا فوټبال کلبونو ټولنه نه‌ده. فیفا د ۲۱۱ ملي فدراسیونونو، لکه د افغانستان د فوټبال فدراسیون، د فرانسې د فوټبال فدراسیون او داسې نورو نه جوړه شوې ده. د فیفا په لویه مجمع (FIFA Congress) کې هر هېواد یوه رایه لري او همدا ملي فدراسیونونه د فیفا مشرتابه ټاکي. کلبونه او لوبغاړي د خپلو ملي فدراسیونونو له لارې له فیفا سره وصل کېږي. (سرچینه: FIFA Statutes, Admission of Members)کله چې په یو هېواد کې خپلواک، جمهوري او د قانون پر واکمنۍ ولاړ نظام نه وي چې ښه بېلګه یې د افغانستان اوسنی وضعیت دی، د فدراسیونونو جوړښت او فعالیت له جدي ننګونو سره مخامخ کېږي. په داسې شرایطو کې د فدراسیون د بقا او بې‌طرفۍ لپاره لاندې مېکانیزمونه کارول کېږي:الف: د مرکزیت لېږدول یا جلاوطنه حقوقي ثبت (Exile / Diaspora Model): څرنګه چې په داخل کې د خپلواک فعالیت او د غړو د امنیت خوندي کولو قانوني زمینه نه‌وي، فدراسیون خپل حقوقي ثبت بل امن هېواد ته لېږدوي. د ساري په توګه، د فرانسې د قوانینو په رڼا کې د ټولنو د ۱۹۰۱کال د قانون (Association Loi 1901) یا په سویس کې د مدني قوانینو له‌مخې د یو غیر انتفاعي نړۍوال بنسټ په توګه ثبتېږي. په دغه حالت کې د فدراسیون رسمي مشروعیت په داخل او بهر کې د شته غړو ټولنو له ریښتینې او ډیموکراتیکې استازولۍ نه سرچینه اخلي.ب: پر نړۍوالو چترونو تکیه او ډیپلوماټیک ملاتړ: فدراسیون د خپل مسلکي استقلالیت د ساتلو لپاره له اړوندو نړۍوالو فدراسیونونو (لکه له IFJ سره) رسمي اړيکې ساتي. دا کار مرسته کوي، چې فدراسیون په داخل کې دننه د شته حاکمو شرایطو تر اغېز لاندې رانه‌شي، د یوې ابزارې وسیلې په توګه ونه کارول شي او د نړۍوال ملاتړ له لارې د خپلو غړو د حقونو دفاع وکړي.ج: ډیجیټل تشکیلات او غیر متمرکزه شبکه (Digital Network): څرنګه چې د فدراسیون لپاره په فزیکي توګه د لویې مجمع رابلل ناممکن یا خطرناک وي؛ نو ټول تشکیلاتي جوړښت ډیجیټل کېږي. د رایې اچونې او د مشرتابه د ټاکلو پروسې د خوندي او کوډ شویو پليټ فارمونو له لارې ترسره کېږي؛ ترڅو په داخل کې د غړو فزیکي امنیت ته زیان ونه رسېږي.د فدراسیون نور مهم او اساسي اصول۱. ډیموکراتیکه پرېکړه‌کونه (Democratic Decision-Making): په فدراسیون کې پرېکړې د «اکثریت رایو» پر بنسټ کېږي. هېڅ غړې ټولنه (که څه هم لویه وي) نه‌شي کولای خپله رایه پر نورو جبراً وتپي. لکه څنګه چې کوچني غړي هم د رایې مساوي حق لري، دا کار د دکتاتورۍ مخنیوی کوي.۲. د حساب ورکونې او بې‌طرفۍ اصل (Accountability): فدراسیون باید یوه داسې «بې‌طرفه قضايي یا انضباطي کمېټه» ولري چې که د غړو ترمنځ کومه حقوقي یا مسلکي ستونزه پېښېږي، د فدراسیون له رهبرۍ نه په خپلواکه توګه پرېکړه وکړي.۳. د غړیتوب د ځنډولو او لغوه کولو مېکانیزم (Suspension and Expulsion): هر معیاري فدراسیون په خپله اساس‌نامه کې رڼې لارې لري چې که کومه غړې ټولنه د فدراسیون له اصولو یا د مسلکي اخلاقو له کوډونو سرغړونه وکړي، غړیتوب یې د عمومي مجمع له‌خوا ځنډول یا لغوه کېږي.۴. د مالي خپلواکۍ اصل (Financial Autonomy): فدراسیون باید د خپلو پرېکړو د خپلواکۍ لپاره تر ډېره حده د غړو ټولنو پر غړیتوب فیس تکیه وکړي. که یو فدراسیون ۱۰۰٪ پر بهرنیو پروژو یا د دولتونو پر مالي مرستو متکي وي، بې‌طرفي یې د تمویلوونکو (Donors) تر اغېز لاندې راتلای شي.په پای کې ویلای شو، چې فدراسیون د غړو بنسټونو د هویت د له‌منځه وړلو په مانا نه، بلکې د هغوی د غږ د پیاوړي کولو او د یو ګډ حقوقي ځواک د رامنځته‌کولو لپاره ترټولو لوړ او ډیموکراتیک مسلکي چتر دی؛ په داسې شرط چې مشروعیت یې یوازې د کاغذ پر مخ نه، بلکې د غړو له ریښتینې او خپلواکې استازولۍ سرچینه واخلي، که څه هم دا غږ د وخت د ناخوالو او شرایطو له امله له جلاوطنۍ نه پورته کېږي.



