• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تهران کې یو شمیر افغان کډوالو د هرات د لاریون کوونکو په ملاتړ اعتراض کړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱

په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو د چارشنبې په ورځ د هرات د خلکو د اعتراضونو په ملاتړ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت مخې ته لاریون کړی. لاریونوالو د «کار، زده کړې او ازادۍ» شعارونه ورکول.

افغان کډوالو له ځانونو سره ځینې شعارونه لېږدول، چې پکې لیږل شوي وو، «د عزت سند د هرات د جبرییل د ځوانانو پاکه وینه ده.»

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې یوه ویډیو کې یو معترض لیدل کېږي چې وایي: «د افغانستان د نجونو او خلکو تر شا ودرېږئ، مه پرېږدئ چې د چا وینه تر پښو لاندې شي.»

دغه لاریون یوه ورځ وروسته له هغه کیږی چې د هرات د جبرییل سیمې د خلکو اعتراض د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي بدل شو.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۵

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

•
•
•

نور کیسې

ملا نجیب؛ د ملا دادالله له جبهې تر فدايي محاذه!

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۱
ملا نجیب؛ د ملا دادالله له جبهې تر فدايي محاذه!
100%

په نیویارک کې یوې فدرالي محکمې د طالبانو پخوانی قوماندان حاجي نجیب‌الله په۴۲ کاله بند او ۵ کاله تر څار لاندې ازادۍ سزا محکوم کړی. پر هغه تور و چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې یو امریکایی خبریال تښتولی و او ډلې یې په څو نورو تښتونو او بریدونو کې لاس درلود.

محکمې ویلي چې ۵۰ کلن نجیب‌الله د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۲۵مه د ترهګریزو فعالیتونو په ملاتړ او یرغمل نیونې اعتراف کړی و.

نجیب‌الله چې د نجیب‌الله نعیم، ابو طیب، خطاب او عتیق‌الله په نومونو هم پېژندل کېده، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۵مه د یرغمل نیونې او د مرګ لامل ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ په تور اعتراف کړی و. قاضي کاترین پولک فایلا یې وروستۍ سزا اعلان کړه.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې نوموړي له۲۰۰۷کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د قوماندان په توګه فعالیت کاوه او د هغو عملیاتو مشري یې کوله چې د امریکایي او ناټو ځواکونو پر ضد ترسره کېدل. په دې بریدونو کې ځانمرګي بریدونه، د چاودېدونکو توکو کارول، راکټي بریدونه او کمینونه شامل وو.

د راپور له مخې، د ۲۰۰۸ کال د جون په ۲۶مه د هغه تر قوماندې لاندې وسله‌والو د امریکایي ځواکونو پر یوه کاروان برید وکړ چې په پایله کې یې درې امریکایي سرتېري او د هغوی افغان ژباړن ووژل شول. همدارنګه د هغه تر مشرۍ لاندې ځواکونو د افغان پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې درې افغان پولیس پکې وژل شوي وو.

د ملا دادالله له ډلې تر فدايي محاذه

ملا نجیب‌الله د افغانستان د زابل ولایت اوسېدونکی دی. په ۱۹۷۹ کال کې زېږېدلی او په ۱۵ کلنۍ کې یې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو د تحریک له رامنځته کېدو سره هممهاله جګړه ییز فعالیتونه پیل کړل. په ۲۰۰۱ کال کې هغه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د یوه سرګروپ په توګه په جګړو کې ونډه اخېسته او وروسته د ملا دادالله د ډلې مهم کس و.

نجیب‌الله ویلي چې هغه د ملا دادالله له ځواکونو سره ځکه یوځای شو چې هغه یې تر ټولو زړور او جذاب قوماندان باله.

ملا دادالله، چې د «ملا دادالله فدایي جبهه» په نوم ډله لرله، نجیب‌الله د سلګونو ځانمرګو بریدګرو قوماندان وټاکه. کله چې ملا دادالله د ۲۰۰۷ کال په مې میاشت کې په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، نجیب‌الله د هغه د ځواکونو مشري پر غاړه واخېسته.

د نیوزویک د یوه رپوټ له مخې، نجیب‌الله لږ تر لږه درې ځله امریکا او متحدو ځواکونو نیولی و، خو هر ځل له زندان نه چارواکو ته په بډو ورکولو په تېښته بریالی شوی.

هغه لومړی ځل په ۱۹۹۷ کې بندي شو، بیا په ۲۰۰۴ کال کې اته میاشتې په بند کې و او په ۲۰۰۶ کال کې بیا ونیول شو، خو د ۲۵ زره ډالرو رشوت په ورکولو سره له بنده وتښتېد.

