د ازادۍ او عدالت غورځنګ: طالبان له دین څخه د یوې وسیلي په توګه کار اخلي

د ازادۍ او عدالت غورځنګ په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځو د نیولو نوې لړۍ او د ولسي اعتراضونو ځپل په کلکه غندلي دي. دغه وسلهوالې ډلې او سیاسي خوځښت د غبرګولي په ۲۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
