• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې د پاکستان شارژدافیر پر افغانستان د تازه هوايي بریدونو په تړاو احضار کړی او خپل شدید او قاطع اعتراض یې ور سپارلی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دغه برید بشري جنایت او د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض بللی.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د خاورې او خلکو دفاع یې شرعي مسوولیت دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چي پاکستان باید د نیابتي سیاستونو د تطبیق پر ځاى خپلو داخلي ستونزو ته په اساسي ډول حل ومومي.

وزارت زیاته کړې، چې څنګه ممکنه ده په يوه خاوره کې د ماشومانو او ښځو وژل د بلې خاورې د امنيت ټينګښت په معنا شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې، « یو ځل بیا په صراحت یادونه کوو چې د دغو تکراري پاروونکو اقداماتو او جنایتونو د ټولو پايلو مسوولیت به د پاکستان پوځ پر غاړه وي».

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۵

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

•
•
•

نور کیسې

اتحاد هوايي شرکت د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې زیاتوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۱
اتحاد هوايي شرکت د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې زیاتوي
100%

د متحده عرب اماراتو اړوند اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی چې د جولای میاشتې له ۱۵ مې نیټې څخه به د ابوظبۍ زاید نړۍوال هوايي ډګر او کابل هوايي ډګر ترمنځ خپلې الوتنې دوه برابره کړي او هره ورځ به له ابوظبۍ څخه کابل ته دوه الوتنې ولري.

اتحاد هوايي شرکت ویلي، چې د مساپرو د غوښتنې په اساس غواړي د کابل او ابوظبۍ ترمنځ خپلې ورځنۍ الوتنې دوه برابره زیاتې کړي.

یاد شرکت ویلي، چې په مارچ میاشت کې د کابل او ابوظبۍ ترمنځ د هوايي لارو له پرانېستل کېدو سره د الوتنو ډېرولو غوښتنې زیاتې شوې دي.

د اتحاد هوايي شرکت په وینا، د الوتنو د زیاتېدو غوښتنه د کابل او ابوظبۍ ترمنځ د تلونکو مساپرو او هغه کسانو له لوري شوې چې د ابوظبۍ له لارې اروپا او نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د یاد شرکت د معلوماتو له‌مخې، د جون میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه به د سهار الوتنه په ځايي وخت ۹:۵۵ بجو له ابوظبۍ څخه کابل ته او د غرمي ۱:۱۰ بجې به له کابل څخه ابوظبۍ ته او همدارنګه له ماسپښین وروسته ۲:۴۵ به بله الوتنه له ابوظبۍ څخه کابل ته او په همدې ورځ به ۷:۲۰ بېرته له کابل څخه ابوظبۍ ته کیږي.

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟
100%

د نهم او لسم جون تر منځ شپه کې پاکستان یو وار بیا د افغانستان په دریو ولایتونو، خوست، پکتیکا او کونړ کې هوايي بریدونه کړي دي. د پاکستان پوځي منابعو پاکستانی ژورنالستانو ته ویلي دي چې دغه هوايي بریدونه د استخباراتو له خوا په ګوته شويو د ټي ټي پي پر پټنځایونو شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم په یوه رسمي اعلامیه کې ادعا کړې ده چې د پاکستان له خوا په افغانستان کې دغه هدفي بریدونه د مې په نهمه نېټه په بنو کې، د مې د میاشتې په نهمه نېټه په بنو کې په پولیسو پر یوه مرکز برید، د جون په دویمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د موټر په وسیله ترسره شوي انتحاري برید، او د جون په نهمه نېټه د پېښور نه بهر د حسن خیلو په موسی دره کې د سرحدي ځواکونو په مرکز شوي وسله‌وال برید په ځواب کې شوي دي.

په حکومتي اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ترهګریز مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.