د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې د نجیب الله په مشرۍ فدايي محاذ اعلان وکړ، چې د طالبانو ددفاع پخوانی وزیر ملا عبیدالله ، ملا عبدالغني برادر، ملا اخترمحمد منصور، ملا ګل اغا مشهور په هدایت الله، ملا نانی چې اصلی نوم یې احمدالله دی او ملا عبدالصمد ثانی په دوو ښاخونو وېشل شوي او د هر ښاخ مشر یې له امریکایانو او بریتانیايي استخباراتو ۵۰ زره او هر غړی یې ۱۰ زره امریکايي ډالره میاشتنی معاش اخلي.

نوموړي دغه راز پر کوټې شورا تور ولګاوه، چې ملا دادالله یې د هغه د خپلو دریو ساتونکو ملاعبدالله، ملادین محمد او ملا نسیم په مرسته وواژه او په بدل کې یې پنځه میلیونه ډالره واخېستل. هغه دغه راز ادعا وکړه، چې د ۲۰۱۳ کال د جون په وروستیو کې ملا اخترمحمد منصور له خپلې مېرمنې سره یوځای ابوظبهۍ ته لاړ او هلته یې له بهرنیو استخباراتو ډالۍ او پیسې ترلاسه کړې.

د نحیب الله ډلې فدايي محاذ پر کوټې شورا تور ولګاوه، چې د کوټې په سټلایټ ټاون کې یې د ۲۰۱۴ کال په جون کې پر نجیب الله مرګونی برید کړی و، خو هغه په دې برید کې ژغورل شوی و، خو ورور یې حافظ تیمورشاه وژل شوی و.

له طالبانو سره د هغه د اختلاف اصلي ټکی د قطر دفتر جوړېدل او له افغان دولت او امریکا سره خبرې اترې ګڼل کېده.

د طالبانو مهم چارواکي او د قطر دفتر غړي دوی په خپل تور نوملړ کې شامل کړل او د طالبانو په امارت پسې یې تبلیغات پیل کړل. خو طالبانو د هغه او د هغه د ډلې خبرو ته ارزښت ورنه کړ او کوښښ یې وکړ، چې بې ارزښته یې وښيي.

ملا نجیب خبریالان غوړه مړۍ ګڼله

فدایي محاذ د خپل نوم د مطرح کولو او د رسنیو پام ور ړولو لپاره څو ځله بهرني خبریالان او مشهور شخصیتونه په نښه کړل او ادعا یې کوله چې هغوی د امریکا او لوېدیزو هېوادونو لپاره جاسوسي کوي.

د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۱۱مه، په کابل کې مېشت سویډنی خبریال نیلس هورنر ووژل شو. فدایي محاذ په یوه اعلامیه کې د هغه د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې نوموړی د بریتانیا د استخباراتو (MI6) غړی و. تر دې وړاندې دې ډلې د هندي توکمه افغانې لیکوالې او فلم جوړوونکې سوشمیتا بنرجي د وژنې مسوولیت هم منلی و او هغه یې د «هند جاسوسه» بللې وه.

فدایي محاذ په ۲۰۰۶ کال کې پر پخواني افغان ولسمشر صبغت الله مجددي د یوه ناکام ځانمرګي برید ادعا هم کړې وه. وروسته، په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستاني طالبانو د جګپوړي غړي لطیف الله مسید له نیول کېدو وروسته، د لوګر والي ارسلا جمال او یو شمېر نور کسان ووژل شول، چې د دغو بریدونو مسوولیت هم فدایي محاذ پر غاړه واخیست.

د دغو عملیاتو او یرغمل نیونو له امله، یو شمېر شنونکو باور درلود چې دا ډله ښايي ځینې فعالیتونه د بهرنیو استخباراتي کړیو له غوښتنو او ګټو سره سم کوي.

د حاجي نجیب ډلې د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې د نیویارک ټایمز خبریال ډیویډ روهد و تښتاوه. هغه د حاجي نجیب او حقاني شبکې جنګیالیو په ګډه له لوګره له یوه طالب قوماندان ابو تایب سره تر مرکې وړاندې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته یووړ. د ډیویډ روهد مسوولیت حقاني شبکې او فدايي محاذ دواړو پرغاړه درلود.

طالبانو هوډ درلود، چې د نوموړي او بوا برګډال په بدل کې له ګوانتانامو زندان نه خپل بندي مشران خوشي کړي او دغه راز په ترلاسه کېدونکو پیسو داسې ځانمرګې یوکسیزې چینایۍ الوتکې وپېري، چې له دوی سره د سترو اهدافو په نښه کولو کې مرسته وکړای شي.

د طالبانو یوه پخواني همکار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ډیویډ روهد ناڅاپي تېښتې د دوی هیلې په اوبو لاهو کړې.

