• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله د درملو ۷ پلورنځي وتړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د طالبانو روغتیا وزارت وايي، چې په هرات کې یې د څارنې او پلتنې يو پلاوي د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله د درملو ۷ عمده پلورنځي تړلي. یاد وزارت ویلي، چې دغه پلاوي په هرات کې له ۷۲ درمل پلورنځيو څخه څارنه کړې.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په هرات ولایت کې د درملو او روغتیايي توکو د پلور مرکزونو د څار بهیر دوام لري او له هر ډول سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په ځینو نورو ولایتونو کې یوشمېر روغتونونه او درملتونونه تړلي وو. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بې‌کېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۵

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

•
•
•

نور کیسې

محقق په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول د هغوی پر عزت او حیثیت یو څرګند تېری بللی دی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۱
محقق په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول د هغوی پر عزت او حیثیت یو څرګند تېری بللی دی
100%

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په هرات کې د ښځو او نجونو نیول «د هېواد د ښځو پر عزت او حیثیت ښکاره برید» وباله. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د خلکو پر حیثیت، حقونو او ناموس تېری د حل لاره نه‌ده او دغه ډول کړنې د کړکېچونو او ټولنیزو درزونو کچه نوره هم پراخوي.

محقق د هرات د سوله‌‌ییزو لاریون کوونکو د «خونړۍ ځپنې لړۍ» یادونه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د خلکو پر حیثیت، حقونو او ناموس تېری حل لاره نه‌ده او دغه ډول کړنې به د کړکېچونو، نارضایتۍ او ټولنیزو درزونو کچه نوره هم پراخه کړي.

هغه د راپورونو په حواله ویلي، چې په هرات ښار کې یوشمېر ښځې او نجونې د طالبانو له‌خوا نیول شوې او نامعلومه ځایونو ته وړل شوې دي. نوموړي دغه کړنه د اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو خلاف وبللې.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر په خپل یادښت کې د یادې پېښې د تاوتریخوالي اړخ ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې د هرات د پروني سوله‌ییز لاریون پرمهال هم لاریون کوونکي د طالبانو له «خونړي ځپونکي اقدام» سره مخ شوي، چې په پایله کې یې ځینې کسان ټپیان شوي او یا یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه له طالبانو غوښتي، چې له زور او جبر لاس واخلي او د قانوني او بشري حقونو د درناوي پربنسټ لارې چارې غوره کړي؛ څو په هېواد کې د ثبات، ارامتیا او ملي یووالي زمینه برابره شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱
واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي
100%

په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان شاوخوا ۸ لوی بریدونه کړي، چې د هېواد په تاریخ کې بې‌ساري ګڼل کېږي. دغه بریدونه پر کابل، خوست، کونړ، پکتیکا، پکتیا، کندهار، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د وروستیو معلوماتو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۲کال (د اپرېل په ۱۰مه) پر خوست او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل. د ۲۰۲۴کال د مارچ په میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هم بریدونه وشول. د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې د پکتیکا برمل ولسوالي هم د پاکستان د هوایي بریدونو او توغندیزو بریدونو له لارې په نښه شوه.

د ارزونو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۹مه ) د خیبر توپان عملیاتو په نوم پر کابل، خوست، ننګرهار او پکتیکا هم بریدونه وکړل.

د دواړه خواوو ترمنځ د نښتو پرمهال پاکستان د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په میاشت کې پر ننګرهار، پکتیکا او خوست هم بریدونه کړي. په همدې میاشت کې کابل، کندهار، پکتیا او ختیځ ولایتونو بیا د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلل.

پاکستان د همدې کال د مارچ په میاشت کې پر کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون تر ټولو لوی برید ترسره کړ او په همدې ورځ یې د کندهار پر هوایي پوځي اډې هم بریدونه وکړل.

د کابل د روږدو کسانو د درملنې مرکز تلفات د وروستیو کلونو د تلفاتو تر ټولو لوی شمېر ښیي. پاکستان په جون میاشت کې پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو یو وار بیا بریدونه وکړل.