د پاکستان د دغو ادعاوو برعکس د طالبانو د امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ایکس کې په خپله پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونې سره په کونړ، خوست او پکتیکا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمونه غورځولي دي، چې په دغو بریدونو کې د یوولسو ماشومانو په ګډون یوه ښځه او یو بوډا سړی وژل شوي دي او څوارلس تنه نورې ښځې او ماشومان ټپیان شوي هم دي. ذبیح‌الله مجاهد پاکستانی برید د انسانانو پر ضد یو جنایت او تعرض بللی دی.

د امریکا غږ د وینا له مخې، د امریکا حکومت هم په افغانستان او پاکستان دواړو غږ کړی دی چې هغوی دې د وسله‌والو بریدونو پر ځای خپلمنځي اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

عجبه خبره دا ده چې د اپرېل په میاشت کې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو نه یوه ورځ وړاندې پاکستان په افغانستان کې دننه هوايي بمباردونه کړي وو او دې ځل یې په استانبول کې د دویم ځل د جون په نهمه نېټه د شويو غیر رسمي خبرو اترو نه څو ساعته وروسته بیا د افغانستان په دریو ولایتونو باندې هوايي بریدونه کړي دي.

100%

داسې ښکاري چې د پاکستان جنرالواکۍ د دوستو هېوادونو تر فشار لاندې د افغانستان سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي، ولې بیا په افغانستان بریدونه کوي او د سوله‌ییز مفاهمت فضا له منځه وړي، او هدف یې دا پیغام رسول ښکاري چې پاکستان د افغانستان سره دوه اړخیزو خبرو اترو او مفاهمت ته اړتیا نه لري، بلکې د پوځي قوت له لارې د افغانستان اوسني حکومت ته قناعت ورکول غواړي چې هغه دې د پاکستان اوامر ومني.

پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو په اړه یو څو پوښتنې وجود لري چې پاکستان یې ځواب نه وايي، او هغه دا دي چې پاکستان د خپلو ادعاوو سره سم د ډیورند د کرښې سر تر پایه پاکستاني خار داره تارونه لګولي دي، د څارنې لپاره پوځي پوستې په ټوله کرښه پرتې دي، نو بیا د ټي ټي پي جنګیالي په دومره ګڼ شمېر کې پاکستان ته څنګه داخلیږي؟

او بیا که بالفرض دغه جنګیالي پاکستان ته داخل هم شي نو بیا هغوی د پاکستان د ځواکمن ماشین په موجودیت کې څنګه په بنو، لکي مروت، ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستان سیمه‌ییز کنټرول تر لاسه کړی دی؟

ا د پاکستاني طالبانو تحریک دومره قوي شوی دی چې هغه د پښتونخوا ځینې سیمې اشغال کړي دي او اوس هلته د جینکو ښوونځي (سکولونه) الوزوي او هلته د مېشتو خلکو نه باج اخلي؟

دا خبرې په څرګنده توګه ناشونې دي او په حقیقت کې د هغې جګړې برخه ده چې د پښتون او افغان پر ضد د پنځوسو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري روانه ده.

د استانبول د غیر رسمي خبرو اترو نه پرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د چین په نوښت پیل شوې د اورمچي پروسه هم وجود لري، چې د اپرېل د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د چین د سنکیانګ نومې سیمې په مرکز اورمچي کې رامنځته شوې ده.

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسنۍ جګړې څخه ډېر مشوش دی، علت یې دا دی چې چین دغه جګړه د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکي تجارتي کوریډور ته، چې چین پکې په ملیاردونو ډالرو پانګونه کړې، یو خطر بولي او بله دا چې چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي منابعو کې هم پانګونه کول غواړي چې د چین صنعتونه ترې ستره ګټه پورته کولی شي.

بله خبره دا ده چې که د ډیورند د کرښې دواړه خواوې بې ثباته شي نو داعش او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک به د دغې بې ثباتۍ نه استفاده وکړي او هغوی به د چین د سنکیانګ نومې سیمې کې د ورانکارۍ لپاره نفوذ وکړي، نو ځکه چین د اورمچي په پروسه کې ډېر دقت کړی دی، او د مذاکراتو او مفاهمت خبره یې یوازې افغانستان او پاکستان ته نه ده ایښې. د اورمچي پروسه درې اړخیزه ده، یعنې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ چین هم د دې پروسې غړی دی، څو د خپل موجودیت په وسیله دواړه اړخونه تیری او ماجراجویۍ ته پرې نه ږدي.

