روسیه وايي افغانستان د خپلو ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم کړکېچن دی او دغه هېواد د سیمې او په ځانګړې توګه خپلو نږدې ګاونډیانو لپاره یو جدي ګواښ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم کړکېچن دی او دغه هېواد د سیمې او په ځانګړې توګه خپلو نږدې ګاونډیانو لپاره یو جدي ګواښ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نویو ننګونو او ګواښونو څانګې مشر پیټر ایلیچیف په وینا؛ اوسمهال شاوخوا ۲۰ وسلهوالې ډلې چې ټولټال له ۲۰زرو تر ۲۳زرو پورې غړي لري، لاهم په افغانستان کې فعالې دي.
دغه روسي چارواکي یادې څرګندونې د همګټو (CIS) غړو هېوادونو د ترهګرۍ ضد جوړښتونو د مشرانو په ۱۹مه غونډه کې کړې. هغه دارنګه د یادو ډلو لهخوا نویو ټېکنالوژیو ته د لاسرسي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
د هغه په وینا، وضعیت لا کړکېچن کېږي ځکه چې د وسلهوالو ډلو او تنظیم شویو جرمي شبکو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي؛ دغه ډلې د خپلو لګښتونو لویه برخه د نشهیي توکو قاچاق، د وسلو ناقانونه سوداګرۍ، د ګران بیه ډبرو او فلزاتو قاچاق له لارې تمویلوي.

د بلخ ولایت د طالبانو د والي ویاند، عطاالله زید، د ښځو د حجاب په اړه د روانو بحثونو او اعتراضونو په غبرګون کې ویلي چې د افغان ښځو د «بېحجابه کولو» او د ډیموکراسۍ پر لور د سوق کولو هڅې ناکامې شوې دي.
د نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د مزارشریف په ښار کې د ښځو د نیولو راپورونه خپاره شول. ځايي سرچینو د سېشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د مزارشریف د روضې شمال ته له یوه سوداګریز مرکز څخه دوه ښځې نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.
عطاالله زید د جمهوري نظام پر مهال د ښځو د پوښاک له ازادۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د افغان مسلمانو ښځو د بېحجابه کولو او د ډیموکراسۍ پر لور د هغوی د سوق کولو لپاره بېلابېل او غولوونکي پروګرامونه ناکام شوي دي، او افغان ښځې په هر ډول شرایطو کې د خپل حجاب ساتلو ته ژمنې دي.»
طالبانو له ښځو غوښتي چې د دې ډلې له لوري ټاکل شوی حجاب مراعت کړي؛ هغه حجاب چې پکې د مخ او ټول بدن بشپړ پټول د پراخو جامو او چادري له لارې شامل دي.
په ورته وخت کې، ځینو سرچینو او د افغانستان انټرنشنل مخاطبینو ویلي چې طالبانو آن هغه ښځې هم نیولې دي چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې منل شوی حجاب، یعنې د مخ پرانیستی چادر، لري.
د راپورونو له مخې، په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو لړۍ پراخه شوې او د خلکو د اعتراضونو او غبرګونونو لامل ګرځېدلې ده.
ځايي سرچینې وایي چې په مزارشریف کې وروستي نیول د هغو سختو امنیتي تدابیرو برخه ده چې د روضې شریفې په شاوخوا کې پلي شوي دي. دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په هرات کې هم د طالبانو له لوري د ښځو او نارینهوو د نیولو او محدودولو راپورونه زیات شوي دي.
تر اوسه د بلخ سیمهییزو طالب چارواکو د یادو ښځو د نیولو د علت او د هغوی د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د سېشنبې په ورځ د نجونو یو شمېر ښوونځیو ته ورغلي او د زدهکوونکو د پوښاک په اړه یې نوې سپارښتنې کړې دي.
د سرچینو په وینا، د ښوونځیو مسؤلینو ته ویل شوي چې د څلورم، پنځم او شپږم ټولګي نجونې باید د لوی پړونی (چادر نماز) واغوندي.
سرچینو زیاته کړې چې دا لارښوونه د کم عمره نجونو، حتی د اوو او اتو کلونو ماشومانې هم رانغاړي او په ځینو ښوونځیو کې مدیرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د دې حکم پلي کول الزامي دي.
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مامورینو د نجونو په یوه ښوونځي کې د ځینو زدهکوونکو قدونه هم اندازه کړي او هغو نجونو ته یې چې قد یې له یو متر او ۳۰ سانتيمترو څخه لوړ و، د لوی پړوني د اغوستلو امر کړی دی.
د سرچینې په خبره، طالبانو زدهکوونکو ته خبرداری ورکړی چې که له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.
افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي او تر اوسه په هرات کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په وروستیو کې په هرات کې د ښځو او نجونو پر حجاب او پوښاک څارنه زیاته کړې ده، او د راپورونو له مخې یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې د دغې ډلې له غوښتنو سره سم حجاب نه لري، نیول شوې او له ناسم چلند سره مخ شوې دي.
د طالبانو یو قوماندان حاجي نجیب الله چې د امریکايي خبریال ډېوېډ روهډ او د هغه د دوو ملګرو په تښتونه کې یې لاس درلود، د سې شنبې په ورځ د امریکا د نیویارک یوې محکمې په ۴۲ کاله بند محکوم کړ.
د اېبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو ویلي چې حاجي نجیب الله او د هغه ملګرو په ۲۰۰۸ کال کې ډېوېډ روهډ، د هغه افغان ژباړن او موټرچلوونکی له اوو میاشتو څخه ډېر وخت په افغانستان او پاکستان کې په پټو ځایونو کې یرغمل ساتلي وو.
د دوی موخه دا وه چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې ترلاسه کړي او همدارنګه هغه طالب بندیان ازاد کړي چې د امریکا په بند کې وو.
څارنوالانو ویلي چې نجیب الله د یرغملۍ پر مهال بندیان اړ ایستل چې د ژوندي پاتې کېدو د ثبوت ویډیوګانې ثبت کړي. په دغو ویډیوګانو کې طالب جنګیالیو له اتومات وسلو سره هغوی ګواښل او یرغمل شوي کسان به یې دې ته اړ کول چې له خپلو کورنیو او د امریکا له حکومت څخه وغواړي څو د طالبانو غوښتنې ومني.
د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «یرغمل شوي کسان او د هغوی کورنۍ د اسارت په ټوله موده کې له دې وېرې سره ژوند کاوه چې ښايي بیا هېڅکله یو بل ونه ویني».
نجیب الله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د کابل له ګاونډي ولایت میدان وردګو کې د طالبانو قوماندان و او د دې ډلې د غیر رسمي ویاند په توګه یې هم فعالیت کاوه. د څارنوالانو په وینا، د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو څو ځله د امریکا د پوځ پر کاروانونو کمیني بریدونه کړي وو چې له امله یې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې ډېوېډ روهډ، چې هغه مهال یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لپاره کار کاوه، د یوې مرکې د ترسره کولو لپاره د نجیب الله لیدو ته روان شوی و، خو د طالبانو کسانو د نجیب الله په امر نوموړی، د هغه ژباړن او موټرچلوونکی وتښتول.
څارنوالانو ویلي چې طالب وسله والو د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ترې واخیستل، لاسونه یې وتړل او سترګې یې ورباندې وتړلې.
د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، کله چې روهډ خپلو تښتوونکو ته وویل چې امریکایی دی، نو یو تن یې په پښتو ژبه چیغه کړه چې دوی به د هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته «یو خونړی پیغام» واستوي.
ډېوېډ روهډ او د هغه ژباړن له اوو میاشتو اسارت وروسته بالاخره وتوانېدل چې د رسۍ په وسیله او وروسته له هغه چې ساتونکي ویده شول، له خپل د ساتنې ځای څخه وتښتي.
روهډ وروسته د خپلې یرغملۍ او تېښتې کیسه د «رسۍ او دعا» په نوم یو کتاب کې خپره کړه.
حاجي نجیب الله د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې اوکراین ته د سفر پر مهال ونیول شو او وروسته د محاکمې لپاره امریکا ته ولېږدول شو.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویلي، چې د هرات له ښځو او نارینهوو سره همغږي او د روانو پېښو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېدل یوه ملي او وطنپاله دنده ده.
سپنتا د سېشنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت هېواد د «وېرې، ظلم، لوږې او مطلق وروستهپاتېوالي» پر لور بیولی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په هرات کې وروستۍ پېښې د هغه څه یوه بېلګه ده چې ده ورته «وحشت او بربریت» ویلي دي.
هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی: «د هرات له ښځو او نارینهوو سره همغږي او نندارچي نه پاتې کېدل ملي او وطنپاله وجیبه ده. دې د ظلم او تاریختېرې واکمنۍ ته باید خپله خلک د پای ټکی کېږدي. ازادي اخیستل کېږي.»
د سپنتا دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د دغو پېښو په تړاو یو شمېر سیاسي څېرو، د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو هم اندېښنه څرګنده کړې او د ښځو د نیولو او محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان په هرات کې د ښځو او نارینه وو د وروستیو اعتراضونو ملاتړ کړی او د هغوی زړورتیا یې ستایلې ده. مېرمن نهان ویلي چې افغان ښځې به د خپلو بشري حقونو د دفاع لپاره له مبارزې او ودرېدلو څخه لاس وانخلي.
نرګس نهان په خپل پیغام کې ویلي چې د داسې یوې ډلې پر وړاندې درېدل او اعتراض کول اسانه کار نه دی چې له تاوتریخوالي پرته پر بله هېڅ ژبه نه پوهېږي. هغې زیاته کړې چې د افغانستان ښځې به د خپلو انساني حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې ټینګار کړی چې دا ځل به د افغانستان بدلون او ازادي په خپله د دغه هېواد د ښځو په لاسونو او ارادې سره رامنځته شي. د هغې دا څرګندونې په هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د نویو محدودیتونو او نیونو له زیاتېدو وروسته مخې ته راغلي دي.
له بلې خوا، د هرات د وروستیو پېښو په غبرګون کې د افغانستان د بدن د ښکلا نامتو اتل علي بلال هم په دغه ښار کې د ښځو پر نیول کېدو سخته نیوکه کړې ده. ښاغلي بلال په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي چې افغان ښځې له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو څخه بېبرخې شوې دي.
د هرات د اوسېدونکو په وینا، په دغه ښار کې په وروستیو ورځو کې د ښځو د نیولو او پر هغوی د محدودیتونو له امله فضا خورا درنه او له اضطرابه ډکه شوې ده. د راپورونو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف او نهیعنالمنکر غړو په هرات کې د حجاب په پلمه د ښځو او نجونو نیول پیل کړي چې دې چارې د خلکو ترمنځ پراخې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.