پاکستان د دغه بریدونو په ترسره کولو ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې بلوڅ بېلتون پاله او د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي او پټن ځایونه په نښه کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم د دغه بریدونو ټول‌ټال د مرګ ژوبلې کره شمېره نه‌ده روښانه؛ خو دغه شمېر سلګونو ته رسېږي.

د یوناما او نړۍوالو راپورنو له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۶کال د مئ تر میاشتې پورې ملکي تلفات تر زرو کسانو اوړي. د یوناما په وینا؛ په دغه تلفاتو کې ۷۲ ښځې، ۴۸ نجونې، ۹۵ هلکان او ۵۵۴ نارینه شامل دي چې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

له ۲۰۲۱کال وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه اړیکې له نویو امنیتي کړکېچونو سره مخ شوې. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې د پاکستان ضد وسله‌واله ډله تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي.

پاکستاني چارواکو په وار، وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه له‌منځه یوسي؛ خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۱
د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
100%

د بلخ ولایت د طالبانو د والي ویاند، عطاالله زید، د ښځو د حجاب په اړه د روانو بحثونو او اعتراضونو په غبرګون کې ویلي چې د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» او د ډیموکراسۍ پر لور د سوق کولو هڅې ناکامې شوې دي.

د نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د مزارشریف په ښار کې د ښځو د نیولو راپورونه خپاره شول. ځايي سرچینو د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د مزارشریف د روضې شمال ته له یوه سوداګریز مرکز څخه دوه ښځې نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

عطاالله زید د جمهوري نظام پر مهال د ښځو د پوښاک له ازادۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د افغان مسلمانو ښځو د بې‌حجابه کولو او د ډیموکراسۍ پر لور د هغوی د سوق کولو لپاره بېلابېل او غولوونکي پروګرامونه ناکام شوي دي، او افغان ښځې په هر ډول شرایطو کې د خپل حجاب ساتلو ته ژمنې دي.»

طالبانو له ښځو غوښتي چې د دې ډلې له لوري ټاکل شوی حجاب مراعت کړي؛ هغه حجاب چې پکې د مخ او ټول بدن بشپړ پټول د پراخو جامو او چادري له لارې شامل دي.

په ورته وخت کې، ځینو سرچینو او د افغانستان انټرنشنل مخاطبینو ویلي چې طالبانو آن هغه ښځې هم نیولې دي چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې منل شوی حجاب، یعنې د مخ پرانیستی چادر، لري.

د راپورونو له مخې، په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو لړۍ پراخه شوې او د خلکو د اعتراضونو او غبرګونونو لامل ګرځېدلې ده.

ځايي سرچینې وایي چې په مزارشریف کې وروستي نیول د هغو سختو امنیتي تدابیرو برخه ده چې د روضې شریفې په شاوخوا کې پلي شوي دي. دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په هرات کې هم د طالبانو له لوري د ښځو او نارینه‌وو د نیولو او محدودولو راپورونه زیات شوي دي.

تر اوسه د بلخ سیمه‌ییزو طالب چارواکو د یادو ښځو د نیولو د علت او د هغوی د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو د هرات په لومړنیو ښوونځیو کې نجونې ته د چادر نماز د اغوستلو امر کړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۰ GMT+۱
طالبانو د هرات په لومړنیو ښوونځیو کې نجونې ته د چادر نماز د اغوستلو امر کړی
100%

په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د سې‌شنبې په ورځ د نجونو یو شمېر ښوونځیو ته ورغلي او د زده‌کوونکو د پوښاک په اړه یې نوې سپارښتنې کړې دي.

د سرچینو په وینا، د ښوونځیو مسؤلینو ته ویل شوي چې د څلورم، پنځم او شپږم ټولګي نجونې باید د لوی پړونی (چادر نماز) واغوندي.