د مې د میاشتې په پای او د جون د میاشتې په سر کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي کابل، اسلام‌اباد او دوحې ته سفرونه وکړل او په درې واړو پلازمینو کې یې د ټولو مهمو دولتي او غیر دولتي مقاماتو سره صلاح‌ګانې وکړې او په هېڅ صورت کې افغانستان او پاکستان وسله‌والې جګړې ته نه پرېږدي.

خو د پاکستان تازه بمباردونو دا خبره ښکاره کړه چې هغه د هیچا خبرو ته غوږ نه ږدي او غواړي چې د پوځي ځواک په وسیله افغانستان په خپله تحت‌الحمایه سیمه بدل کړي.

پاکستان دیرش کاله په طالبانو کې پانګونه هم د دې لپاره کړې وه چې په افغانستان باندې یو ضعیف، غیر مشروع او منزوي نظام تحمیل کړي، خو د دغې صحنې بل اړخ دا هم دی چې پاکستان د طالبانو د امارت لاندې افغانستان کې د بمباردونو په وسیله د خپلو ژورو داخلي اقتصادي او سیاسي بحرانونو څخه د خپل ولس پام اړولو لپاره د خپل پوځي ځواک نمایش کوي، خو په اوږده کې به دا کړنلاره په هېڅ وجه ښې پایلې ونه لري.

ملګرو ملتونو په هرات کې د ښځو د نیولو او پر لاریون‌کوونکو د بریدونو له امله اندېښنه ښودلې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۵ GMT+۱
ملګرو ملتونو په هرات کې د ښځو د نیولو او پر لاریون‌کوونکو د بریدونو له امله اندېښنه ښودلې
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په هرات کې د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ۳۰ ښځو نیولو، ګواښلو او د لاریون والو پر وړاندې د زور زیاتي کارولو په اړ اندېښنه ښودلې او پر یادې ډلې یې غږکړی، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او ازادیو محدودوونکې تګلارې پریږدي.

یوناما د چارشنبې په ورځ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د روانې اونۍ په ۶مه او ۷مه نېټه په هرات کې د حجاب نه رعایتولو په تور لږ تر لږه ۳۰ ښځې نیولې او سلګونه نورې یې په شفاهي ډول ګواښلې دي.

د یوناما د معلوماتو له‌مخې، نیول شوې ښځې له یو ورځني بند وروسته خوشې شوې دي.

یوناما ویلي دي، چې د طالبانو له‌خوا دا ډول خپل سرې نیونې او توقیفونه د ښځو او د هغوی پر کورنیو ژورې اغېزې لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د هرات د جبریل سیمې د اوسېدونکو د لاریون پر وړاندې د طالبانو له‌خوا د زور زیاتي کارولو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده او د یو شمېر کسانو ټپي کېدل او په ډزو سره د یو کس وژل کېدل یې هم تایید کړي دي.

یوناما ویلي چې د یوې بلې مړینې د راپورونو په اړه یې پلټنې دوام لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي:« په افغانستان کې د یوې ښځې توقیف لویه بدنامي لري، چې کولی شي ښځې له خوشې کېدو وروسته هم په کورنیو او ټولنو کې د نور تاوتریخوالي او انزوا له خطر سره مخ کړي.»

نوموړې ویلي چې طالبان د نړۍوالو قوانینو له‌مخې مکلف دي چې د ټولو افغانانو د بیان ازادي، سوله ییزې غونډې، د فردي ازادۍ او امنیت حق او له خپل سرو نیونو د خوندیتوب حقونه خوندي کړي.

