• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لنډي کوتل کې د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله ټولې ښوونیزې ادارې وتړل شوې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په ذخه‌خېلو سلطان خېلو سيمه کې د نا امنۍ له امله د یوې جرګې مشرانو او ځایي اوسېدونکو پرېکړه کړې، چې په دغه سیمه کې به ټولې دولتي او خصوصي ښوونیزې ادارې په لنډمهالي ډول وتړل شي.

د یادې جرګې د غړو په وينا؛ د دغه پرېکړې له مخې زده‌کوونکي له ښوونځيو څخه خپلو کورونو ته استول شوي او ښوونیز فعاليتونه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي. د جرګې مشرانو ويلي، چې دغه پرېکړه د زده‌کوونکو او ښوونکو د خونديتوب په موخه شوې ده.
د یادې سيمې اوسېدونکو له حکومت او اړونده ادارو غوښتنه کړې، چې په سيمه کې د امن د ټينګښت لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي؛ څو ښوونیزې چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي هم ویلي و، چې د جګړې له امله له زده‌کړو د یوه نسل د بې‌برخې کېدو په ګډون پښتونخوا ته درانه هر اړخیز زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ جګړې نه یوازې د دغه ایالت اقتصاد زیانمن کړی؛ بلکې پوره یو ځوان نسل یې له زده‌کړو بې‌برخې کړی او له دې امله د خيبر پښتونخوا ایالت د پاکستان د نورو ایالتونو پرتله شاته پاتې شوی.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

سهيل اپريدی او مولانا فضل الرحمان د خيبرپښتونخوا ايالت د واک او حقونو په اړه غږېدلي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
سهيل اپريدی او مولانا فضل الرحمان د خيبرپښتونخوا ايالت د واک او حقونو په اړه غږېدلي
100%

د خيبرپښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدی او د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ايالت پر واک او حقونو غږېدلي او ويلي یې دي چې دوی پر دې خبره موافق دي چې مرکزي حکومت ايالت ته خپل اساسي حقونه پوره نه ورکوي.

سهيل اپريدی د دوشنبې په ورځ سره د پلاوي په پېښور کې د جمعيت علما ګوند مرکز ته ورغلی دی.

سهيل اپريدي د مولانا فضل الرحمان سره په ګډه رسنیو سره خبرو کې وويل، د جمعيت علما د مشر سره د لیدنې موخه یې د ايالتي حقونو په اړه د نظر د یووالي رامنځته کول و، او هغه سره په ليدنه کې یې په قامي مالياتي کمېسیون کې د برخې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو اوږدې خبرې وشوې.

هغه تور پورې کړ چې مرکزي حکومت له خیبرپښتونخوا سره د مور او مېرې په څېر چلند کوي او د ايالت خلک له خپلو روا حقونو څخه بې‌برخې ساتل کېږي.

اعلی وزیر وویل چې د قبایلي ولسوالیو خلک هغه حقونه نه لري چې د لاهور، کراچۍ او کوېټې اوسېدونکو ته ترلاسه دي. هغه وویل چې دا موضوع د وفاقي وزیر په وړاندې هم راپورته شوې او د صوبې د حقونو لپاره د ګډ غږ پورته کولو باندې هوکړه وشوه.

سهیل افریدي له پنجاب څخه د غنمو پر لېږد بندیز د اساسي قانون ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې په دې اړه له مولانا فضل الرحمان سره سلا وشوه او دواړه مشران به یې په وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې قامي مالياتي کمېسیون د ايالتونو اساسي حق دی، په دې کې زیاتوالی راوستل کېدای شي خو په هېڅ صورت کمښت نه شي پکې راتلای. هغه وویل چې ټول سیاسي قوتونه د صوبايي حقونو او د خپلواکۍ د ساتنې په اړه متحد دي.

هغه په ايالت کې په امنيتي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په سوېلي ولسوالیو کې د حکومت واکمني کمزورې شوې او حالات د سمدستي پاملرنې غوښتونکي دي.

هغه پر وفاقي حکومت غږ وکړ چې ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخلي او د ملي ستونزو حل لاره ومومي، په داسې حال کې چې صوبايي حکومت هم باید د امن او امان په موضوع د ټولو سیاسي ځواکونو سره مشوره وکړي.

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د خيبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د افضل خان ګجر په نوم یوه کس باندې وسله وال بريد کړی او په برید کې یې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده. ياده پېښه تېره شپه رامنځته شوې وه.

پېښه د سوات په شکردره سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، په بريد کې افضل خان ګجر ټپي شوی، د هغه زوی، وراره او يو ساتونکی وژل شوي دي.

افضل خان ګجر چې د موټرو کاروبار کوي، د دوشنبې په ورځ په خپله د پېښې په اړه وويل، «د شپې خواوشا نهه نيمې بجې وې چې کور ته روان و، وسله وال بريد راباندې وشو د ۳۵ نه تر ۴۰ پورې کسانو راباندې بريد وکړو، پرضد مې درنې او سپکې وسلې وکارول شوې».

هغه درې واړه جنازې هم د اعتراض په توګه لویې لارې ته راویستلې وې او تور یې پورې کړی چې څه وخت په دوی بريد وشو، پوليس یې هم هغه وخت خبر کړل خو پوليس پر وخت ورته ونه رسېدل او وسله وال دغلته تر سهاره پورې موجود وو، د دوی يو موټر یې سوځولی او بل یې په ډزو سوری سوری کړی دی.

هغه د ټي ټي پي په اړه هم وويل، کومه صلح یې ورسره نه ده کړې، دی به یې يوازې ويشتی و، زوی او وراره او ساتونکی به یې نه وژل.

خو د سوات پوليسو مشر محمدعمر وويل، دوی به د افضل ګجر لخوا د پولیسو د نه ورتلو په اړه معلومات کوي او که کومو پوليسو لا پروايي کړي وي، پر ضد به یې قانوني چلند کیږي.

هغه زیاته کړه، پوليسو علاقه کلابنده کړې او د بريدګرو وسله والو لټون یې پيل کړی دی.

د سوات قومي جرګې دغه بريد غندلی دی.

ټي ټي پي په افضل ګجر د برید د پړې اخېستو په بيان کې وويل، افضل ګجر د استخباراتي ادارو او پوليسو سړی و، د ماين چاودنې له لارې د هغه موټر په نښه کړل شوی، دوه نورې موټرې یې ورله تباه کړي، یو ټوپک یې هم ترې وړی دی.

د بيان له مخې، افضل ګجر د ۲۰۰۹م کال راهيسې د ټي ټي پي او ولس پر ضد هلوځلو کې ککړ و، د ټي ټي پي د څو غړو په وژنه کې یې هم لاس درلودلو.

په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۱
په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې
100%

د بلوچستان ایالت د مرکزي ښار، کوېټې په وحدت کالونۍ سیمه کې یوه کس لومړی خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلي او وروسته یې د ځان وژنې هڅه کړې، خو په روغتون کې یې د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، وژل شوی کس اصف نومېده چې ده دوشنبې په ورځ، له پېښې څو ساعته وړاندې یې په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې وه چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ دی او ځینې زورواکي کسان پرې فشارونه راوړي.

په خپره شوې ویډیو کې اصف ویلي و، چې ځینې کسان ترې د کور د خالي کولو غوښتنه کوي او د نه منلو په صورت کې یې ګواښي. هغه ادعا وکړه چې په عامه لاره کې د خپلو ماشومانو مخې ته سپک شوی او د ورکېدو ګواښونه هم ورته شوي دي.

بل لور ته، یو ځايي خبریال بازید خروټي وويل، چې اصف له پېښې څو ساعته مخکې هغه ته پیغام استولی و او ادعا یې کړې وه چې دی او کورنۍ یې له ګواښونو سره مخ دي او ان د ماشومانو پر ضد د تېزابو د کارولو ګواښ هم ورته شوی و.

د اصف وراره عاصم خان هم د تره له قوله ویلي، چې هغه ورته د سخت ذهني فشار او خپلو ماشومانو وژلو خبره کړې وه. د هغه په وینا، اصف یو انځور هم ورلېږلی و چې په کې دوه ماشومان مړه پراته وو.

