• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ په هرات کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ځواک کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په هرات کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ځواک کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د تاوتریخوالي کمښت، د خلکو بیان ازادۍ او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ازادۍ ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي عاملین باید ځواب ویونکي شي. بېنېټ د سې‌‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي: «اوس د دې وخت دی، چې کړکېچونه راکم شي، د خلکو د بیان ازادۍ ته او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ازادۍ ته درناوی وشي او د نورو زیانونو او تاوانونو مخه ونیول شي».
ورته مهال عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د سې‌شنبې په ورځ په هرات کې د لاریونونو پرمهال ۳۰ لاریون کوونکي نیولي دي. د سرچینو په وینا؛ طالبانو د لاریون پرمهال یوشمېر لاریون کوونکي وهلي او ځینې نور د طالبانو د ډزو له امله ټپیان شوي دي.
په هرات کې د سې‌شنبې ورځې یو لاریونوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یاد لاریون پرمهال د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی کس او ۲۲ ټپیان یې له نږدې لیدلي. ځینو سرچینو هم د یو کس د وژل کېدو او یوشمېر نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی؛ خو لاهم د مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نه‌شته.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۴
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

د هرات یو لاریونوال: د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی او ۲۲ ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱
د هرات یو لاریونوال: د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی او ۲۲ ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل
100%

په هرات کې د سې‌شنبې ورځې یو لاریونوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یاد لاریون پرمهال د طالبانو په ډزو کې یو وژل شوی کس او ۲۲ ټپیان یې له نږدې لیدلي. ځینو سرچینو هم د یو کس د وژل کېدو او یوشمېر نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی؛ خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نه‌شته.

د سې‌‌شنبې ورځې لاریونونه د هرات د جبرییل په سیمه کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو پر وړاندې پیل شول. د هرات اوسېدونکو او سیمه‌‌ییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره پر خلکو ډزې وکړې او معترضو د راټولېدو مخه یې ونیوله.

دغه اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سې‌‌شنبې ورځې په لاریون کې په هرات کې د طالبانو د ځواکونو شمېر له معترضو پرتله زیات و. هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، پر لاریون کوونکو پرله‌‌پسې ډزې او له خلکو سره د طالبانو د ځواکونو سخت چلند ښيي.

سرچینې همداراز وایي، چې طالبانو یوشمېر لاریونوال نیولي او د ټپیانو او اعتراض کوونکو د نیولو لپاره روغتونونو ته هم ورغلي دي. د سیمه‌‌ییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو په ورته وخت کې جبرییل سیمې ته نور ځواکونه هم استولي او د ښار فضا تر ډېره امنیتي او پوځي شوې ده.

طالبانو لاتراوسه د دغه پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

طالبان وایي د کډوالو لپاره به د کندوز عسقلان ښارګوټي کې د نمرو د ‌وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
طالبان وایي د کډوالو لپاره به د کندوز عسقلان ښارګوټي کې د نمرو د ‌وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي
100%

په کندوز کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس رمضان کلیم خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د دغه ولایت په مرکز عسقلان ښارګوټي کې د تازه ستنو شویو کډوالو لپاره د نمرو د وېش لړۍ پیل شي.

د هغه په وینا؛ د ښار جوړونې دغه پروژه شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه لري او ټاکل شوې ده، چې د نمرو د وېش بهیر په راتلونکې اوونۍ کې رسما پیل شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه نمرو وېش د راستنو شویو کډوالو د سرپناه ستونزې د حل په موخه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د یادې ډلې د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش کمېټې له لوري څه باندې ۴زره راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د هغه په وینا؛ له دې سره د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټول‌ټال شمېر ۴۰زره او ۴۳۱ ته لوړ شو.

پکتیکا کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۱
پکتیکا کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي
100%

په پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي. طالبانو له خلکو غوښتي، چې په شکمنو مهماتو لاس ونه وهي.