یوناما ویلي چې افراد حق لري خپل مخالفت په سوله یییزه توګه د تاوتریخوالي، ګواښ یا غچ اخیستنې له وېرې پرته څرګند کړي او پر طالبانو یې غږ کړی چې خپلې ټولې هغه کړنې او تګلارې لغوه کړي چې د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د شنبې په ورځ د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات د جبریل سیمې اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ او طالبانو د لاریون مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې.

پاکستان د ملا یعقوب له څرګندونو ۱۱ ورځې وروسته پر افغانستان بریدونه وکړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
پاکستان د ملا یعقوب له څرګندونو ۱۱ ورځې وروسته پر افغانستان بریدونه وکړل
100%

د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو سره د پوځي همکاریو له تړون وروسته، د غبرګولي پر ۹مه په کابل هوايي ډګر کې ویلي و چې نور به پاکستان د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي، خو پاکستان تېره شپه د افغانستان پر دریو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ۱۱ ورځې وړاندې له مسکو څخه له راستنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو او مسکو ترمنځ د پوځي همکاریو تړون عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي او نور به هېڅکله پاکستان د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.

خو د پاکستان د بریدونو په اړه د نوموړي له یادو څرګندونو پوره ۱۱ ورځې وروسته د چارشنبې په سهار وختي پاکستاني هوايي ځواکونو پر کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو پخلی کړی او وايي چې په یادو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او سپین ږیری وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

که څه هم د طالبانو د دفاع وزیر ویلي و، چې له مسکو سره د پوځي همکاریو تړون د دفاعي امنیت تړون نه دی، خو زیاته کړې یې وه چې پاکستان به له دې وروسته پر افغان خاوره د برید جرئت ونه کړي.

د امنیتي چارو شنونکي وايي، د پاکستان هوايي بریدونو وښودله چې یوازې سیاسي څرګندونې او توندې ویناوې د پوځي ګواښونو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي.

روسیې تراوسه په زغرده نه دي ویلي، چې دوی طالبانو ته د هوايي دفاع وسایل ور کوي، خو د افغانستان په چارو کې د ددغه هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د کابل او مسکو د پوځي-تخنیکي تړون په اړه ویلي، چې په لومړي پړاو کې به د شوروي اتحاد د وخت جوړو وسلو او تجهیزاتو بیا رغونه او ترمیم په دغه تړون کې شامل وي.

د طالبانو او ورسیې ترمنځ د یاد تړون نور جزئیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزارت د افغانستان پر درېیو ولایتونو د هوايي بریدونو ویډیو خپره کړې او وايي چې یاد بریدونه یې په موسی دره، شمالي وزیرستان او بنو کې پر پاکستاني پوځیانو د ټي ټي پي د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې، چې په یادو بریدونو کې یې ۲۶ وسله وال وژلي دي.

د طالبانو دفاع وزارت، په ځانګړي ډول ملا یعقوب، چې د تېرو بریدونو پرمهال یې ځواکونو په غچ اخېستونکو بریدونو لاس پورې کړی و، تر دې مهاله د پاکستان د تازه بریدونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

په تهران کې یو شمیر افغان کډوالو د هرات د لاریون کوونکو په ملاتړ اعتراض کړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
په تهران کې یو شمیر افغان کډوالو د هرات د لاریون کوونکو په ملاتړ اعتراض کړی
100%

په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو د چارشنبې په ورځ د هرات د خلکو د اعتراضونو په ملاتړ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت مخې ته لاریون کړی. لاریونوالو د «کار، زده کړې او ازادۍ» شعارونه ورکول.

افغان کډوالو له ځانونو سره ځینې شعارونه لېږدول، چې پکې لیږل شوي وو، «د عزت سند د هرات د جبرییل د ځوانانو پاکه وینه ده.»

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې یوه ویډیو کې یو معترض لیدل کېږي چې وایي: «د افغانستان د نجونو او خلکو تر شا ودرېږئ، مه پرېږدئ چې د چا وینه تر پښو لاندې شي.»

دغه لاریون یوه ورځ وروسته له هغه کیږی چې د هرات د جبرییل سیمې د خلکو اعتراض د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي بدل شو.