عاصم خان زیاته کړه له دې وروسته یې سمدستي پولیسو ته خبر ورکړ، خو کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل، د کورنۍ ټول غړي مړه پراته، او اصف په ټپي حالت کې و. هغه بيا د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو، خو هلته یې ساه ورکړه.

د معلوماتو له مخې، په وژل شویو ماشومانو کې درې لوڼې او یو زوی شامل دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې هغه دوه کسان نیولي چې اصف په خپل ویډیويي بیان کې یاد کړي وو. چارواکي وایي د پېښې د لاملونو او د اصف د ادعاوو د حقیقت موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

ايمل ولي خان: د پښتنو ستونزې د وسله‌والو لښکرو په جوړولو سره نه حل کېږي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱
ايمل ولي خان: د پښتنو ستونزې د وسله‌والو لښکرو په جوړولو سره نه حل کېږي
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل خان ويلي، د پښتنو د ستونزو حل په سوله يیزه، د اساسي قانون لاندې مبارزې، پر پوهه او اقتصاد ولاړ دی، هغه زیاته کړې چې ګوند یې د وسله والو لښکرو د جوړولو سره کلک مخالفت کوي.

ايمل ولي خان په يوه پیغام کې وويل، چې د پښتنو ستونزې هېڅکله د لښکرو په جوړولو یا د وسلوالو ډلو له لارې نه شي حل کېدای، او د ګوند ښکاره دریځ یې دا دی چې دوی د ریاست له اساسي چوکاټ او نظام سره موافق دي، او د ریاست پر ضد د لښکر جوړولو یا زور کارولو له لارې هېڅ بریا نه شي ترلاسه کېدای.

هغه زياته کړه، چې غیر دولتي وسله‌والې ډلې او شخصي لښکر جوړول د دې هېواد او په ځانګړي ډول د پښتنو د سیمو ستونزې لا نورې هم پېچلې کړې دي.

همداراز نوموړي وويل، که د حالاتو د بدلون په نوم لښکر جوړېږي، نو تر ټولو زیات زیان یې هم خپله پښتنو ته رسېږي.

هغه غږ وکړ، وخت راغلی چې د لښکرو پر ځای د تلپاتې حل په اړه فکر وشي او تر څو چې ځوانان عصري زده‌کړې ترلاسه نه کړي او د پوهې اقتصاد ته داخل نه شي، تر هغې به ولس د پرمختګ لاره ونه مومي.

ايمل ولي خان وويل، چې د بلوڅانو سره یې تاریخي او د ورورګلوۍ اړیکه ده او دوی خپلې خبرې له هغوی سره په سوله‌ییزو او د اساسي قانون له لارو رسوي.

هغه په بلوچستان ايالت کې د پښتنو د موټرو په سوځولو او په کانونو کې پر بې‌وسلې کارګرانو بریدونه د اندېښنې وړ وبلل، دغه پېښې یې په کلکه وغندلې، او غوښتنه یې وکړه، ژر تر ژره د دې مخه ونیول شي.

پاکستاني پوځ د شمالي وزیرستان په ميرانشاه کې د ۲۷ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
پاکستاني پوځ د شمالي وزیرستان په ميرانشاه کې د ۲۷ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې
100%

پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا یې د عملیاتو پر مهال ۲۷ وسله وال وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات یې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، «له وژل شویو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي».

دوی زیاته کړې، «د وسله والو پر وژنې سره د ملک سیف الله داوړ د هدفي وژنې د ناوړه عمل غچ واخیستل شو او عاملین یې د عدالت منګولو ته وسپارل شول».

د یادونې وړ ده، چې د می پر لومړۍ نېټه د شمالي وزيرستان په ميرانشا کې د وسله والو سره په نښته کې د داوړ قوم يو مشر ملک سېف الله خان وژل شوی و.

پوځ ويلي، په دغو سیمو کې د پټو شویو وسله والو د له منځه وړلو لپاره د تصفیې عملیات دوام لري.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د دغه ډول عملياتو او پکې د وسله والو د وژلو ادعاوې کوي، خو له ازادو سرچينو څخه ددغو عملياتو او په کې د وژل شوو د پېژنګلو تاييد نه کیږي.