سرچینو زیاته کړې چې دا لارښوونه د کم عمره نجونو، حتی د اوو او اتو کلونو ماشومانې هم رانغاړي او په ځینو ښوونځیو کې مدیرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د دې حکم پلي کول الزامي دي.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مامورینو د نجونو په یوه ښوونځي کې د ځینو زده‌کوونکو قدونه هم اندازه کړي او هغو نجونو ته یې چې قد یې له یو متر او ۳۰ سانتي‌مترو څخه لوړ و، د لوی پړوني د اغوستلو امر کړی دی.

د سرچینې په خبره، طالبانو زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.

افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي او تر اوسه په هرات کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په وروستیو کې په هرات کې د ښځو او نجونو پر حجاب او پوښاک څارنه زیاته کړې ده، او د راپورونو له مخې یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې د دغې ډلې له غوښتنو سره سم حجاب نه لري، نیول شوې او له ناسم چلند سره مخ شوې دي.

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۱
د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو
100%

د طالبانو یو قوماندان حاجي نجیب الله چې د امریکايي خبریال ډېوېډ روهډ او د هغه د دوو ملګرو په تښتونه کې یې لاس درلود، د سې شنبې په ورځ د امریکا د نیویارک یوې محکمې په ۴۲ کاله بند محکوم کړ.

د اې‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو ویلي چې حاجي نجیب الله او د هغه ملګرو په ۲۰۰۸ کال کې ډېوېډ روهډ، د هغه افغان ژباړن او موټرچلوونکی له اوو میاشتو څخه ډېر وخت په افغانستان او پاکستان کې په پټو ځایونو کې یرغمل ساتلي وو.

د دوی موخه دا وه چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې ترلاسه کړي او همدارنګه هغه طالب بندیان ازاد کړي چې د امریکا په بند کې وو.

څارنوالانو ویلي چې نجیب الله د یرغملۍ پر مهال بندیان اړ ایستل چې د ژوندي پاتې کېدو د ثبوت ویډیوګانې ثبت کړي. په دغو ویډیوګانو کې طالب جنګیالیو له اتومات وسلو سره هغوی ګواښل او یرغمل شوي کسان به یې دې ته اړ کول چې له خپلو کورنیو او د امریکا له حکومت څخه وغواړي څو د طالبانو غوښتنې ومني.

د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «یرغمل شوي کسان او د هغوی کورنۍ د اسارت په ټوله موده کې له دې وېرې سره ژوند کاوه چې ښايي بیا هېڅکله یو بل ونه ویني».

نجیب الله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د کابل له ګاونډي ولایت میدان وردګو کې د طالبانو قوماندان و او د دې ډلې د غیر رسمي ویاند په توګه یې هم فعالیت کاوه. د څارنوالانو په وینا، د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو څو ځله د امریکا د پوځ پر کاروانونو کمیني بریدونه کړي وو چې له امله یې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې ډېوېډ روهډ، چې هغه مهال یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لپاره کار کاوه، د یوې مرکې د ترسره کولو لپاره د نجیب الله لیدو ته روان شوی و، خو د طالبانو کسانو د نجیب الله په امر نوموړی، د هغه ژباړن او موټرچلوونکی وتښتول.

څارنوالانو ویلي چې طالب وسله والو د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ترې واخیستل، لاسونه یې وتړل او سترګې یې ورباندې وتړلې.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، کله چې روهډ خپلو تښتوونکو ته وویل چې امریکایی دی، نو یو تن یې په پښتو ژبه چیغه کړه چې دوی به د هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته «یو خونړی پیغام» واستوي.

ډېوېډ روهډ او د هغه ژباړن له اوو میاشتو اسارت وروسته بالاخره وتوانېدل چې د رسۍ په وسیله او وروسته له هغه چې ساتونکي ویده شول، له خپل د ساتنې ځای څخه وتښتي.

روهډ وروسته د خپلې یرغملۍ او تېښتې کیسه د «رسۍ او دعا» په نوم یو کتاب کې خپره کړه.

حاجي نجیب الله د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې اوکراین ته د سفر پر مهال ونیول شو او وروسته د محاکمې لپاره امریکا ته ولېږدول شو.