لومړی. حقوقي اړخ (Legal Aspect)



دویم. تشکیلاتي یا د استازولۍ اړخ (Representation Aspect)



درېیم. مالي اړخ او روڼتیا (Financial Transparency)



څلورم. مسلکي او اخلاقي اړخ (Professional Code of Conduct)


د نړۍوالو فدراسیونونو کره مثالونه او مروج موډلونه

الف: د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ)



ب: د فوټبال نړۍوال فدراسیون (FIFA)


په بې‌ثباته او غیر ډیموکراتیکو شرایطو کې د فدراسیون د ثبت او فعالیت مېکانیزم










پایله

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

•
•
•

نور خبرونه

«په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي»؛ نوی نسل څنګه کولی شي یو ټولشموله بدیل شي؟

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ازادې نړۍ لپاره یو لوی طبیعي متحد شته، چې که یووالی او همغږي رامنځته شي، دا وړتیا لري چې د هېواد سیاسي بهیر د توازن، ګډ ژوند او ثبات پر لور بوځي.

د افغانستان ځوان نسل چې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور او د اړیکو له برکته یې له بهر نړۍ سره بلدتیا پیدا کړې او له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنا شوي، ځان ته یې یو متفاوت لیدلوری جوړ کړی دی. خو د سیاسي پرېکړو په مهمو مسایلو کې یې رول دومره څرګند نه دی.
دا ځوانان چې د طالبانو په اداره کې دننه، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو او یا هم د سیمې او لویدیځو هیوادونو د کډوالۍ په نړۍ کې ژوند کوي له شته وضعیت څخه ستړي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځوان چارواکی، چې د یوې مهم ریاست مشري ور تر غاړې ده، افغانستان انټرنشنل ته وایي: «کله چې له کندهاره فرمان صادر شي، زه لومړیتوب ورکوم چې خپل پلرني ټاټوبي کندوز ته لاړ شم، هلته د وزارت پر ځای د اوبو غاړې ته کښېنم او کتاب ولولم».
د موضوع د حساسیت له امله افغانستان انټرنشنل د دې چارواکي نوم او مقام نه افشا کوي، خو هغه وایي چې د طالبانو د زړو او محافظه‌کارو مشرانو د ناسم چلند له امله «په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي دي».

دا چارواکی د طالبانو د پاڅون پر مهال د دې ډلې د کلتور او تبلیغاتو په برخه کې فعال و، خو اوس منځلاریتوب ته مایل شوی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر باور پرې لري او د طالبانو په ډېری داخلي او بهرنیو ناستو کې ګډون کوي.

په زرګونه کسان چې د رسنیو، معلوماتو او ټولنیزو شبکو له برکته واک ته رسېدلي، اوس ځانونه منزوي احساسوي او د هیواد له سیاسي بهیر څخه خوښ نه دي.
هغو ځوانونو ته چې د طالبانو له لیکو څخه بهر دي ساه اخیستل ورته خورا ستونزمن شوي دي. دوی ځانونه په لکه په تش میدان کې یوازې شوي ګڼي.

په بهر کې مېشت افغان ځوانان ظاهراً د کډوالۍ له ورځني ژوند سره لاس او ګرېوان دي، خو زړونه یې لا هم د وطن لپاره درزېږي او د یو فرصت په هیله دي، چې بېرته ستانه شي او په ټولنه کې بدلون راولي.

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات ځوان نفوس لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان له ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۶۳ سلنه یې تر ۲۵ کلنۍ لاندې عمر لري چې ډېری یې د یوه غیر افراطي، پرمختللي او ښه ژوند هیله لري.دا ځوانان په کلیو او ښارونو کې ژوند کوي او له مجبوریته د بې‌برخلیکۍ، کډوالۍ او سیاسي ډلو سره د یوځای کېدو لوري ته هڅول شوي دي.

نجیب پیکان چې د امریکا د IVLP پروګرام برخه‌وال و وایي: «دا ځوانان په زور د افراطیت، تعصب او فقر قرباني شوي او د ژغورنې په هیله یو فرصت ته انتظار باسي. افغان ځوانان له ایران نه مایوسه دي. روسیه په خپلو ستونزو کې غرقه ده. چین پر هغو ځوانانو باور نه لري چې د لویدیځ د حضور پر مهال لوی شوي دي. پاکستان خپلې اندېښنې لري. نو یوازې آزادې نړۍ ته چې مشري یې امریکا کوي، د ژغورونکي په سترګه ګوري. امریکا ته اړتیا نشته چې بیا افغانستان ته راشي، خو له دې نسل سره په ګډه کار کولی شي چې د ټولنې دننه بدلون راولي».

فریما نوابيد ښځو د حقونو فعاله چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په امریکا کې زده‌کړې کړي وایي: «د امریکا د نوي نسل سیاستوال له افغانستان سره مستقیمه آشنایي لري او دا ظرفیت درک کولی شي. د ټرمپ په کابینه کې شپږ وزیران د افغانستان له وضعیت سره اشنا دي. امریکايي‌تحصیل‌کړي افغانان هم کولی شي د بدلون رول ولوبوي. خو اړتیا دا ده، چې یو منظم انسجام رامنځته شي او داسې یو ګډ هدف تعریف شي، چې هم افغانستان ته ګټه وکړي او هم نړیوالې ټولنې ته. دوی باید خپلې ګټې د امریکا له اوږدمهاله ګټو سره وتړي. یوه داسې شبکه جوړه کړي، چې دننه افغانستان او له لویدیځ سره همغږي رامنځته کړي. دا یو ارزښتناک فرصت دی».

د روښانه راتلونکي لپاره اړینه ده چې ځوانان د پرېکړو مرکزونو ته لاره ومومي. په اسلامي ټولنو ټولنو کې داسې ډېر بېلګې شته چې یوه هوښیار مش ټولنه راویښه کړې ده.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی‌.

په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.

100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زده‌کړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».

خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.

که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.

نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»

د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.

دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.