ډونالد ټرمپ: د تهران حکومت ته باید قوي او پیاوړی ځواب ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د تهران حکومت ته د امریکا ځواب باید «قوي او پیاوړی» وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د تهران حکومت ته د امریکا ځواب باید «قوي او پیاوړی» وي.
نوموړي د امریکا له ایبيسي نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زما په نظر ځواب ورکول ډېر مهم دي. هغوی زموږ یوه چورلکه راوغورځوله او موږ اوس هم د ځواب په حال کې یو.»
ټرمپ زیاته کړې: «دا ځواب د هغه څه په غبرګون کې دی چې هغوی تېره شپه زموږ له چورلکې سره وکړل، او زه باور لرم چې دا ځواب باید ډېر قوي او پیاوړی وي، او دا ځواب هم همداسې روان دی.»
د هغه په وینا، د امریکا روان اقدامات د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي او موخه یې د ورته پېښو مخنیوی دی.
تر اوسه د ایران حکومت له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د خپل هغه څارنوال دنده ځنډولې، چې د هبت الله، نتنیاهو او پوتین د نیولو حکمونه یې صادر کړي وو. محکمې هغه د جنسي ځورونې د تورونو له څېړنو وروسته له دندې ګوښه کړی.
د جرمونو نړیوالې محکمې اداري بورډ اعلان کړی چې د دې محکمې د مشر څارنوال کریم خان دنده په موقت ډول ځنډول شوې ده.
کریم خان د محکمې هغه څارنوال و چې د بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم په ګډون یې د جګړه ییزو جرمونو اړوند مهمې دوسیې پر مخ وړلې. هغه اوس د یوې کارکوونکې له لوري د جنسي ځورونې په تورونو تورن شوی.
یوې باخبره سرچین رویټرز ته ویلي چې د محکمې اجرایوي بورډ له ۱۸ میاشتنۍ څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې کریم خان د جنسي ځورونې مرتکب شوی دی. د همدې سرچینې په وینا، اصلي تور له یوې وکیلې سره د هغې له رضایت پرته د جنسي اړیکې په اړه دی.
سرچینې زیاته کړې چې بورډ سپارښتنه کړې کریم خان له خپلې دندې لرې شي او د محکمې رهبري به خپله پرېکړه ۱۲۵ غړو هېوادونو ته واستوي څو په ځانګړې غونډه کې د هغه د راتلونکي په اړه رایه ور کړي.
د کریم خان وکیلانو ویلي چې نوموړی دغه پایلې په کلکه ردوي او هر ډول تخلف نه مني، او دا پرېکړه یې غیرقانوني، ناعادلانه او بې دلیله بللې ده.
کریم خان له هغه وروسته تر فشارونو لاندې راغی چې د بنیامین نتنیاهو او د اسراییل د دفاع وزیر پر ضد د جګړه ییزو جرمونو په تور د نیولو حکم یې صادر کړ او وروسته امریکا هم پرې بندیز ولګاوه.
هغه همداراز په ۱۴۰۳ لمریز کال کې له نړیوالې محکمې غوښتي و چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړي، چې دغه حکمونه بیا په ۱۴۰۴ لمریز کال کې صادر شول.
د رویټرز خبر له مخې، روسیې په بالتیک سمندر کې د ناټو له لویو پوځي تمرینونو سره هممهاله خپل سمندري او هوایي تمرینونه وکړل. په دغو تمرینونو کې چې په کالینینګراد کې وشول، شاوخوا لسو روسي جنګي الوتکو او دوو توغندیزو بېړیو ګډون درلود.
د روسیې دغه تمرینونه د جون په اتمه او نهمه نېټه په کالینینګراد سیمه او د هغې په شاوخوا کې وشول.
په دغو تمرینونو کې شاوخوا ۱۰ پوځي جنګي او بم غورځوونکې الوتکې او همدارنګه دوې کوچنۍ توغندیزې بېړۍ شاملې وې.
بل لور ته، ناټو سازمان د «بالټاپس» په نوم خپل تر ټولو لوی سمندري تمرینونه د جون په څلورمه نېټه پیل کړي چې د جون تر ۲۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دغو تمرینونو کې د ۱۵ هېوادونو شاوخوا ۲۰ بېړۍ او نږدې ۶ زره پوځي پرسونل برخه اخیستې ده.
کالینینګراد چې د لیتوانیا او پولنډ په څېر د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ موقعیت لري، شاوخوا یو میلیون نفوس لري او په لوړه کچه نظامي شوې سیمه ده چې د روسیې د بالتیک د سمندري ځواکونو مرکز هم دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو له امله ژور اندېښمن دی او له اسراییل غواړي چې د غزې لارې بېرته پرانیزي. ګوترېش ویلي، «ټول بریدونه باید سملاسي ودرول شي. په لبنان، ایران او غزه کې اوربندونه باید په بشپړ ډول مراعات شي».
اسراییل د دوشنبې په ورځ په ایران کې پر څو هدفونو بریدونه وکړل، چې دا د اپرېل له اوربند وروسته لومړی برید و.
دغه بریدونه وروسته له هغه وشول چې ایران پر اسراییل توغندي وویشتل او ویې ویل چې دا په بیروت کې د اسراییلي بریدونو ځواب دی.
ګوترېش همدارنګه ویلي چې اسراییل باید د غزې هغه لارې بیا پرانیزي چې د بشري مرستو د رسېدو پرمخ تړل شوې دي.
د امریکا د سمندري ځواکونو یوې بېپیلوټه الوتکې د پوځ داپاچي بریدګرې چورلکې دوه پیلوټان وموندل او دواړه ژغورل شوي دي. دغه چورلکه د عمان ساحل ته نږدې په اوبو کې لوېدلې وه. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پیلوټان «روغ رمټ» دي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په وینا، اپاچي چورلکه د سې شنبې په ورځ د ځايي وخت له مخې سهار شاوخوا درې بجې د عمان ساحل ته نږدې د سیمې په اوبو کې د ګزمې پر مهال نسکوره شوې ده.
پوځ د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویلي.
متحده ایالات او ایران اوس مهال په یوه نازک اوربند کې دي، خو کله ناکله نښتې او د ایران له لوري د امریکا د سیمهییزو متحدینو پر ضد د ډرونونو او توغندیو بریدونه هم کیږي.
مرکزي قوماندانۍ رویټرز ته ویلي چې د ژغورنې عملیات یوې بېپیلوټه الوتکې کړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د جان ایف. کینیډي نړیوال هوايي ډګر په ځغل لیکه کې یې واشنګټن ته له ستنېدو وړاندې خبرې کولې، وویل چې «هیڅوک نه دي ټپیان شوي».
خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ په ډېر احتیاط سره ویلي چې دواړه پوځیان په باثباته روغتیايي حالت کې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې د ایبولا ناروغۍ وروستۍ خپرېدنه د هغو ټولنو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی چې له وړاندې د جګړو او بېځایه کېدو له امله سخت اغېزمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې له دوو میلیونو څخه زیات بېځایه شوي کسان اوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ایبولا د انتقال لوړ ګواښ لري.
یاد سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې او اقدامات اړین دي، څو د ویروس د لا پراخېدو مخه ونیول شي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په جګړه ځپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د ایبولا د خپرېدو ګواښ لا زیات کړی او نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده ترڅو د مخنیوي هڅې پراخې شي.