حقاني شبکې دده د خلاصون په بدل کې ۲۵ میلیونه ډالره او له ګوانتانامو زندان نه د ۱۵ زندانیانو خوشي کول غوښتل.

په وروستیو شیبو کې حقاني شبکې له امریکا نه د هغوی د خوشي کولو په بدل کې اووه میلیونه ډالر او خپل اووه زندانیان خوشي کول غوښتل، خو دا پیسې یې په قسمت کې نه وې. د ۲۰۰۹ کال د جون په میاشت کې د ملا نجیب ورور او نورو ساتونکو د شپې چکه کوله. په داسې حال کې، چې پر ټولو خوب غالب و، د ملا نجیب ورور تیمورشاه وړاندیز وکړ، چې دی به ترسهاره په نوبتي ډول د زندانیانو څارنه کوي.

کله، چې ټول په خوب ویده شول، ډیویډ روهد او د هغه ژباړن طاهر لودین له ۱۰ فټه دیواله واوښتل او د پاکستان د سرحدي ملیشو یوې پوستې ته یې ځانونه ورسول.

د هغوی له تېښتې وروسته حقانیانو پر نجیب الله تور لګاوه، چې پیسې یې اخستې او ورور یې خبریال خوشی کړی، خو نجیب الله حقانیان ملامتول، چې دده له مرکزه تښتیدلی.

د نجیب الله ډلې ته یوې پخوانۍ نږدې سرچینې وویل، « دغه امریکایی خبریال فدايي محاذ د هغه وخت د کوټې شورا په خوښه خوشی کړی و او په مقابل کې یې پیسې اخستې وې».مل نجیب وروسته په لاهور کې د غوړیو فابریکه جوړه کړه او له خپلو شریکانو سره یې ډېر وخت پرې ناندرۍ وې.

نجیب‌الله په ۲۰۲۰ کال کې په اوکراین کې ونیول شو او وروسته امریکا ته ولېږدول شو، چې بالاخره د ۲۰۲۶ کال د جون په ۹مه د نیویارک فدرالي محکمې په۴۲ کلن بند محکوم کړ.

په پنجاب کې پر یوې نجلۍ د ډله ییز جنسي تیري او وژنې په تور درې کسان نیول شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱
په پنجاب کې پر یوې نجلۍ د ډله ییز جنسي تیري او وژنې په تور درې کسان نیول شوي
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت په جنگ ولسوالۍ کې پولیسو پر یوې زده کوونکې نجلۍ د ډله‌ییز جنسي تېري او وژنې په تور درې تنه نیولي دي. د پولیسو په وینا، دغه ۱۷ کلنه نجلۍ لومړی تښتول شوې وه او وروسته په بې‌هوښه حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وه، چې هلته یې ساه ورکړه.

د پنجاب ایالت د جنگ ولسوالۍ پولیسو په ښار کې د کالج د لومړي کال پر یوې زده کوونکې د ډله‌ییز جنسي تېري او وژنې په تور درې تورن کسان نیولي دي.

د پولیسو په وینا، د پولیسو د شکایتونو مرکز ته خبر ورکړل شو چې یوه ځوانه نجلۍ په نازک حالت کې یوه شخصي روغتون ته لېږدول شوې ده، خو روغتون ته د نجلۍ لیږدوونکي کسان له سیمې تښتېدلي وو.

د جنگ د پولیسو مشر ساجد حسین خبریالانو ته وویل چې د قضیې هر اړخ په ځیر سره څېړل کېږي او شواهد راټولېږي. د پولیسو سرچینو څرګنده کړې چې له تښتونې وروسته، نجلۍ د اصلي تورن د یو خپلوان په کور کې د درېیو تورنو کسانو له خوا تر ډله‌ییز جنسي تېري لاندې راغلې وه او نشه يي توکي ورکړل شوي.

په پنجاب کې هر کال د ښځو پر وړاندې د ډله‌ییز جنسي تېري او جنسي ځورونې سلګونه پېښې راپور کېږي. د پنجاب پولیسو د احصایو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰مې پورې په ټول ایالت کې ۳۸۲ قضیې ثبت شوې دي، چې له دې جملې څخه د ۲۲۶ ډله‌ییز جنسي تېري د قضیو دوسیې محکمې ته وړاندې شوي، ۹۵ لا هم تر پلټنو لاندې دي، ۷ تنه لادرکه دي او ۵۴ قضیې لغوه شوې دي.

درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۱
درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي
100%

په برېتانیا کې څلور هغه افغانان پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د جنسې تیري په تور محاکمه کېږي، چې درې یې له پیښې وروسته په قاچاقې توګه فرانسې ته تللي وو، خو په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

برېتانیايي رسنیو راپور ورکړی، چې ۲۱ کلن محراب ، ۱۹ کلن اول ، ۱۹ کلن سلما او یو بل افغان پر یوې ۱۶ کلني نجلۍ د شرابو څښلو او پر هغې په پرله پسې جنسي تېري تورن دي.

د راپورونو له‌مخې د یادو تورنو افغانانو له ډلې درې تنه یې له پیښې وروسته د یوې لارۍ په وسیله فرانسې ته تښتیدلي وو.

د یادې قضیې څارنوال اېډ هیدرینګټن د برېسټول محکمې ته ویلي، چې قربانې نجلۍ په سناپ چټ کې تر ملګرتیا وروسته، د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۳۰مه د برېسسټول ښار د سېنټ وربورګز سیمې یو کور ته غوښتل شوې وه.

د څارنوال په وینا په دغه کور کې لومړی محراب صفي او وروسته په نوبت سره نورو درېیو کسانو د نجلۍ د غوښتنې خلاف او د هغې د مقاومت د کمولو لپاره د الکولو او سګریټو په ورکولو سره پر هغې جنسي تېری کړی او یاد کار د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.

د راپورونو له‌مخې، یاد درې تورن بالغ افغانان تر پیښې وروسته د یوې لارۍ په وسیله له برېتانیا څخه فرانسې ته تښتیدلې وو او د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۳مه د کالاس په بندر کې د فرانسوي پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

پولیسو ویلي، چې یادو کسانو د تیښتې پرمهال په انټرنیټ کې د جنسي تېري د پېښې په اړه خبرونه هم پلټلي وو.

د راپورونو له‌مخې، څلور واړو تورنو کسانو په محکمه کې پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي دي، خو د یادې قضیې د څېړلو لپاره محاکمه لا هم دوام لري.

افغانه فوټبالره خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال په ۱۰۰ اغېزناکو څېرو کې راغلې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۱
افغانه فوټبالره خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال په ۱۰۰ اغېزناکو څېرو کې راغلې
100%

افغانه فوټبالره خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ورزش د ۱۰۰ اغیزناکو څېرو په نوملړ کې شامله شوې ده. نوموړې د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې د فعالیتونو رسمي کولو په برخه کې هڅې کړې دي.

ټایم لیکلي، خالدې پوپل، چې یو وخت په افغانستان کې د ښځو د فوټبال مخکښه څېره وه، خپل ژوند د افغان ښځو د ورزش د پایښت او بیا احیا لپاره وقف کړی دی.

پوپل په ۲۰۰۷ کال کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له بنسټګرانو ګڼل کیږي.

د ټایم په وینا، هغې نه یوازې په لوبغالي کې د ټیم مشري کوله، بلکې له لوبغالي بهر یې هم د نجونو د فوټبال د پراخېدو لپاره مهم رول درلود.

خو دا پرمختګ وروسته له هغې له منځه ولاړ چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

اوس چې پوپل په ډنمارک کې اوسیږي، هغې د افغان ښځو یووالي په نوم د کډوالو ښځو د فوټبال لوبډله جوړه کړې، چې افغان لوبغاړې په بېلابېلو هېوادونو کې سره راټولوي. هغې همدارنګه هڅه کړې چې دا ټیم د فیفا له خوا په رسميت وپېژندل شي.

دغه رسمیت د روان کال په اپرېل میاشت کې ورکړل شو، چې له مخې یې افغان ښځې اوس په نړیوالو سیالیو کې ګډون کولی شي.

سرچینې: طالبانو په هرات کې د یوه ښوونځي ښوونکي د موبایلونو له پلټلو وروسته بیولي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱
سرچینې: طالبانو په هرات کې د یوه ښوونځي ښوونکي د موبایلونو له پلټلو وروسته بیولي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو نن سهار په هرات کې د یو شمېر ښوونځیو د ښوونکو موبایلونه پلټلي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د هرات ښار د رسالت ښوونځي درې ښوونکي د هغوی د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو له څارلو او پلټنې وروسته له ځان سره بیولي دي.

سرچینې زیاتوي چې د یادې ډلې موخه د هغو مطالبو او خبرونو څارنه ده چې د طالبانو پر ضد ګڼل کېږي.

د معلوماتو له مخې، په ښوونځیو کې د ښوونکو د ټولنیزو شبکو او وتس اپ ګروپونو فعالیتونه ټول څارل کیږي.

بلخوا، د نیمروز یو شمېر اوسېدونکو په خپلو پیغامونو کې ویلې چې طالبان د تلاشۍ په بېلابېلو پوستو کې د خلکو د موبایلونو پلټنه کوي او دا لړۍ یې له پرون راهیسې پراخه کړې ده.