په پکتیکا کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې یو کباړ ټولوونکي د مرمۍ د ټوټه کولو هڅه کوله. طالبانو زیاته کړې، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۳،۳ مېلیونه کسان په افغانستان کې د هغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي، چې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي. د جګړې پاتې مهماتو چاودنو په وار، وار د خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند اخیستی او لاهم د جدي اندېښنې وړ ستونزه ګڼل کېږي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۷۹ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. دغه بنسټ زیاتوي، چې په همدې کال کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۳۰ نارینه، ۶ ښځې او ۴۳ ماشومان وژل شوي دي.

د راون کال له پیل راهیسې؛ د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۱
د راون کال له پیل راهیسې؛ د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت وايي، د روان کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۸زره او ۸۱۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ په دې موده کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له کبله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت ویاند یوسف حماد ویلي، چې د دغه پېښو له امله ۱۹۹۲ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۷۱۸۷ نور برسېرن ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا؛ ۲۹۴ هټۍ په بشپړه توګه او ۳۰۷ نورې برسېرنې زیانمنې شوې دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د طبیعي پېښو له امله ۵۷ پلچکونه، ۴۳ جوماتونه، ۳۸۲ څاه‌ګانې او د اوبو شبکې، ۵۸۰ کیلومتره سړکونه، ۳۵زره او ۹۸۸ جریبه کرنیزه ځمکه، د ۴۳۲۴ جریبه بڼونو حاصلات، ۵۵زره او ۷۱۸ ونې او ۴۶۳۰ سولري دستګاوې هم ویجاړې شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې؛ په دې موده کې ۱۷۱۳ څاروي هم د طبیعي پېښو له امله تلف شوي دي.
له بل پلوه په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نه‌کوي. یاد سازمان پر اېکس لیکلي، لږترلږه ۷۰ تر ۸۰سلنه د بېړنیو مرستو بېړني اړمن کسان ښځې او ماشومان دي او نږدې ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه کېږي هم ښځې او ماشومان دي.

د بشري حقونو ملاتړ بنسټ: هرات کې د ښځو نیونه د اسلامي، انساني او ټولنیز عدالت خلاف کړنه ده

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۱
د بشري حقونو ملاتړ بنسټ: هرات کې د ښځو نیونه د اسلامي، انساني او ټولنیز عدالت خلاف کړنه ده
100%

د «راواه» په نوم د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ په هرات کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې او دغه کړنه یې له «اسلامي اصولو، انساني کرامت او ټولنیز عدالت» خلاف یاده کړې ده. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې په هرات کې ټولې نیول شوې ښځې ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه بنسټ په هرات کې د نیول شویو ښځو او نجونو په ملاتړ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې دغه ډول نیونې د سپکاوي بڼه لري. دوی زیاته کړې، چې ټولنې د سپکاوي، توهین، وېرې او زور له لارې نه اصلاح کېږي؛ بلکې د علم، اخلاقو، ښه چلند او قناعت له لارې کېږي.

د ښځو یاد بنسټ پوښتلي، «که ښځې د حجاب د نه رعایت له امله یوازې په کوڅو او عامه ځایونو کې ونیول شي، زندانونو ته ولېږدول شي او پرته له شرعي محرم څخه وساتل شي؟ ایا دغه عمل د اسلامي عدالت، د ښځو د عزت او انساني کرامت له اصولو سره سمون لري؟»

د دغه بنسټ په خبره، ښځه یوازې د کنټرول او فشار موضوع نه؛ بلکې د سالمې ټولنې د جوړښت بنسټیزه برخه ده. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې «د دین تطبیق باید د عدالت، حکمت، رحمت او شرعي اصولو پر بنسټ وي؛ نه د داسې کړنو له لارې چې خلک له دین واټن واخلي او اسلام د سخت او وېروونکي دین په توګه معرفي کړي».

د رواه بشري حقونو سازمان له اسلامي عالمانو، د بشري حقونو مدافعینو، نړۍوالو اسلامي بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو د انساني او شرعي حقونو د ساتنې لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

دوی زیاته کړې: «د افغانستان د ښځو د عزت، امنیت او انساني کرامت د ساتنې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخلي».