اوټاوا مشورتي بهیر: په هرات کې د ښځو نیول او د لاریونوالو ځپل د بشري حقونو جدي نقض دی

د اوټاوا مشورتي بهیر په یوه اعلامیه کې په هرات ښار کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او د لاریونوالو پر وړاندې د چلند غندنه کړې او دا یې د «سولهییزو اعتراضونو تاوتریخجن ځپل» بللي دي.
