طالبانو د پنجشېر څه باندې ۱۱زره قیراطه زمرد پلورلي دي

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، ۱۱زره او ۸۴۲ قیراطه زمرد چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي؛ د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي. د هغه په وینا؛ د پلورل شویو زمردو ارزښت څلور مېلیونه، ۷۷۰زره او ۳۶۰ افغانیو ته رسېږي.
