دوکانداران وايي، د دې محدودیتونو له امله ګڼ دولتي کارکوونکي مجبور شوي چې ساده موبایلونه هم واخلي، څو د اداري اصولو سره سم عمل وکړي او له ځیرکو موبایلونو څخه مخنیوی وشي.
د کابل په شهرنو کې د موبایلونو پلورونکی حاجي عبدالرحمن وایي: «له تېرو دوو ورځو راپه دې خوا د ساده موبایلونو او زړو ځیرکو موبایلونو غوښتنه ډېره زیاته شوې ده. ډېری دولتي کارکوونکي راځي او وايي موږ ته داسې موبایل راکړه چې ارزانه وي او له کاره لوېدولی وي».
د ارزان قیمت بازار یو بل دوکاندار محمد یونس وايي چې د ملا هبت الله له حکم سره سم دوی ټول هغه زاړه او له کاره لویدلي ځیرک موبایلونه هم پلورلي دي چې پخوا چا نه اخیستل.
هغه وايي: «اوس خلک مجبور شوي چې زاړه موبایلونه واخلي. ځینې یې یوازې د دې لپاره اخلي چې د خپلو ادارو د مشرانو مخ کې یې مات کړي یا وسپاري».
د کابل په کارته نو کې له نومښودنې پرته وویل، چې په بازار کې د زړو ځیرکو موبایلونو شمېر کم شوی دی.
نوموړی زیاتوي: «هغه موبایلونه چې مخکې چا نه اخیستل اوس یې بازار جوړ شوی دی. خلک ساده ټیلفونونه اخلي او حتا خپل زاړه وسایل بیا کاروي».
د کابل د موبایل بازار دوکانداران وایي چې د نویو محدودیتونو له امله د خلکو د موبایل کارولو طریقه هم بدله شوې ده. د دوی په وینا، زړو موبایلونو اوس یو ځل بیا په بازار کې ځای نیولی او تقاضا یې په چټکۍ سره لوړه شوې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت د یو سند له مخې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی، د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده په یوه نوي شفاهي حکم کې پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایل کارول بند کړي. په سند کې سرغړوونکي کسان مجرمان یاد شوي او وايي، نظامي محکمو ته به معرفي شي.
په ترلاسه شوي سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې له دغه امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمین وبلل شي او تر قانوني تعقیب لاندې به راشي.
په دغه شفاهي حکم کې راغلي چې سرغړوونکي به نظامي محکمو ته معرفي کېږي.
دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د یادو زونونو د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده.
د ترلاسه شوي سند له مخې، د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسان دنده لري چې د دغه حکم د ښه تطبیق په موخه د طالبانو مشرتابه ته بېرته ډاډ ورکړي.